د بدخشان اوسېدونکي: په تېرو څلورو ورځو کې په کوکچې سیند کې تر ۱۲ ډېر کسان ډوب شوي

د بدخشان اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په لېږلو پیغامونو کې ویلي، چې په وروستیو ورځو کې د دغه ولایت د کوکچې سیند د ترخو او غمجنو پېښو ډګر ګرځېدلی. د دوی په وینا؛ یوازې په تېرو څلورو ورځو کې تر ۱۲ ډېر کسان د دغه سیند په اوبو کې ډوب شوي دي.
دوی زیاته کړې، چې دغه پرلهپسې پېښو د بدخشان اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي او ګڼې کورنۍ یې د ویر په ټغر کېنولې دي. د بدخشان اوسېدونکي وایي: «له بده مرغه هرکال د ګرمۍ موسم له پیل سره په کوکچې سیند کې داسې پېښې رامنځته کېږي؛ خو د دغه ناورین د مخنیوي لپاره لاتراوسه کافي تدابیر نهدي نیول شوي».
دوی له طالبانو غوښتي، چې ژر تر ژره په یادې سیمې کې د ژغورنې ډلې جوړې کړي، د خبرتیا نښې ولګوي، د ژغورنې ځواکونو ځای پر ځای کړي، خلکو ته د معلوماتو ورکولو او د اړینو اقداماتو په پلي کولو سره د دغه ډول پېښو د بیا تکرار مخه ونیسي.
د دوی په وینا؛ د ژوند ژغورل باید لومړیتوب وي، د دغه وضعیت دوام کولای شي چې هره ورځ د نورو کسانو د مړینې لامل شي.
