د ایران «ساها» هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې
د افغانستان د ګرځندوی شرکتونو ټولنې مشر احمد سیر رحیمي وایي، د ایران «سها» هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې او اوسمهال به هره اوونۍ کې څلور الوتنې د کابل ـ تهران او کابل ـ مشهد ترمنځ ترسره کېږي.
رحیمي ویلي، د دغه هوايي شرکت د فعالیت پیل د افغانستان د هوايي چلند او ګرځندوی سکټور لپاره یو مهم پرمختګ دی او هیله یې څرګنده کړې چې د ویزو خدمتونه به هم اسانه شي؛ څو افغانانو ته لازیاتې اسانتیاوې برابرې شي. د نوموړي په وینا؛ د سها هوايي شرکت له فعالیت سره به د افغانستان او ایران ترمنځ د هوايي شرکتونو ترمنځ سالمه سیالي هم پراخه شي. هغه زیاته کړه، دامهال د ایران شپږ هوايي شرکتونه د افغانستان او ایران ترمنځ الوتنې لري. رحیمي همداراز وویل، د افغانستان کورني هوايي شرکتونه کام ایر او اریانا افغان هوايي شرکت هم د ایران پر لارو الوتنې لري. د هغه په وینا؛ که څه هم په سیمه کې وروستیو شخړو د هوايي چلند پر سکټور اغېز کړی؛ خو په وروستیو کلونو کې د امنیت او ثبات له امله هوايي خدمتونه پراخ شوي او د افغانستان هوايي بازار د پخوا پرتله له زیاتې سیالۍ سره مخ شوی دی.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.