د سرخان دریا والي اولګبېک قاسموف د ازبکستان له۲۴ ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې دغه وړاندیز په اصولوکې منل شوی او د موضوع د عملي ارزونې لپاره به ځانګړې کمیسیون جوړ شي.
قاسموف وویل چې د جولای په لومړۍ نېټه د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ټرانس-افغان رېل پټلۍ د لوژستیکي سیستم ستونزې او حللارې وڅېړلې.
د هغه په وینا، په دې غونډه کې د پولې هاخوا د لوژستیک د پراختیا، د امتیازاتو د ورکولو او د لوژستیکي مرکز لپاره د ځمکې د بېلولو مسوده هم تر بحث لاندې راغله.
هغه څرګنده کړه چې له افغانستان سره د ازبکستان په پوله کې د ترانزیټي دهلیزونو شمېر له څلورو څخه ۱۲ ته لوړ شوی دی.
د هغه په وینا، د لېږد ظرفیت هم له ۳۵۰ او۴۰۰ لاریو څخه ۱۰۰۰ او۱۲۰۰ لاریو ته رسېدلی او د رېل پټلۍ له لارې د واګونونو د انتقال ظرفیت له ۲۵۰ څخه نږدې ۵۰۰ واګونونو ته لوړ شوی دی.
د ازبکستان د سرخان دریا والي زیاته کړې چې د اوبو له لارې د بار وړلو کچه هم لوړه شوې ده.
د نوموړي په وینا، تېر کال له ۲۵۰ زره ټنه څخه زیات مالونه له دې لارې انتقال شوي وو، خو یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دا شمېر شاوخوا ۲۲۰ زره ټنو ته رسېدلی، چې د پام وړ زیاتوالی ښيي.
د زرغون دهلیز په اړه قاسموف وویل چې افغان سوداګر غواړي داسې میکانیزم جوړ شي چې له مخې یې دوی د ازبکستان له موجوده نړیوالو هوايي کرښو څخه تر ځانګړو شرایطو لاندې ګټه واخلي.
په زرغون دهلیز کې د سوداګرۍ او مسافرو تګ راتګ اسانه کیږي او د سرحدي او اداري خنډونو پر ځای انتقال په چټکو او لږو کړنلارو ترسره کیږي.
قاسموف همدارنګه وویل چې بل مهم بحث د افغانستان د کرنیزو او عضوي محصولاتو د صادراتو او بیا صادرولو ستونزې وې، چې په اړه یې هم عملي وړاندیزونه منل شوي او د حل لپاره به کاري ډله جوړه شي.