• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زیلېنسکي: د روسیې برید کې د کیېف یوه استوګنیزه ودانۍ ویجاړه شوې او درې کسان وژل شوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۴۵ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي وایي، روسیې د کیېف پر یوې استوګنیزې ودانۍ برید کړی چې له امله یې ۶۴ اپارتمانونه ویجاړ شوي او درې کسان وژل شوي دي. هغه له نړیوالو شریکانو غوښتي، چې پر روسیې فشارونه زیات او د اوکراین هوايي دفاعي سیستم لاپسې سمبال کړي.

ولادیمیر زیلېنسکي ویلي، د روسیې د وروستي برید په ترڅ کې د کیېف ښار د یوې عادي استوګنیزې نهه پوړیزې ودانۍ ۶۴ اپارتمانونه ویجاړ شوي دي.

زیلېنسکي په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې د پېښې په ځای کې لا هم د ژغورنې او لټون عملیات روان دي او ټول اړوند دولتي ادارې په کار بوختې دي.

هغه زیاته کړې، چې تر اوسه د درېیو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی او ۱۷ کسان ژغورل شوي دي، خو لا هم د ودانۍ تر خاورو لاندې د نورو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

د اوکراین ولسمشر ویلي: «روسیې یو ځل بیا په قصدي ډول پر ملکي وګړو او استوګنیزو ودانیو برید کړی دی».

زیلېنسکي څرګنده کړې، چې یوازې په کیېف کې تر دې دمه له ۱۳۰ څخه زیاتې استوګنیزې ودانۍ د ورته بریدونو له امله زیانمنې شوې دي.

هغه له نړیوالو شریکانو غوښتي، چې د دې وضعیت پر وړاندې یوازې ننداره کوونکي پاتې نه شي او پر روسیې سیاسي او ډیپلوماټیک فشارونه زیات کړي، څو دغه جګړه پای ته ورسېږي.

زیلېنسکي همداراز د اوکراین د هوايي دفاع د پیاوړتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د PURL پروګرام له لارې نوی ملاتړ او د بالستیک ضد دفاعي سیستمونو پراختیا د خلکو د خوندیتوب لپاره حیاتي اړتیا ده.

هغه ویلي: «روسیه باید د دې ترهګرۍ د دوام لپاره هېڅ فرصت ونه لري».

زیلېنسکي له هغو هېوادونو مننه کړې، چې د اوکراین له خلکو ملاتړ کوي او د دفاعي همکاریو برخه کې همکاريو ته چمتو دي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵

ملا محمد حسن اخوند: افغانستان له اقتصادي، نظامي او سیاسي پلوه یو خپلواک هېواد دی

•
•
•

نور کیسې

افغاني‌الاصله امریکايي مېرمن الاهه احرار له ویرجینیا څخه د امریکا کانګرس ته نومانده شوې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۱
•
مسکا سنګر نیازۍ
افغاني‌الاصله امریکايي مېرمن الاهه احرار له ویرجینیا څخه د امریکا کانګرس ته نومانده شوې
100%

افغاني‌الاصله امریکايي مېرمن الاهه احرار د امریکا د استازو جرګې ټاکنو ته د ویرجینیا ایالت د اوومې ټاکنیزې حوزې لپاره د خپلې کاندیداتورۍ اعلان کړی او ویلي یې دي، چې غواړي په کانګرس کې د دې حوزې د اوسېدونکو لپاره د عدالت، اقتصادي فرصتونو، زده کړو او ټولنیز یووالي برخو کې کار وکړي.

د هغې نوماندي په داسې حال کې د افغانانو پام ځان ته اړولی چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې لا هم له ډېرو اساسي حقونو، په ځانګړي ډول له زده کړو، کار او په عامه ژوند کې له پراخ ګډون څخه بې برخې دي. نو ځکه، د امریکا کانګرس ته د یوې افغاني‌الاصله ښځې نوماندي د افغان ښځو د سیاسي حضور له اړخه هم د پام وړ بلل کېږي.

الاهه احرار د بشري حقونو فعاله، لیکواله، شاعره او ټولنیزه څېره ده. نوموړې د عدالت، بشري کرامت، برابرۍ، زده کړو او اقتصادي فرصتونو دفاع د خپل کمپاین له مهمو لومړیتوبونو څخه بللې ده.

د ویرجینیا اوومه ټاکنیزه حوزه د امریکا د استازو جرګې له مهمو انتخاباتي حوزو څخه ده او ټاکل شوې د کانګرس راتلونکې ټاکنې د ۲۰۲۶ کال په نومبر کې ترسره شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر: ایران ته به اجازه ورنه کړو چې د نړۍ اقتصاد یرغمل کړي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۳۶ GMT+۱
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر:  ایران ته به اجازه ورنه کړو چې د نړۍ اقتصاد یرغمل کړي
100%

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والتز د امنیت شورا د منځني ختیځ په غونډه کې وویل چې واشنګټن به ایران ته د نړۍ د اقتصاد د یرغمل کولو احازه ورنه کړي. والتز وویل: «موږ به اجازه ورنه کړو چې اسلامي جمهوریت د نړۍ اقتصاد برمته کړي».

هغه زیاته کړه چې ایران، د تفاهم‌لیک له شتون سره سره، لا هم پر بېړیو او د سیمې پر هېوادونو بریدونو ته دوام ورکوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر له ایران څخه وغوښتل چې د سولې او خبرو اترو لارې ته بېرته وګرځي. نوموړي وویل چې نړۍ، د ایران خلک او د دغه هېواد ګاونډیان د ایران له حکومت سره نه دي.

والتز د امنیت شورا له غړو او ټولو مسوولو هېوادونو وغوښتل چې خپل دریځ په روښانه ډول څرګند کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د ایران د خلکو لپاره لا هم د یوه بېل او مثبت راتلونکي فرصت شته، خو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زغم هم یو حد لري او نړۍ نور د دې وضعیت لګښت نه شي زغملای.

د جرمونو نړیواله محکمه وايي بورکینا فاسو، مالي او نایجر د محکمې د پرېښودو بهیر پیل کړی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۰ GMT+۱
د جرمونو نړیواله محکمه وايي بورکینا فاسو، مالي او نایجر د محکمې د پرېښودو بهیر پیل کړی
100%

د جرمونو نړیوالې محکمې تایید کړه چې بورکینا فاسو، مالي او نایجر د محکمې د غړیتوب د پرېښودو یو کلن بهیر پیل کړی دی. د لوېدیځې افریقا دغو پوځ واکمنو هېوادونو په تېر سپټمبر میاشت کې اعلان کړی و چې له محکمې وځي.

دغه درې واړه هېوادونه له اسلامپالو وسله والو ډلو سره په جګړه بوخت دي.

هغو ډلو د دوی د خاورې پراخې سیمې نیولې او سږ کال یې پر پوځي هدفونو بریدونه هم زیات کړي دي. د بشري حقونو بنسټونو د وسله والو ډلو ترڅنګ د بورکینا فاسو او مالي پر امنیتي ځواکونو هم د احتمالي جګړه ییزو جنایتونو تورونه لګولي دي.

د جرمونو نړیواله محکمه د نړۍ د جګړه ییزو جرمونو دایمي محکمه ده چې د نسل وژنې، د بشریت ضد جرمونو، جګړه ییزو جرمونو او د یرغل د جرمونو په تور هغه کسان محاکمه کوي چې ملي محکمې یې د محاکمې توان یا اراده ونه لري.

د محکمې د غړو هېوادونو د ادارې مشرۍ د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې تایید کړه چې مالي، بورکینا فاسو او نایجر د وتلو رسمي لیکونه سپارلي او د روم د اساسنامې، چې د ای‌سي‌سي بنسټیز تړون دی، د پرېښودو یو کلن بهیر یې پیل کړی دی.

محکمې خبرداری ورکړی چې دا اقدام ښايي د معافیت د پای ته رسولو نړیوالې هڅې کمزورې او د عدالت د تامین بهیر زیانمن کړي. محکمې له دغو دریو هېوادونو غوښتي چې د روم د اساسنامې ژمنو ته وفادار پاتې شي.

اعلامیه زیاتوي چې له محکمې څخه وتل یو هېواد د هغو ژمنو او مسوولیتونو څخه نه خلاصوي چې د غړیتوب پر مهال یې منلي وي.

ایغوري لیکوال: نړۍ په چین کې د ایغوریانو د بشري حقونو پر غمیزه سترګې پټې کړې دي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۲۳ GMT+۱
ایغوري لیکوال: نړۍ په چین کې د ایغوریانو د بشري حقونو پر غمیزه سترګې پټې کړې دي
100%

یو ایغوري لیکوال طاهر امین نیویارک ټایمز ته په یوه مقاله کې لیکلي، چې د بیجینګ د سیاستونو له امله د هغوی کلتور، ژبه او کورنۍ له منځه تللې او نړۍ د ایغوریانو په ژغورلو کې پاتې راغلې.

د طاهر امین په مقاله کې راغلي چې په چین کې د ایغوریانو د هویت د ورکولو لپاره پراخ کمپاین روان دی. دغه کمپاین چې له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې و، شاوخوا یو میلیون ایغوریان او نور تورکتبار لږکي جبري کمپونو ته ولېږدول تڅو د کمونیست ګوند نظریات ومني.

که څه هم چین د دغو کمپونو د تړلو ادعا کوي، خو ایغوریان لا هم له جبري کار، سخت څار او د زیږون له جبري کنټرول سره مخ دي.

طاهر امین چې څو کاله مخکې د نیول کېدو له ډاره له چین څخه وتلی، وايي، له تېرو لسو کلونو راهیسې یې خپله لور نه ده لیدلې او د کورنۍ ګڼ غړي یې په چین کې بندیان دي.

نوموړي د روان کال په مي میاشت کې د فایننشل ټایمز څېړنې یادونه کړې، چې چین په سیستماتیک ډول ایغور ماشومان له کورنیو جلا کوي او داسې لیلیو ته یې لېږي چې هلته په خپله مورنۍ ژبه له خبرولو کولو منع دي.

طاهر امین د نړیوالو غبرګونونو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲ کال راپور په چین کې د «بشریت ضد جنایتونو» د ترسره کېدو احتمال مطرح کړی و. د هغه په وینا، ځینو هېوادونو دا اقدامات «نسل‌وژنه» بللې؛ د ایغوریانو د اجباري کار له محصولاتو سره تړلي توکي یې منع کړي او پر چین یې بندیزونه لګولي دي.

خو نوموړی ټینګار کوي چې دغو اقداماتو تر اوسه د چین په سیاستونو کې کوم بنسټیز بدلون نه دی راوستی او نړیواله ټولنه د ایغوریانو په اغېزناک ملاتړ کې پاتې راغلې ده.

لیکوال ویلي، چې د ایغوریانو په درېیم او څلور نسل کې د مورنۍ ژبې د هېرېدو وېره شته او د چین حکومت هڅه کوي چې ایغوري ژبه ورکه کړي. نوموړي زیاته کړې چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د «توپراق» مجله او تېر کال یې د «ایغور پوسټ» خبري وېب‌پاڼه جوړه کړه، د چین حکومت د دوی د غلي کولو لپاره پراخ سایبري بریدونه پرې وکړل، چې له امله یې د ایغور پوسټ سایټ څو ځله تړل شوی دی.

ایغوریان له نړۍوالې ټولنې او حکومتونو غواړي چې د چین پر وړاندې د فشارونو د دوام ترڅنګ، په جلا وطنۍ کې د ایغوریانو د کلتور او ټولنو ملاتړ وکړي څو د دغه ځانګړي انساني کلتور د بشپړې ورکېدا مخه ونیول شي.

سره له دې چې چین د مسلمانانو په ځانګړي ډول د ایغوریانو پر ضد د سختو محدودیتونو په لرلو تورن دی، خو دا موضوع په سیمه‌ییزه سیاسي کچه هم د ځینو لوبغاړو له چوپتیا سره مخ شوې ده. په همدې لړ کې طالبان چې معمولا د اسلامي نړۍ د موضوعاتو په اړه ژر او انتقادي دریځ نیسي، د ایغور مسلمانانو د وضعیت په اړه یې تر اوسه د پام وړ ښکاره غبرګون نه دی ښودلی.

د شنونکو له نظره د طالبانو او چین ترمنځ نږدې او مخ پر پراخېدو سیاسي او اقتصادي اړیکې د طالبانو د دې چوپتیا له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د نېکمرغۍ او برکت په تمه؛ د مکسیکو یوه ښاروال له تمساح سره «واده» کړی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۳۹ GMT+۱
د نېکمرغۍ او برکت په تمه؛ د مکسیکو یوه ښاروال له تمساح سره «واده» کړی
100%

د مکسیکو د سوېلي سان پیدرو هوامیلولا ښار ښاروال ډانیل ګوتیرز د څو پېړۍ پخواني دود د پاللو په موخه له یوې تمساح سره د واده سمبولیک مراسم ترسره کړل. د سیمې خلک د خپلو زړو دودونو له مخې په دې باور دي، چې دا چاره ښار ته سوکالي، برکت او پرېماني راولي.

دغه مراسم د دوشنبې په ورځ، د جون په ۳۰مه، ترسره شول. د رویټرز د راپور له مخې، د سیمې خلک باور لري چې دا دود ښار ته سوکالي، برکت او ښه حاصلات راولي.

په مراسمو کې ښځینه تمساح، چې «انا سنتیا رامیرز» نومول شوې، د ناوې په څېر په سپینو جامو سمبال شوې وه. د ښار اوسېدونکو د دودیزې موسیقۍ او نڅاوو ترڅنګ د دې مراسمو هرکلی کړی.

د راپورونو له مخې، د دې دود مخینه څو پېړۍ پخوانۍ ده او ریښې یې د هسپانویانو له واکمنۍ مخکې د سیمې د بومي قومونو دودونو ته رسېږي.

ځايي خلک ښځینه تمساح د «مور ځمکې» استازې ګڼي او باور لري چې له ښاروال سره یې سمبولیک واده د طبیعت، انسان او ټولنې ترمنځ د همغږۍ نښه ده او د ښار لپاره د نېکمرغۍ، برکت او پراخې روزۍ هیله څرګندوي.