د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د ډرون برید له امله درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي

د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په شینکوټ سیمه کې تېره شپه یو استوګنیز کور په ډرون برید کې په نښه شوی، چې له امله یې درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي. ځایي اوسېدونکي وایي، چې په وژل شویو کسانو کې یوه ماشومه هم شامله ده.
