د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لپاره د غوراوي سیالۍ د ۲۰لوبډلو په ګډون په کابل کې پيل شوې

د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړي پړاو لپاره د غوراوي سیالۍ د پلازمېنې او د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د ۲۰ لوبډلو په ګډون د کابل د بدني روزنې په ۲۵۰۰ کسیز ورزشي لوبغالي کې پیل شوې. د سیالیو په پای کې به اته غوره لوبډلې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړي پړاو ته لاره ومومي.
