• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه پر دې غور کوي چې خپله یوه برخه تېل د پروسس لپاره افغانستان ته ولېږدوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۶ GMT+۱

د طالبانو اداره او مسکو پر یوه نوې طرحه کار کوي، چې له مخې یې د تاتارستان په ګډون د روسیې تېل افغانستان ته صادرېږي، هلته به په افغاني تصفیه خونو کې پروسس کېږي او بیا به د پټرولو او ډیزلو په بڼه بېرته روسیې ته لېږدول کیږي.

په کابل کې د روسیې د سوداګریز مرکز مسوول رستم حبیب الله ددغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان د نفتو د تصفیې فابریکو کلنی ظرفیت له یو میلیون ټنو زیات دی او ټاکل شوې ده چې د روسي شرکتونو په همکارۍ دوه نورې سترې د نفتو د تصفیې فابریکې هم جوړې شي.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د نفتو هغه څاګانې بېرته فعالېږي چې د پخواني شوروي اتحاد له دورې راهیسې تړلې وې.نوموړي ویلي، چې که څه هم د نفتو تولید مخ په زیاتېدو دی، خو لا هم د هېواد د موجودو تصفیه خونو د بشپړ ظرفیت د فعالولو لپاره بسنه نه کوي.

رستم حبیب الله ویلي، دواړه لوري د نفتو او سون توکو د متقابلې تبادلې پر میکانیزم کار کوي، خو د احتمالي هوکړې د وخت او حجم په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې روسیه د سون توکو د وارداتو د پراخولو هڅه کوي.

د راپور له مخې، روسیې ته له هند څخه د ۶۰ ټنه پټرولو بار وړونکي دوه ټانکرونه لېږدول کېږي، ۵۰ ټنه نور به له قزاقستان څخه ور رسېږي او مسکو له بېلاروس څخه د سون توکو د پېرلو لپاره هم چمتووالی ښودلی دی.

د چاپېریال او انرژۍ د برخې شنونکي خبرداری ورکوي چې د نفتو د تصفیې صنعت، که له نړیوالو چاپېریالي معیارونو سره سم مدیریت نه شي، هوا، اوبه او خاورې ککړولی شي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۳

د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي

۴

پاکستان د طالبانو له لوري ترسره شوي ډرون بریدونه تایید کړل

۵

د پېښور په حسن‌خېلو کې په ډرون بريد کې يوه ښځه وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي

•
•
•

نور کیسې

افغان سوداګر غواړي د ازبکستان د هوايي کرښو له لارې «زرغون دهلیز» جوړ شي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۱

د ازبکستان د سرخان دریا ولایت والي وایي، افغان سوداګر غواړي د شته نړیوالو هوايي کرښو له لارې یو ځانګړی « زرغون دهلیز» رامنځته شي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري لا اسانه شي. اولګبیک قاسموف وايي، له افغانستان سره پر پوله یې د ترانزیټي دهلیزونو شمېر ۱۲ ته لوړ شوی.

د سرخان دریا والي اولګبېک قاسموف د ازبکستان له۲۴ ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې دغه وړاندیز په اصولوکې منل شوی او د موضوع د عملي ارزونې لپاره به ځانګړې کمیسیون جوړ شي.

قاسموف وویل چې د جولای په لومړۍ نېټه د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ټرانس-افغان رېل پټلۍ د لوژستیکي سیستم ستونزې او حللارې وڅېړلې.

د هغه په وینا، په دې غونډه کې د پولې هاخوا د لوژستیک د پراختیا، د امتیازاتو د ورکولو او د لوژستیکي مرکز لپاره د ځمکې د بېلولو مسوده هم تر بحث لاندې راغله.

هغه څرګنده کړه چې له افغانستان سره د ازبکستان په پوله کې د ترانزیټي دهلیزونو شمېر له څلورو څخه ۱۲ ته لوړ شوی دی.

د هغه په وینا، د لېږد ظرفیت هم له ۳۵۰ او۴۰۰ لاریو څخه ۱۰۰۰ او۱۲۰۰ لاریو ته رسېدلی او د رېل پټلۍ له لارې د واګونونو د انتقال ظرفیت له ۲۵۰ څخه نږدې ۵۰۰ واګونونو ته لوړ شوی دی.

د ازبکستان د سرخان دریا والي زیاته کړې چې د اوبو له لارې د بار وړلو کچه هم لوړه شوې ده.

د نوموړي په وینا، تېر کال له ۲۵۰ زره ټنه څخه زیات مالونه له دې لارې انتقال شوي وو، خو یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دا شمېر شاوخوا ۲۲۰ زره ټنو ته رسېدلی، چې د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د زرغون دهلیز په اړه قاسموف وویل چې افغان سوداګر غواړي داسې میکانیزم جوړ شي چې له مخې یې دوی د ازبکستان له موجوده نړیوالو هوايي کرښو څخه تر ځانګړو شرایطو لاندې ګټه واخلي.

په زرغون دهلیز کې د سوداګرۍ او مسافرو تګ راتګ اسانه کیږي او د سرحدي او اداري خنډونو پر ځای انتقال په چټکو او لږو کړنلارو ترسره کیږي.

قاسموف همدارنګه وویل چې بل مهم بحث د افغانستان د کرنیزو او عضوي محصولاتو د صادراتو او بیا صادرولو ستونزې وې، چې په اړه یې هم عملي وړاندیزونه منل شوي او د حل لپاره به کاري ډله جوړه شي.

ترابي پر موسساتو له سیاسي ملاحظاتو پرته د بشري مرستو جاري ساتلو غږ کړی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۲۴ GMT+۱
ترابي پر موسساتو له سیاسي ملاحظاتو پرته د بشري مرستو جاري ساتلو غږ کړی
100%

له پېښو سره د طالبانو د مبارزې ادارې رییس ملا نورالدین ترابي په پراختيايي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې مرستندویه بنسټونه باید له سیاسي ملاحظاتو پرته خپلو بشري همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.

د طالبانو یادې ادارې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال برونو لیمارکیس له ملا نورالدین ترابي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، د پېښو د مدیریت په برخه کې د لا زیاتي همغږۍ او د پرمختیايي او وقایوي پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي.

ملا ترابي له برونو لیماکیس څخه غوښتنه کړې چې د بېړنیو مرستو ترڅنګ دې د اوږدمهالو او پرمختیايي پروژو په برخه کې هم همکارۍ زیاتې کړي.

همدارنګه ترابي د یادې لیدنې پرمهال ټینګار کړی، چې تمویلوونکي بنسټونه او موسسې دې د خپلو پروژو له طرحې او پلي کېدو مخکې له طالبانو سره مشوره او همغږي وکړي.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال زیاته کړې چې په افغانستان کې د بشري اړتیاوو کچه لا هم لوړه ده او ډاډ یې څرګند کړی چې د بشري مرستو د دوام ترڅنګ به د بنسټیزو او اوږدمهاله پروژو د پلي کېدو پر وړاندې شته خنډونه هم لرې کړي.

د خامنه يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ۲۵۰۰ افغان مېلمنو ته ویزې صادرې شوې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۱
د خامنه يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ۲۵۰۰ افغان مېلمنو ته ویزې صادرې شوې
100%

ایراني چارواکي وايي، چې ۲۵۰۰ افغانانو ته د علي خامنه يي د جنازې او ښخون په مراسمو کې د ګډون لپاره د دوغارون له پولې د ننوتلو ویزې صادرې شوې دي. د دغو ویزو اعتبار اووه ورځې دی او افغان مېلمانه د چنګاښ د ۱۴مې او ۱۵مې نېټې ترمنځ ایران ته په قانوني ډول داخلېدای شي.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو عمومي رییس جعفر سیدابادي ویلي چې د دغو ویزو اعتبار اووه ورځې دی او افغان وګړي د چنګاښ د ۱۴مې او ۱۵مې نېټې ترمنځ ایران ته په قانوني ډول ننوتلی شي.

د نوموړي په وینا، هغه افغانان چې د دوغارون له لارې ایران ته ننوځي او د خامنه يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره مشهد ته ځي، باید د چنګاښ د ۲۰مې او ۲۱مې نېټې ترمنځ بېرته د همدې ځمکنۍ پولې له لارې افغانستان ته ستانه شي.

هغه زیاته کړې، چې د مشهد ښار په ۱۲ بېلابېلو ځایونو کې د افغان مېلمنو د هرکلي، استوګنې او مېلمستیا لپاره اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د تایباد ولسوال حسین جمشیدي ویلي، د دوغارون په پوله کې ترانسپورټي شرکتونو اړتیا وړ بسونه او کرایي موټر د افغان مېلمنو د لېږد لپاره چمتو کړي دي.

هغه زیاته کړې چې د افغان مېلمنو د ورتګ پر مهال به د خیریه بنسټونو او ځایي خلکو په همکارۍ د دوغارون په پوله کې د هغوی د هرکلي او مېلمستیا لپاره ځایونه هم جوړ شي.

ایراني چارواکي وايي، د افغان اتباعو معلومات به د دوغارون په پوله کې ثبتېږي او د دوی تر بېرته وتلو پورې به تر څار لاندې وي.

د طالبانو پلاوی له قزاقستان سره د ترانزیټ او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په تړاو غږېدلی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۳ GMT+۱
د طالبانو پلاوی له قزاقستان سره د ترانزیټ او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په تړاو غږېدلی
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز وايي، د دغه وزارت یوه پلاوي قزاقستان ته د سفر پر مهال د هغه هېواد له مخکښو څېړنیزو مرکزونو سره د ترانزیټ، سیمه‌ییز اتصال او دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د پنجشنبې په ورځ یې خپره کړې، طالب پلاوي د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د دغه هېواد د ولسمشر دفتر اړوند د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت او د «پرانېستې نړۍ» خصوصي څېړنیز مرکز له چارواکو او متخصصینو سره لیدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو غونډو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر علمي او څېړنیزو همکاریو، دوه‌اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییز اتصال او په ځانګړې توګه د ترانسپورتي دهلېزونو او د افغان ټرانس پروژې په اړه تخصصي او تفصیلي بحثونه شوي دي.

طالبانو ویلي، دواړو لوریو د علمي او مطالعاتي همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د دغو بحثونو پایلې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا لپاره تحلیلي وړاندیزونه او عملي اغېزې ولري.

په کندهار کې په تېرو دوو اونیو کې د تېلو بیه په هر لېټر کې ۱۰ افغانۍ لوړه شوې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۱ GMT+۱
•
عبدالله همیم
په کندهار کې په تېرو دوو اونیو کې د تېلو بیه په هر لېټر کې ۱۰ افغانۍ لوړه شوې
100%

د کندهار اوسېدونکي د تېلو د بیو له لوړوالي شکایت کوي او وايي، په تېرو دوو اونیو کې په تدریجې ډول یو لیټر تېل له ۶۷ څخه ۷۷ افغانیو ته لوړ شوي. د تېلو کاروباریانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په تېلو بار سلګونه موټر د هرات، فراه او نیمروز په ګمرکونو کې بند پاتې دي.

د کندهار اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې د تېلو بیې له ۶۷ افغانیو څخه په تدریجې ډول تر ۷۷ افغانیو لوړې شوې دي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، د ایران او امریکا د جګړې پرمهال په دغه ولایت کې د تېلو بیې د ۶۶ افغانیو په شاوخوا کې وې، خو د هرمز تنګي له خلاصیدو او په نړۍوال بازار کې د تېلو د بیو له ټېټېدو سره په کندهار کې د تېلو بیې لوړې شوې دي.

د قدرت الله په نوم د کندهار ښار یو اوسېدونکی وايي:«اوس خو په ټوله نړۍ کې د تېلو بیې کمې شوې دي، نو کندهار کې هم باید د تېلو نرخونه کم شوي وای، خو دلته برعکس کېسه روانه ده. خلک مجبور دي چې بیخې موټر او موټرسایکل استعمال نه کړي. ځکه ۷۷ افغانۍ د یو لیټر تېلو لپاره بیخې ظلم دی».

سوېلی ولایتونو ته تر ډېره د ایران له لارې تېل واردیږي او د نورو ولایتونو په پرتله په هرات، فراه، نیمروزو، هلمند او کندهار کې د تېلو بیې ټیټې وي.

په ورته مهال په کندهار کې د تېلو کاروباریان وايي، د تېلو ټولو پمپونو ته د امربالمعروف ریاست، د تېلو د اتحادیې او نورو دولتي ادارو د ګډ کمېسیون له لوري نرخنامي ټاکل کېږي او دوی اړ دي، چې تېل د نرخنامي له مخې وپلوري. خو دوی د تېلو د بیو د لوړېدو لامل په ګمرکونو کې د تېلو بار موټرو بند پاتې کېدل په ګوته کوي.

د تېلو کاروباریان وايي، چې په تېلو بار سلګونه موټر د هرات، فراه او نیمروز په ګمرکونو کې بند پاتې دي.

د نور محمد په نوم د تېلو یو کاروباري وايي:«زموږ هم سر نه په خلاصیږي چې مسوولین ولې د تېلو موټر نه ګمرکوي. اکثره موټران یې د ټیټ کیفیت په نوم درولي دي، اکثرو باندې یې مالیې لوړې کړې دي او د ځینو بیا هېڅ دلیل نه معلومیږي. نو دا ښکاره خبره ده چې په بازار کې د تېلو تقاضا ډېره ده خو تېل کم دي نو ځکه یې ورځ په ورځ نرخونه لوړیږي».

یو شمېر سرچینې وايي، د افغانستان د تېلو یو شمېر واردوونکي شرکتونه له لوړپوړو طالب چارواکو سره لاس لري او په قصدي توګه یې د تېلو بیې لوړې کړې دي.