د بلوچستان په پنجګور کې د یوې چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي

د بلوچستان د پنجګور ولسوالۍ د ګوارګو له مورتان سیمې سره نږدې په یوه چاودنه کې دوه کسان وژل شوي دي. پولیسو ویلي، د پېښې له ځایه د دوو ناپېژانده کسانو جسدونه موندل شوي چې د پنجګور ښوونیز روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پولیسو په وینا؛ لومړنۍ څېړنې ښيي چې یاد کسان د سړک پر غاړه د چاودېدونکو توکو په ځای پرځای کولو بوخت وو، چې ناڅاپه یې پرې چاودنه کړې ده. پولیس وایي، د چاودنې شدت دومره زیات و چې د دواړه کسانو جسدونه سخت زیانمن شوي وو.
بل لور ته په دکي ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلهوالو د یوې ودانیزې کمپنۍ ماشینرۍ ته اور اچولی دی. همداراز په نوشکي ولسوالۍ کې د ایران له تفتان پولې څخه راتلونکي بار وړونکي کانټینر ته هم اور اچول شوی، چې له امله یې کانټینر په بشپړ ډول سوځېدلی دی.
لاتراوسه د دغه پېښو مسوولیت کومې ډلې نهدی منلی او ځایي امنیتي ځواکونو د پېښو په اړه پلټنې پیل کړې دي.
