• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د سختو ورښتونو له امله اووه کسان مړه او ۴۶ نور ټپيان دي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۱۲ GMT+۱

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې موسمي بارانونو، تالندې برېښنا، سېلابونو او د کورونو نړېدو په بېلابېلو پېښو کې لږترلږه اووه کسان مړه او ۴۶ نور ټپیان شوي دي. له دې ډلې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو اړوند پېښو کې څلور کسان مړه او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ دغه پېښې په بر دېر، خیبر، شانګله، مردان او باجوړ ولسوالیو کې شوې دي. په بر دېر کې د سخت باران پرمهال یوې دیني مدرسې ته نږدې د تندر پرېوتو له امله وېره خپره شوې او د ګډوډۍ په ترڅ کې ۲۱ زده‌کوونکې ټپیانې شوې دي. روغتیايي چارواکي وایي، د ټولو ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
په خیبر ولسوالۍ کې بیا د تندر پرېوتو له امله دوه ماشومان مړه او درې نور ټپیان دي. په داسې حال کې چې د شانګلې ولسوالۍ په پوران سیمه کې یوه ښځه د ناڅاپي سېلاب له امله مړه او یوه بله ټپي شوې ده.
بل لور ته د بلوچستان په ژوب ولسوالۍ کې د سختو بارانونو او تیزو بادونو له امله د کورونو نړېدو په درېیو جلا پېښو کې یوه ښځه او دوه ماشومان مړه او ۱۰ نور کسان ټپیان شوي دي. د ژغورنې ادارو ویلي، د نړېدلو کورونو کنډوالو لاندې مړي او ټپیان را اېستل شوي او د ژوب ټراما سنټر ته لېږدول شوي دي. ځایي چارواکي وایي، د ډېرو ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او تر درملنې لاندې دي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

حضرت علي: پاکستان طالبان په افغانستان کې واک ته رسولي دي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱
حضرت علي: پاکستان طالبان په افغانستان کې واک ته رسولي دي
100%

پخوانی جهادي قومندان حضرت علي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په مرکه کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې طالبان واک ته رسولي او په باور یې، که پاکستان د «جوړولو» فکر درلودلای، نو اوس به له پاکستان سربېره په افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو کې ستونزې نه‌وای.

پخواني جهادي قومندان او د جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې پخواني غړي حضرت علي له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې په افغانستان او سیمه کې د ستونزو اصلي لامل پاکستان وباله او زیاته یې کړه: «زما په فکر پاکستان همدا طالبان راوستي دي. پاکستان د جوړولو فکر نه‌لري، که د جوړولو فکر یې درلودلای؛ نه به په افغانستان او نه به هم په پاکستان او نه به هم په ګاونډیو ملکونو کې ستونزې وای».

د دغه پخواني جهادي قومندان په اند، پاکستان له افغانستان سره دوه اصلي ستونزې یوه یې د ټي‌ټي‌پي ډله او بله یې د ډیورند کرښې اړوند مسایل دي او وايي، ټي‌ټي‌پي ډله په پاکستان کې ده او هلته مرکزونه لري او له همغه ځایه پر پاکستاني ځواکونو بریدونه کوي.

حضرت علي زیاتوي: «له پخوا راهیسې پاکستان له افغانستان سره دوه اصلي ستونزې لري؛ یوه ستونزه یې ټي‌ټي‌پي او بله ستونزه یې ډېورند خط دی. ټي‌ټي‌پي اوس په پاکستان کې خاوره کې ده، هلته مرکزونه لري، هره ورځ جنګونه له هماغه ځایه کوي».

نوموړی د افغانستان په تړاو د پاکستان د «خیر رسولو» توقع نه‌لري او زیاتوي: «پاکستان تل زموږ ډېر سیاسي او قومي مشران ترور کړي دي. موږ ته چې نن سبا څومره تلفات رسېدلي او اوس زموږ په څېر ډېر هېوادوال له هېواده بهر دي، نو دغه ټول تکلیفونه د پاکستان له طرفه رارسېدلي دي».

هغه د پاکستان له لوري د ځینو پخوانیو افغان سیاستوالو بلنې ته په اشارې سره وايي: «اوس دغه افغانان [د پاکستان له لوري بلل شوي افغان سیاستوال] ولې فکر نه‌کوي، چې دا هماغه پاکستان دی چې طالب یې قدرت ته رسولی دی».

دغه پخوانی جهادي قومندان پاکستان د ډلو ټپلو د جوړولو مرکز او دا چاره په ټوله کې د اسلام‌اباد پروژه‌يي چارې بولي او همداراز وايي: «موږ مجاهدین چې کله قدرت ته ورسېدلو، موږ پسې یې طالبان پیدا کړل، طالبانو پسې یې داعش او لشکر طیبه او نور ګروپونه پیدا کړي. پاکستان په دې برخه کې پروژې اخلي او پر افغانستان یې عملي کوي».

پاکستان په دې وروستیو کې د طالبانو یو شمېر مخالف سیاستوال څو ځلي پاکستان ته د بېلابېلو غونډو په پلمه غوښتي او یو شمېر افغان سیاستوالو هم دغه بلنه په ورین تندي منلې او حضرت علي هم په دې تړاو وايي: «د پاکستان حکومت له ما څو ځلي غوښتنه کړې، چې ورسره کار وکړم، خو هېڅکله به له داسې خلکو سره کار ونه‌کړم، چې د افغانستان په بربادولو او همداراز د ملت په وینو کې یې لاسونه ککړ وي».

د هغه په باور، پاکستان اوس له افغان سیاستوالو استفاده کوي او څرګندوي: «پاکستان اوس ۱۰ کسیز ګروپونه جوړوي او بیا ترې استفاده کوي».

دغه پخوانی جهادي قومندان پاکستان د خپل ولس د امنیت په ساتنه کې ناکامه بولي او په ډاګه وايي: «پاکستان غواړي خپل امنیت پر افغانستان وساتي. ټي‌ټي‌پي بل ځای نه‌شته، هغه په پاکستان کې ده. هغه [پاکستان] خپل امنیت نه‌شي ساتلی او اوس مسوولیت پر افغانستان اچوي».

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په ظاهره د هرې ورځې په تېرېدو سره د طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې خرابېږي او تر اوسه یې پر یو بل او ان د یو بل پر پلازمېنې څو ځلي بریدونه کړي دي.

پاکستان ادعا لري، چې ټي‌ټي‌پي ډله په افغانستان کې ده او له هغه ځایه پر پاکستان خپل بریدونه طرحه او عملي کوي، خو طالبان بیا د پاکستان دغه ادعا ردوي او وايي، چې ټي‌ټي‌پي ډله په پاکستان کې ده او د امنیت مسئله یې د اسلام‌اباد کورنۍ چاره بللې او طالبان بیا ادعا لري، چې داعش ډله په پاکستان خاوره کې ده او له پاکستان څخه پر افغانستان خپل بریدونه تنظمیوي.

د دغو دوو هېوادونو تر منځ د سولې په موخه د منځګړو له لوري څو ځلي په قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین کې غونډې شوي، خو لا تراوسه یې د پام وړ لاسته راوړنې نه‌درلودې.

د ریښتر په کچه ۵،۵ درجې زلزلې د افغانستان ځينې سیمې ولړزولې

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۶ GMT+۱
د ریښتر په کچه ۵،۵ درجې زلزلې د افغانستان ځينې سیمې ولړزولې
100%

د امریکا د ځمک‌پوهنې سازمان (یو‌اېس‌جي‌اېس) د معلوماتو له‌مخې، د چهارشنبې په شپه د ریښتر په کچه ۵،۵ درجې زلزلې د افغانستان ځينې سیمې ولړزولې. د دغه سازمان په وینا، د دغې زلزلې مرکز بدخشان ولایت وو. له دې سره سم، دغه زلزله د پاکستان په ځينو سیمو کې هم احساس شوې ده.

د امریکا د ځمک‌پوهنې سازمان یا یو‌اېس‌جي‌اېس د معلوماتو له‌مخې، دغه زلزله نن شپه په سیمه‌ییز وخت ۱۰ او ۲۷ دقیقې رامنځته شوې ده.

د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، دغه زلزله د ځمکې په ۲۱۶ اعشاریه ۷ کیلومترۍ تل کې رامنځته شوې او مرکز یې هم د بدخشان د جُرم ولسوالۍ د سویل لویدیځ په ۵۰ کیلومترۍ کې موقعیت درلود.

لا تر اوسه د دغې زلزلې له امله د احتمالي اوښتو زیانونو په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

له دې سره سم، دغه زلزله په پاکستان کې هم احساس شوې، خو هلته هم د احتمالي اوښتو زیانونو په تړاو څه معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د خیبر په ملاګوري کې د طالبانو یوه ناچاودې بې‌پیلوټه الوتکه لوېدلې

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۳۴ GMT+۱
د خیبر په ملاګوري کې د طالبانو یوه ناچاودې بې‌پیلوټه الوتکه لوېدلې
100%

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په ملاګوري سیمه کې یوه ناچاودې بې‌پیلوټه الوتکه لوېدلې ده. د خیبر ولسوالۍ چارواکو ادعا کړې، چې دغه بې‌پیلوټه الوتکه د چارشنبې ورځې سهار له افغانستان څخه ور اوښتې وه. د سیمې خلکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ډرون روغ پر ځمکه ولوېد.

د دې پېښې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې چې د لوېدلې ډرون الوتکې پاتې شوني پکې ښکاري.

ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې الوتکه له استوګنیزو سیمو لرې لوېدلې او وروسته پولیسو د احتیاطي تدابیرو په ترڅ کې چاودولې ده.

د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه بې‌پیلوټه الوتکه د چارشنبې ورځې سهار شاوخوا پنځه بجې د افغانستان له لوري له کرښې اوښتې او د خیبر ولسوالۍ د ملاګوري سیمې ته هغه مهال ننوتې چې هلته د «لاوړه مېله» روانه وه.
سرچینې وایي، له لوېدو وروسته پولیس او امنیتي ځواکونه سملاسي سیمې ته ورسېدل، سیمه یې کلابنده کړه او د عامو خلکو تګ راتګ یې محدود کړ. پولیس ادعا کوي چې الوتکه یې غیرفعاله کړې او پکې موجود چاودېدونکي مواد یې په خوندي ډول له منځه وړي دي. د دې پېښې له امله د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د پولیسو په وینا، د پېښې بېلابېل اړخونه تر څېړنې لاندې دي، څو د بې‌پیلوټه الوتکې ډول، احتمالي موخه او له کرښې هاخوا د هغې د راتګ څرنګوالی روښانه شي.
یو سیمه‌ییز عیني شاهد شاه عالم خان افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې بې‌پیلوټه الوتکه د لوېدو پر مهال نه وه چاودېدلې.
د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، د دغې بې‌پیلوټه الوتکې ظاهري جوړښت د طالبانو له هغو ډرونونو سره ورته والی لري چې مخکې هم لیدل شوي، خو تر اوسه د دې الوتکې د اصلي مالکیت په اړه خپلواک تایید نه دی شوی.
طالبانو هم تر دې دمه د دې پېښې او د ملاګوري په سیمه کې د بې‌پیلوټه الوتکې د لوېدو په اړه څه نه دي ویلي.

ټي ټي پي ادعا کړې چې په جون میاشت کې یې په پاکستان کې ۳۳۶ بریدونه کړي دي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۰۷ GMT+۱
ټي ټي پي ادعا کړې چې په جون میاشت کې یې په پاکستان کې ۳۳۶ بریدونه کړي دي
100%

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د «خیبر عملیاتو» تر نامه لاندې د ۲۰۲۶ کال د جون میاشتې د پوځي فعالیتونو راپور خپور کړی او ادعا یې کړې چې په دې موده کې یې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې ۳۳۶ بریدونه کړي دي.

د دې ډلې د خپاره شوي راپور له مخې، تر ټولو ډېر بریدونه په جنوبي وزیرستان کې شوي، چې شمېر یې ۹۲ ته رسېږي. له هغې وروسته شمالي وزیرستان کې ۵۱، باجوړ کې ۲۶، پېښور کې ۲۳، بنو کې ۲۱، ډېره اسماعیل خان کې ۲۰ او ټانک کې ۱۷ بریدونه ثبت شوي دي.

ټي ټي پي ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ۳۵۴ غړي وژل شوي او ۴۱۴ نور ټپیان شوي، چې د دوی په وینا، د مرګ‌ژوبلې ټولیز شمېر ۷۶۸ کسانو ته رسېږي. دغې ډلې همداراز ویلي، ۵۱ امنیتي کسان یې نیولي دي.

په راپور کې راغلي چې د بریدونو ډېره برخه د سنایپر، چریکي، لاسي بمونو، هدفي، کمین او توغندیزو بریدونو په بڼه ترسره شوې ده.

ټي ټي پي همداراز ادعا کړې چې په دغو عملیاتو کې یې د پاکستان د پوځ، سرحدي ځواکونو، پولیسو، د ترهګرۍ ضد ادارې او استخباراتي شبکو ته زیانونه اړولي دي.

د راپور له مخې، په بریدونو کې ۶۱ پوځي او ملکي وسایط، ۵۴ امنیتي کامرې، د اوبو، انرژۍ او مخابراتو ۲۵ تاسیسات او یو شمېر نور پوځي تجهیزات هم ویجاړ شوي دي.

د ټي ټي پي دغه ادعاوې تر اوسه د پاکستان حکومت یا پوځ نه دي تایید کړې.

عبدالسلام حنفي: ګاونډیان دې خپل پرمختګ د افغانستان په تخریب کې نه لټوي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۱
عبدالسلام حنفي: ګاونډیان دې خپل پرمختګ د افغانستان په تخریب کې نه لټوي
100%

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، چې ګاونډيان دې خپل پرمختګ د افغانستان په تخریب کې نه لټوي. هغه زیاته کړه :«هغه هېوادونه چې مخکې یې دلته په جګړه کې پانګونه کوله اوس دې د کانونو، انرژۍ او نورو برخو کې پانګونه وکړي، چې دواړه خواوو ته یې ګټه ورسېږي».

عبدالسلام حنفي د صنعت او کانونو اونۍ پنځم نړۍوال نندارتون په پرانیستې مراسمو کې وویل، چې ګاونډي هېوادونه دې له افغانستان سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او خپله انرژي دې د جګړې او تخریب پر ځای په پرمختګ او د ملتونو په جوړولو ولګوي.

هغه دا هم ویلي: «هیڅ ګاونډی نه‌شي کولی بل له‌منځه یوسي، ان که یو پیاوړی او بل کمزوری هم وي». نوموړي‌ د کوم هېواد نوم وانه‌خسیت؛ خو د خبرو ډېره اشاره یې پاکستان او د هغه هېواد وروستیو بریدونو ته وه.
نوموړي یو ځل بیا وویل، دوی له ګاونډیو، سیمه‌ییزو او ټولو هېوادونو سره پر متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي او خبرداری یې ورکړ که څوک په افغانستان کې مداخله او یا تېری کوي دوی به یې دفاع کوي.

حنفي په همدې مراسمو کې ویلي، چې افغانستان دامهال د کانونو بېلابېلې زېرمې لري او د کورنیو پانګه‌والو ترڅنګ بهرني سوداګر دې په دې برخه کې پانګونه وکړي. نوموړي‌ ویلي، هڅه کوي افغانستان د وارداتي‌ پر ځای په صادراتي هېواد بدل کړي.

حنفي زیاته کړه، چې دامهال په افغانستان کې د واک او زور جزیرې یې ختمې کړې او د نشه‌يي‌ توکو په وړاندې یې مبارزه هم جدي ده. د هغه په خبره؛ دامهال یې په افغانستان کې سل سلنه د نشه‌يي‌ توکو کښت او قاچاق له‌منځه وړی او سرغړونکو سره جدي چلند کېږي.

هغه زیاته کړه: «د افغانستان په هیڅ نقطه کې هیڅ کس او ډلې ته اجازه نه‌شته، چې د یوه ذره نشه‌يي‌ توکو کښت او یا قاچاق وکړي؛ که څوک سرغړونه کوي د میاشتو او کلونو بند سزا به ويني».

هغه وویل، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له یوشمېر ننګونو سره هم مخ دي او هغه کسان یې په وړاندې مخالفت کوي چې د نشه‌يي‌ توکو د کر او قاچاق ګټې یې زیانمنې شوې دي. نوموړي له نړۍوالو یو وار بیا غوښتي، چې افغان کروندګرو ته د بدیلو کښتونو په برابرولو کې همکاري وکړي.