ننګرهار کې د یوې موسسې کارمندانو شکایت: له دوه نيمو مياشتو راهيسې یې معاشونه نهدي راکړي

ننګرهار کې د اېارسيای (د افغانستان د مقاومت او اقلیم نوښت) موسسې يو شمېر کارمندانو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په رالېږلي پيغام کې ادعا کړې، چې له نږدې دوه نيمو مياشتو راهيسې يې معاشونه نه دي ورکړل شوي او له سختو اقتصادي او معيشتي ستونزو سره مخ دي.
