په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی: د امریکا پر اډو زموږ بریدونه «مشروع دفاع» وه

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازي امیر سعید ایرواني وویل، چې متحده ایالاتو او اسراییل د خبرو اترو په اوج کې «دوه ځله له ډیپلوماسۍ سره خیانت وکړ» او د ایران پر ضد یې «یرغلیزه جګړه» پیل کړه.
هغه همداراز د امریکا پر پوځي اډو د ایران بریدونه «مشروع دفاع» وبلل او امریکا یې تورنه کړه، چې د بریدونو پر مهال یې ملکي وګړي او ملکي تاسیسات په نښه کړي دي.
هغه وویل: «د بریدونو پر مهال، متحده ایالاتو په قصدي ډول ملکي وګړي او ملکي بنسټونه، لکه روغتونونه، ورزشي تاسیسات، ښوونځي او فرهنګي ځایونه په نښه کړل».
