• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

نویده خوشبو
نویده خوشبو

افغانستان انټرنشنل - پښتو

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۸ GMT+۱

افغانستان کې د جمهوري نظام سقوط، چې د ۲۰۲۱ د اګست پر پنځلسمه رامنځته شو، کوم پوځې بدلون نه بلکې د ناسمې محاسبې، بېځایه خوشبینۍ او د واقعیت له پامه غورځولو پایله وه.حکومت د نظام پر دوام او نړیوالو د طالبانو پر بدلون باور درلود او ښکاره نښې جدي ونه ګڼل شوې چې پایله یې نن سبا ګورو.

په ړندو سترګو پرېکړه؛
د درې نیم کلنې لور کوچنی لاس مې نیولی و او د سړک پر غاړه ولاړه وم. د ټرافیکي نښې ته مې کتل چې کله شنه شي، له سړکه واوړو. زما تر څنګ نور کسان هم ولاړ وو. کله چې دواړو خواوو ته موټر نه ښکارېدل، هغوی په چټکۍ بلې غاړې ته واوښتل.

زه هم ورپسې روانه شوم. ناڅاپه مې لور لاس راکښه او د بل لاس د شهادت په ګوته یې نښې ته اشاره وکړه.

نښه لا هم سره روښانه وه او د اوښتو اجازه نه وه. هماغه شېبه پوه شوم چې انسان کله ناکله د نورو د حرکت تر اغېز لاندې راځي، خو سمه پرېکړه د نښې په لیدلو او د ګواښ په درک پورې تړلې ده.

د سقوط سیاسي معنا
په شخصي ژوند کې ناسم تصمیم یو کس زیانمنوي، خو په سیاست کې بې‌محاسبې پرېکړه د ټول ملت برخلیک بدلوي. د افغانستان سقوط، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه رامنځته شو، د کمزورې ارزونې، ناسمې محاسبې او بې‌بنسټه باور څرګنده بېلګه وه. دا پېښه د طالبانو د پوځي پرمختګ تر څنګ، د سیاسي بې‌باورۍ، کمزورې مشرتابه او د نړیوالو د ناسم تحلیل پایله هم وه.

د کابل ناسمې محاسبې
د محمد اشرف غني حکومت تر وروستیو ورځو پورې باور درلود چې نظام به پاتې شي، امنیتي ځواکونه به مقاومت وکړي او نړیوال ملاتړ به دوام ومومي. خو د نظام دننه ستونزې، د خلکو او حکومت تر منځ واټن، د سیاسي مشرانو بې‌باوري، د امنیتي ادارو ګډوډي او فساد هغه نښې وې چې باید جدي نیول شوې وای. حکومت پر واقعیتونو د تکیې پر ځای هیلو ته مخه کړه او د ګواښ د منلو پر ځای یې د ډاډ ژبه غوره کړه.
د ۲۰۲۱ کال جولای د جمهوریت لپاره د وروستي خبرداري میاشت وه. په همدې موده کې د نظام د کمزورېدو نښې څرګندې شوې. د جولای په دوهمه امریکايي ځواکونه له بګرام هوايي اډې ووتل او همداراز تر نیمایي پورې د نړیوال ائتلاف ډېری ځواکونه هم له هېواده ووتل. طالبانو مهم سرحدي بندرونه ونیول او د جولای په ۲۱مه اعلان وشو چې هغوی د هېواد د شاوخوا نیمایي ولسوالیو کنټرول لري. جګړه له لرې پرتو سیمو د هرات، کندهار او لښکرګاه تر دروازو ورسېده. که څه هم هوايي بریدونه بیا پیل شول، خو د جګړې مسیر بدل نه شو. دا ټولې پېښې د بېړني اقدام نښې وې، خو په کابل کې لا هم خوشبیني موجوده وه او نړیوالې ټولنې لا هم د یوه سیاسي حل تمه لرله.


د نړیوالې ټولنې خوشبیني
نړیوالې ټولنې هم د طالبانو په اړه له احتیاطه لرې محاسبه وکړه. داسې انګېرل کېده چې هغوی به بدل شوي وي، سیاسي مشارکت ته به غاړه کېږدي او د زور له لارې به واک نه نیسي. خو په عمل کې طالبانو اوربند ته ژمنتیا ونه ښوده، د سیمو نیول یې چټک کړل او د سیاسي جوړجاړي پر ځای یې د بشپړ واک لاره غوره کړه.

د افغانستان د بیارغونې د ځانګړي مفتش (سیګار) څېړنې دا سقوط د شواهدو له مخې تشریح کوي. د دې موندنو له مخې، د افغان ځواکونو د سقوط مهم عامل د بهرنیو ځواکونو او قراردادیانو وتل وو، ځکه هغوی د هوايي ملاتړ، لوژستیک او تخنیکي ساتنې لپاره پر بهرني ملاتړ متکي وو. کله چې دا ملاتړ ودرېد، د ځواکونو روحیه او توان هم کم شو. همدارنګه، په دوحه کې د امریکا او طالبانو تړون او د وتلو اعلان افغان ځواکونو ته دا پیغام ورکړ چې نړیوال ملاتړ پای ته رسېږي. دې حالت د بې‌باورۍ فضا پیاوړې کړه. کمزورې مشرتابه، فساد او د روښانه ستراتیژۍ نشتوالی هم د سقوط له مهمو عواملو څخه وو.

له سقوط وروسته واقعیت او د تاریخ درس
تر سقوط وروسته څرګنده شوه چې د طالبانو د بدلون په اړه خوشبیني له واقعیت سره برابره نه وه. د ملګرو ملتونو راپورونو د خپلسرو نیونو، شکنجې، د بیان د محدودولو او د ښځو پر حقونو د بندیزونو بېلګې ثبت کړې. دا ښيي چې تمې د شواهدو پر ځای ولاړې وې.
د افغانستان پرځېدل کوم پوځي بدلون نه و، بلکې د هغو سیاسي محاسبو پایلې وې چې له واقعیتونو لرې شوې وې. په کابل کې واکمنو کړیو د نظام پر دوام زیات باور درلود او نړیوالو د طالبانو په اړه بې‌ځایه خوشبیني وښوده. کله چې پرېکړې پر تمو ولاړې شي، پایله یې بحران او بې‌ثباتي وي.
زما د کوچنۍ لور هغه ساده اشاره تر ډېرو سیاسي تحلیلونو ژوره وه. هغې وښوده چې حقیقت تل د خلکو د حرکت په لوري نه وي؛ کله ناکله په هغه نښه کې وي چې نور یې له پامه غورځوي. د افغانستان د جمهوریت کیسه هم همداسې ده. ګواښ موجود و او نښې څرګندې وې، خو ډېر کسان د پېښو له بهیر سره روان وو. تاریخ بیا وښوده چې د واقعیت له پامه غورځول ګواښ له منځه نه وړي، بیه یې لوړوي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵

ملا محمد حسن اخوند: افغانستان له اقتصادي، نظامي او سیاسي پلوه یو خپلواک هېواد دی

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: د کابل او اسلام اباد د ډیپلوماتیکو استازولیو په وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۴ GMT+۱
پاکستان: د کابل او اسلام اباد د ډیپلوماتیکو استازولیو په وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ډیپلوماتیکو استازولیو په وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او د دواړو هېوادونو د استازو حیثیت لا هم د پخوا په څېر دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ په اونیز خبري کنفرانس کې هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د دواړو هېوادونو د استازولیو ډیپلوماتیکې کچې کې بدلون راغلی دی.

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې په وروستیو کې دواړو هېوادونو د یو بل د استازو د احضارولو پر مهال د «شارژدافیر» اصطلاح وکارول شوه، حال دا چې پاکستان او طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې د خپلو استازولیو مشران د سفیر تر کچې لوړ کړي وو.

اندرابي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «په کابل او اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو د استازولیو او د استازو په ډیپلوماتیک حیثیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او وضعیت هماغه دی چې مخکې و».

د راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو د استازولیو د کچې لوړولو په بهیر کې چین د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د منځګړیتوب او هڅونې رول لوبولی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پاکستان، افغانستان او ازبکستان د ټرانس افغان اورګاډي او نورو ګډو اقتصادي پروژو د راتلونکې په اړه وویل چې دا مهال تازه معلومات نه لري او وروسته به یې شریک کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان اساسي دریځ لا هم دا دی چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره ونه کارول شي.

اندرابي زیاته کړه، تر هغه چې دا امنیتي ستونزه هواره نه شي، تګ راتګ او سوداګري به اغېزمنه پاتې شي او له همدې امله به د ټرانس افغان اورګاډي او د کاسا- ۱۰۰۰ په څېر ګډو اقتصادي پروژو پرمختګ هم له خنډونو سره مخ وي.

ملا محمد حسن اخوند د کابل ـ جلال اباد د دویم لین سړک د جوړولو له پروژې لیدنه کړې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۱۹ GMT+۱
ملا محمد حسن اخوند د کابل ـ جلال اباد د دویم لین سړک د جوړولو له پروژې لیدنه کړې
100%

د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د پنجشنبې په ورځ د کابل سروبي ولسوالۍ ته سفر کړی او د کابل ـ جلال اباد د دویم لین سړک جوړولو پروژې څخه یې لیدنه کړې ده.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۱مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ملا محمد حسن اخوند د ټولګټو چارو وزارت رهبرۍ، د خصوصيي شرکتونو مسوولانو او کارکوونکو ته د یاد سړک د چارو پر وخت او په ښه کیفیت بشپړولو سپارښتنه کړې ده.

د طالبانو رییس الوزرا ویلي، چې د یاد سړک په بشپړېدو سره به ترانسپورتی اسانتیاوې، ټرانزیټ، د خلکو په تګ راتګ او د سیمي په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم بدلون، سهولت او پرمختګ راشي.

طالبانو ویلي، چې د کابل ـ جلال اباد دویم سړک په دریو برخو کې جوړیږي، چې د کابل له لوري د ۳۲ کلومتره د دویم سکشن رغنیزې چارې شاوخوا ۲۰ سلنه پرمختګ لري، د ننګرهار له لوري د ۲۲ کیلومتره لومړي سکشن چارې هم روانې دي او د درېیم سکشن د سروې او ډیزاین چارې هم روانې دي، چې له بشپړېدو وروسته به یې عملي کارونه پیل شي.

طالبانو په بلخ کې د بيهقي کتابپلورنځي تاریخي ودانۍ ونړوله

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۵۵ GMT+۱
طالبانو په بلخ کې د بيهقي کتابپلورنځي تاریخي ودانۍ ونړوله
100%

د بلخ ولایت د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، طالبانو په مزار شریف ښار کې د بيهقي تاریخي کتابپلورنځي ودانۍ د سوداګریز مارکیټ د جوړولو په موخه نړولې ده. دغه سیمه مخکې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند وه، خو اوس طالبانو ښاروالۍ ته سپارلې ده.

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو ښاروالۍ لږ تر لږه د بيهقي کتابپلورنځي ودانۍ او شاوخوا ۲۰ نور دوکانونه وران کړي دي. د راپورونو له مخې، دوکاندارانو ته یوازې یوه ورځ وخت ورکړل شوی و چې خپل توکي وباسي.

چارواکو ویلي چې په دې ځای کې به نوی سوداګریز مارکیټ جوړ شي، خو د سرچینو په وینا، لا تر اوسه د مارکېټ جوړولو قرارداد له شرکتونو سره نهایی شوی نه دی.

یو دوکاندار وویل چې په دې سیمه کې لږ تر لږه ۲۲ دوکانونه نړول شوي او ټوله ساحه شاوخوا ۵۰۰ متره مربع ده.

دا ځمکه له کلونو راهیسې د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست پورې تړلې وه.

راپورونه دا هم وايي چې د طالبانو ښاروالي غواړي په یاده سیمه کې د «سلام مخابراتي شبکې» ودانۍ او د پوستې دفتر هم ونړوي او هغوی ته یې د تخلیې امر کړی دی.

د بيهقي کتابپلورنځي ودانۍ د مزار شریف له مهمو تاریخي نښو څخه ګڼل کېده. دا ودانۍ د اسلامي معمارۍ په بڼه جوړه شوې وه او د روضې له ودانۍ سره یې هنري تړاو درلود. د نیلي رنګ کاشیانو او مینیاتوري نقاشیو له امله یې ځانګړی تاریخي ارزښت درلود او د کارپوهانو په وینا، شاوخوا یوه پېړۍ عمر یې درلود.

د بشري حقونو یوې اتحادیې ویلي چې دا اقدام د افغانستان د فرهنګي میراث د له منځه وړلو د اندېښمنوونکي بهیر یوه برخه ده. دوی ټینګار کړی چې د تاریخي او فرهنګي نښو له منځه وړل یوازې د ودانیو ویجاړول نه دي، بلکې د یوې ټولنې د ګډې حافظې او هویت د له منځه وړلو معنا لري.

دغه بنسټ له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د افغانستان د فرهنګي میراث د ساتنې لپاره بیړنۍ پاملرنه وکړي.

روسیه پر دې غور کوي چې خپله یوه برخه تېل د پروسس لپاره افغانستان ته ولېږدوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۶ GMT+۱
روسیه پر دې غور کوي چې خپله یوه برخه تېل د پروسس لپاره افغانستان ته ولېږدوي
100%

د طالبانو اداره او مسکو پر یوه نوې طرحه کار کوي، چې له مخې یې د تاتارستان په ګډون د روسیې تېل افغانستان ته صادرېږي، هلته به په افغاني تصفیه خونو کې پروسس کېږي او بیا به د پټرولو او ډیزلو په بڼه بېرته روسیې ته لېږدول کیږي.

په کابل کې د روسیې د سوداګریز مرکز مسوول رستم حبیب الله ددغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان د نفتو د تصفیې فابریکو کلنی ظرفیت له یو میلیون ټنو زیات دی او ټاکل شوې ده چې د روسي شرکتونو په همکارۍ دوه نورې سترې د نفتو د تصفیې فابریکې هم جوړې شي.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د نفتو هغه څاګانې بېرته فعالېږي چې د پخواني شوروي اتحاد له دورې راهیسې تړلې وې.نوموړي ویلي، چې که څه هم د نفتو تولید مخ په زیاتېدو دی، خو لا هم د هېواد د موجودو تصفیه خونو د بشپړ ظرفیت د فعالولو لپاره بسنه نه کوي.

رستم حبیب الله ویلي، دواړه لوري د نفتو او سون توکو د متقابلې تبادلې پر میکانیزم کار کوي، خو د احتمالي هوکړې د وخت او حجم په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې روسیه د سون توکو د وارداتو د پراخولو هڅه کوي.

د راپور له مخې، روسیې ته له هند څخه د ۶۰ ټنه پټرولو بار وړونکي دوه ټانکرونه لېږدول کېږي، ۵۰ ټنه نور به له قزاقستان څخه ور رسېږي او مسکو له بېلاروس څخه د سون توکو د پېرلو لپاره هم چمتووالی ښودلی دی.

د چاپېریال او انرژۍ د برخې شنونکي خبرداری ورکوي چې د نفتو د تصفیې صنعت، که له نړیوالو چاپېریالي معیارونو سره سم مدیریت نه شي، هوا، اوبه او خاورې ککړولی شي.

طالبانو په هوايي ډګرونو او سرحدي لارو کې د ۴۵ قاچاقبرانو د نیولو خبر ور کړی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۵۴ GMT+۱
طالبانو په هوايي ډګرونو او سرحدي لارو کې د ۴۵ قاچاقبرانو د نیولو خبر ور کړی
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې د کابل او کندهار د هوايي ډګرونو په ګډون په اسلام کلا او سپین بولدک کې ۴۵ تنه د نشه‌يي توکو او پیسو د قاچاق او نورو جرمونو په تور نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ ۱۱مه ویلي، چې سرحدي ځواکونو یې په تېره یوه اونۍ کې د کندهار په نړۍوال هوايي ډګر کې ۳۱۱۰ کیلوګرامه ومان بوټي چې په نشه‌يي توکو کې کارول کېږي، نیولي.

د یاد وزارت په وینا، په کابل نړۍوال هوايي ډګر او د اسلام کلا او سپین بولدک په کمېساریو کې هم د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۴۵ کسان نیول شوي دي.

طالبانو ویلي، یاد کسان یې د نشه‌يي توکو د قاچاق، د جعل او تزویر او نورو جرمونو په تورونو نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د اسلام کلا په کمېسارۍ کې یې د ۴۹۰ میلیونه ایراني تومانو د قاچاق مخه هم نیولې ده.