• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي په بغلان کې یې نږدې ۱۰۰زره کیلو ګرامه بېلابېل نشه‌يي توکي سوځولي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۰۹ GMT+۱

په بغلان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د طالب چارواکو په حضور کې یې څه باندې ۹۳زره کیلو ګرامه بېلابېل نشه‌يي توکي د پلخمري ښار په کرکر سیمه کې سوځولي. یاده اداره زیاتوي، چې دغه نشه‌يي‌ توکي یې په تېرو پنځو کلونو کې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال کشف او نیولي وو.

په بغلان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند شېراحمد برهاني وايي، چې په سوځول شویو نشه‌يي توکو کې ۵۵زره او ۷۸۳ کیلو ګرامه چرس، ۲زره او ۲۴۷ کیلو ګرامه تاریاک، ۴زره او ۳۶۱ کیلو ګرامه شیشه، ۲زره او ۳۰۹ کیلو ګرامه هیرویین، ۲زره او ۱۹۵ لیټره شراب، ۴۹۲ کیلو ګرامه تخمیر شوي ممیز او ۲۷زره او ۸۶۴ د ټراماډول ګولۍ شاملې وې.

نوموړی زیاتوي، د دغه نشه‌يي‌ توکو یوه برخه نورو ولایتونو ته د قاچاق پرمهال نیول شوې. د دغه ولایت طالب مسوولین خبرداری ورکوي، چې هېچا ته به د نشه‌يي توکو د کر، تولید او قاچاق اجازه ورنه کړل شي او د یادې پدیدې پر وړاندې به مبارزه په جدي ډول روانه وي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۳

طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

۴
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۵

د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي

•
•
•

نور کیسې

په هرات کې ۳ کسان د الکولي مشروباتو د تولید په تړاو نیول شوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۴۸ GMT+۱
په هرات کې ۳ کسان د الکولي مشروباتو د تولید په تړاو نیول شوي
100%

د هرات لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، ۳ کسان یې د الکولي مشروباتو د تولید او خرڅلاوی په تړاو نیولي دي. د دغې قومندانۍ ویاند زیاتوي، دغه کسان د هرات ښار د دویمې امنیتي حوزې له شاوخوا سیمو په یو لړ موخه‌ییزو عملیاتو کې نیول شوي دي.

د هرات لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې موخه‌ییزو عملیاتو کې یوه اندازه تولید شوي الکولي مشروبات، تخمیر شوي مواد او اړوند نور وسایل هم ترلاسه شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، دغه کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته د قانوني طی مراحلو لپاره اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

د یوه بل خبر له‌مخې، د هرات ښار د شپږمې امنیتي حوزې له اړوندو سیمو دوه غلا شوي موټر له ترلاسه کېدو وروسته اصلي مالکانو ته سپارل شوي او په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.

چینایي کارګرو د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې د لویې لارې رغونه بېرته پیل کړه

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۱
چینایي کارګرو د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې د لویې لارې رغونه بېرته پیل کړه
100%

چینايي کارګرو له څو میاشتو ځنډ وروسته، چې د خونړیو امنیتي بریدونو له امله رامنځته شوی و، د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې د دوشنبې–کولما لویې لارې د یوې برخې د جوړولو چارې بېرته پیل کړې دي.

د دغې لویې لارې رغنیزې چارې تېر کال وروسته له هغې ودرول شوې چې چین، د امنیتي اندېښنو له امله، خپل وګړي د تاجیکستان له سرحدي سیمو وایستل.

تېر کال په دوو جلا بریدونو کې یو شمېر چینايي وګړي په تاجیکستان کې ووژل شول او ټپیان شول.

د لومړي برید پر مهال، چې د عقرب په میاشت کې ترسره شو، ناپېژاندو وسله‌والو د تاجکستان د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ د زربوز درې په سیمه کې پر یوې چینايي ډله برید وکړ. په دغه برید کې یو چینايي وګړی ووژل شو او پنځه نور کسان، چې څلور یې چینایان وو، ټپیان شول.

څو اوونۍ وروسته، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د لیندۍ د پنځمې په شپه د ختلان ولایت د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ د «شاهین ایس ایم» شرکت د کارکوونکو پر کمپ بل برید شوی دی.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، دا برید د افغانستان له خاورې ترسره شوی، چې په پایله کې یې درې چینايي وګړي ووژل شول او یو بل ټپي شو.

دغه وزارت هغه مهال ویلي وو چې په برید کې په افغانستان کې مېشتې «جرمي ډلې» لاس لري او دا یې په کلکو ټکو غندلی و.

اوس، د دغو بریدونو له څه باندې اوو میاشتو وروسته، د تاجکستان چارواکو بیجینګ ته ډاډ ورکړی چې د چینايي کارګرو د خوندیتوب لپاره به امنیتي تدابیر نور هم پیاوړي کړي.

د تاجکستان د دفاع وزارت هم اعلان کړی چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه او چینايي ځواکونه به د روان کال په سپټمبر میاشت کې په تاجکستان کې ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړي.

تاجکستان او چین د روان کال په مې میاشت کې د دوستۍ تړون لاسلیک کړی، چې د هغه په تعقیب له چینايي شرکتونو سره د شاوخوا اته میلیارده ډالرو په ارزښت د اقتصادي او پراختیايي تړونونو د لاسلیک زمینه هم برابره شوې ده.

طالبان: په تېرو درېیو میاشتو کې مو په تخار کې د جنایي جرمونو په تور ۴۳۳ کسان نیولي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۱۸ GMT+۱
طالبان: په تېرو درېیو میاشتو کې مو په تخار کې د جنایي جرمونو په تور ۴۳۳ کسان نیولي
100%

تخار کې د‌ طالبانو امنیه قوماندانۍ اعلان کړی چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې په دغه ولایت کې لږ تر لږه ۴۳۳ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي. د دغې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، یاد کسان د تخار په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې نیول شوي دي.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په نیول شویو کسانو کې د قتل، غلا، وهلو ډبولو او د انسان تښتونې په قضیو کې ښکېل تورن شامل دي. همدارنګه ویل شوي چې یو شمېر نور کسان د قاچاق، جعل او تزویر، قمار او د نامشروع اړیکو د لرلو په تور تر څارنې لاندې نیول شوي او توقیف ځایونو ته لېږدول شوي دي.

د تخار د امنیه قوماندانۍ مسوولینو زیاته کړې، چې د دغو ټولو نیول شویو کسانو دوسیو ته د رسېدنې لپاره لومړنۍ څېړنې او پلټنې بشپړې شوې دي. خبرپاڼه زیاتوي، د نیول شویو کسانو دوسیې د وروستیو پرېکړو او قانوني ګامونو د پورته کولو په موخه اړوندو طالب عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تخار او یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې د جنايي جرمونو او غلاو په اړه د سیمې د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې شوي او د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي د امنیت د ټینګښت لپاره یې په بېلابېلو سیمو کې خپل کنټرول او ګزمې زیاتې کړې دي.

د اروپايي پارلمان غړې: جرمني د طالبانو د باج‌غوښتنې پر وړاندې تسلیم شوی

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۳ GMT+۱
د اروپايي پارلمان غړې: جرمني د طالبانو د باج‌غوښتنې پر وړاندې تسلیم شوی
100%

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن ویلي، له جرمني څخه افغانستان ته د افغان کډوالو ستنول یوه «احمقانه» پرېکړه ده او دا کار اروپا د طالبانو د فشارونو او باج‌غوښتنې پر وړاندې زیانمنوي.

نیومن، چې د جرمني تبعه هم ده، د چهارشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، جرمني د طالبانو د باج‌غوښتنې پر وړاندې تسلیم شوی او نه غواړي چې نور اروپايي هېوادونه هم همدا لاره خپله کړي.

هغې وویل، هغه افغانان چې په جرمني کې پر جرمونو محکوم شوي، باید هماغلته خپلې قانوني سزاوې تېرې کړي، نه دا چې خوشې او افغانستان ته ولېږدول شي.

د هغې په وینا، طالبان به دغه کسان زنداني نه کړي او جرمني د هغوی په لېږلو سره په افغانستان کې د ښځو امنیت له جدي ګواښ سره مخ کوي او د جنسي تاوتریخوالي ګواښ زیاتوي.

د اروپايي پارلمان دغې غړې زیاته کړه، افغانستان ته د افغانانو ایستل نه یوازې امنیتي ستونزې رامنځته کوي، بلکې اروپا د طالبانو د سیاسي فشارونو او امتیاز غوښتنو پر وړاندې هم کمزورې کوي.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د جرمني دریځ بدل شوی او دا هېواد له طالبانو سره د خبرو اترو پیل کوونکی لومړنی اروپايي هېواد شو، وویل چې جرمني د هغې په ټکو «د طالبانو په پوپولیستي دام کې» ایسار شوی دی.

د نیومن په وینا، اوس په جرمني کې غالب نظر دا دی چې افغان نارینه، که هرې پایلې ولري، باید د جرمونو له محکومېدو وروسته له هېواده وایستل شي.

هغې همداراز په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ او په برلین کې د سفارت د چارو طالبانو ته د سپارلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، دې اقدام د هغو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی چې د طالبانو له واکمنۍ تښتېدلي دي.

د هغې په خبره، د دغو استازولیو له لارې طالبان د هغو افغانانو معلوماتو او شخصي اسنادو ته لاسرسی موندلی شي چې له دې ډلې تښتېدلي دي، او دا وضعیت ښايي طالبانو ته دا زمینه برابره کړي چې خپل مخالفان حتی له افغانستانه بهر هم په نښه کړي.

نیومن د طالبانو د یوه پلاوي بروکسل ته د بلنې په اړه هم وویل، پوهېږي چې دې اقدام ډېری افغانان ناهیلي کړي دي.

هغې ټینګار وکړ چې تخنیکي خبرې باید په کابل کې ترسره شي او هېڅ اړتیا نه وه چې د طالبانو پلاوی یوه اروپايي هېواد ته وبلل شي.

د اروپايي پارلمان دغې غړې وویل، اروپايي ټولنې پنځه کاله وړاندې له طالبانو سره د تعامل لپاره روښانه شرطونه ټاکلي وو، چې په کې د بشري حقونو درناوی، د ټولګډونه حکومت جوړول، بشري مرستو ته د ټولو لاسرسی او د ترهګرو ډلو لپاره د خوندي پناه ځایونو د مخنیوي تضمین شامل وو.

هغې زیاته کړه، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دغه ټول معیارونه لا پسې خراب شوي، نو ځکه نه پوهېږي چې ولې اوس له طالبانو سره د چلند لپاره «بېل معیار» غوره شوی دی.

نیومن دا هم وویل چې د اروپايي ټولنې هغه کمیسیون، چې د طالبانو پلاوی یې بروکسل ته وربللی و، د اروپايي پارلمان له لوري د وضاحت ورکولو لپاره وربلل شوی، څو څرګنده کړي چې په دغو لیدنو کې کومې موضوعګانې مطرح شوې، د طالبانو ځوابونه څه وو او د خبرو پایلې څه دي.

تهران کې د طالبانو سفیر له ایراني چارواکو سره د افغان کډوالو او سوداګرو پر ستونزو غږېدلی

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۵۴ GMT+۱
تهران کې د طالبانو سفیر له ایراني چارواکو سره د افغان کډوالو او سوداګرو پر ستونزو غږېدلی
100%

په تهران کې د طالبانو د سفارت سرپرست فضل‌محمد حقاني د ایران اسلامي جمهوریت د عالي دیوان له مشر حجت الاسلام جعفر منتظري سره کتلي او په ایران کې یې د مېشتو افغان کډوالو او بندیانو پر ستونزو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د شته ستونزو پر حل ټینګار وکړ.

د طالبانو د سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې په ایران کې د افغان سوداګرو د بانکي حسابونو د بندېدو موضوع په تفصیلي توګه وڅېړل شوه. فضل‌محمد حقاني له ایراني لوري وغوښتل چې د افغان کډوالو او سوداګرو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د هغوی د بانکي حسابونو د خلاصولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

په دغه کتنه کې د افغان بندیانو د وضعیت په اړه هم خبرې وشوې او د طالبانو استازي د هغوی د حقوقي او قانوني ستونزو د هواري غوښتنه وکړه. د اسلامي جمهوریت د عاالي دیوان رییس جعفر منتظري په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د افغان کډوالو او سوداګرو ستونزې به وڅېړي.

د طالبانو سفارت ویلي چې د دا ډول لیدنو هدف د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول او د هغو ستونزو هوارول دي چې په ایران کې مېشت افغانان ورسره مخامخ دي. دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې مېشت افغان کډوال تل د بانکي خدماتو د نشتوالي او نورو ټولنیزو محدودیتونو له امله شکایت کوي.

د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ اړیکې د عملي همکارۍ او ژورې بې‌اعتمادۍ ترکیب دی، چې په کې د هلمند د اوبو پر سر اختلاف د تر ټولو لویې جنجالي نقطې په توګه پاتې شوی او په ۲۰۲۳ کال کې د دواړو لورو ترمنځ د درنو نښتو لامل هم شو. له بلې خوا، په کابل کې د اسلامي جمهوریت سفیر علیرضا بیکدلي په دې وروستیو کې ویلي چې د دوی اړیکې په یو رغونکي مسیر کې دي، خو په ورته وخت کې له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ لا هم په چټکۍ سره دوام لري.