• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۰۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو استوګنې ادارې (UN-Habitat) ویلي، د اټکل له مخې به په افغانستان کې تر ۲۰۶۰ کال پورې له هرو دوو کسانو یو په ښار کې ژوند کوي. یادې ادارې خبراری ورکړی، چې د هېواد ډېری ښارونه لاهم د دغه چټکې ښاري پراختیا لپاره چمتو نه‌دي.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) ویلي، که خوندي او مناسب چاپېریال ته لومړیتوب ورکړل شي؛ نو کېدای شي داسې ښارونه جوړ شي چې هر څوک په‌کې د ښه او باکیفیته ژوند له فرصتونو برخمن وي.

له دې سره به د خلکو یوه لویه برخه له کلیوالو سیمو څخه ښارونو ته کډه کوي او په ښارونو کې به د نفوس شمېر په چټکۍ سره لوړ شي. د ملګرو ملتونو دغه اداره باور لري، که ښارونه د دغه چټک بدلون لپاره چمتو نه‌شي؛ نو ښاري اوسېدونکي به د کورونو کمښت، د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو نشتوالي، ترافیکي ستونزو، ککړتیا او د بنسټیزو خدمتونو له کمښت سره مخ شي.

ډېری ښاري اوسېدونکي ټینګار کوي، چې ښاري پلان جوړونه، خوندي استوګنځایونه، د څښاک اوبه، د فاضله اوبو سیستم، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او د عامه ترانسپورټ پراختیا د ښاري ژوند د کیفیت د ښه‌والي لپاره اړینه ده.

د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې؛ د نړۍ د نفوس ډېره برخه به په راتلونکو لسیزو کې په ښارونو کې ژوند کوي او افغانستان هم له همدې چټک ښاري بدلون سره مخ هېوادونو کې شمېرل کېږي.

ډېر لیدل شوي

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۲

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه

۳

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی

۴

طالبانو یو وار بیا په هرات کې یوشمېر ښځې او نجونې نیولې دي

۵

لانګ وار ژورنال: طالبان د مخالفینو پر وړاندې په شمالي افغانستان کې د فشار ساتلو توان لري