• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تخار کې وسله‌والو یو صراف په ډزو وواژه

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، په تخار کې یو سیمه‌ییز ورزشکار نقیب‌الله چې له ورزش سربېره یې د صرافۍ کاروبار هم کاوه، د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) د دغه ولایت د مرکز تالقان ښار «بهترین عالم» جومات ته نږدې د وسله‌والو له لوري په ډزو ووژل شو.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، بریدګر پر موټرسایکل سپاره وو او پر نقیب‌الله یې ډزې وکړې چې له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په دې وروستیو کې د تخار اوسېدونکي په دغه ولایت کې د وسله‌والو غلاوو او جنايي پېښو له زیاتېدو سخت اندېښمن شوي دي.

تېره میاشت هم وسله‌والو غلو د شپې له خوا د تالقان ښار یوه سوپر مارکېټ ته ننوتل او د هغه له مالک څخه یې شاوخوا پنځوس زره افغانۍ وتښتولې.

طالبانو د نقیب‌الله د وژل کېدو د څرنګوالي په تړاو تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

•
•
•

نور کیسې

صدیق صدیقي: پاکستان باید له افغان کډوالو سره په چلند کې نړیوال قوانین مراعات کړي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۱
صدیق صدیقي: پاکستان باید له افغان کډوالو سره په چلند کې نړیوال قوانین مراعات کړي
100%

د افغانستان د پخواني ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، چې پاکستان باید له افغان کډوالو سره په چلند کې نړیوال قوانین او د بشري حقونو کنوانسیونونه مراعات کړي او د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه باید په دې برخه کې عملي اقدام وکړي.

صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند «د بشریت پر وړاندې ښکاره جرم» ښکاري او باید د نړیوالو قوانینو له مخې وڅېړل شي.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان باید د هغو افغان کډوالو په تړاو نړیوال قوانین او د بشري حقونو کنوانسیونونه مراعات کړي، چې د هغه په وینا، د طالبانو د «ظالمانه رژیم» له امله له افغانستانه تښتېدلي دي.

صدیقي څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو اړوند ادارې، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان، د بشري حقونو عالي کمېشنري او د کډوالو عالي کمېشنري باید په دې موضوع کې «فعاله مداخله» وکړي او له پاکستان څخه وغواړي چې د کډوالو د حقونو درناوی وکړي.

هغه په خپل پوسټ کې ټینګار کړی: «دا د بشریت پر وړاندې ښکاره جرم دی؛ پاکستان باید نړیوال قوانین مراعات کړي».

په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې بهیر زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.

د ورزشي خبریالانو نړۍوالې ورځې د نمانځنې درشل کې؛ خبریالان د امکاناتو له نشتوالي شکایت لري

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۸ GMT+۱
د ورزشي خبریالانو نړۍوالې ورځې د نمانځنې درشل کې؛ خبریالان د امکاناتو له نشتوالي شکایت لري
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک رییس احمدالله وثیق د ورزشي خبریالانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې ورزشي خبریالان د ورزش د ودې او ملي یووالي په برخه کې مهم رول لري، خو په ورته وخت کې یو شمېر ورزشي خبریالان بیا د امکاناتو او مالي ستونزو له امله له جدي ننګونو سره مخ دي.

د طالبانو د المپیک رییس احمدالله وثیق د جولای دویمه (پنجشنبه د چنګاښ ۱۱مه) د ورزشي خبریالانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ورزشي خبریالان د ورزش د ډګر رښتیني استازي بللي دي.

وثیق په خپله ایکس‌پاڼه ویلي، چې ورزشي خبریالان د ورزشکارانو هڅې، لاسته راوړنې او بریاوې انعکاسوي او د ده په وینا، د دوی فعالیتونه د ورزشي سیالیو د پوښښ ترڅنګ د ورزش د فرهنګ په پیاوړتیا، د ځوانانو په هڅونه، د سالم رقابت په وده او د ملي یووالي په ټینګښت کې مهم رول لري.

هغه زیاته کړې: «ورزش د ملتونو ترمنځ د یووالي، تفاهم، دوستۍ او مثبت تعامل اغېزناکه وسیله ده او ورزشي رسنۍ د دې ارزښتونو په خپرولو او پیاوړتیا کې ځانګړی ځای لري».

وثیق ویلي، د ورزش اداره له ټولو ورزشي رسنیو او خبریالانو سره د متقابل درناوي او همکارۍ پر اصل باور لري او د هغوی هڅې د ورزش د ودې او د ملي ورزشي ارزښتونو د ترویج لپاره ستایي.

خو د دې ورځې په مناسبت، یو شمېر ورزشي خبریالان بیا وايي، سره له دې چې د ورزشي سیالیو په پوښښ او معرفي کې مهم رول لري، خو د امکاناتو له کمښت او مالي ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کې یو ورزشي خبریال چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې یاد شي له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره خبرو کې وویل: «ورزشي خبریالان محدود لاسرسی لري، په کور دننه سیالیو کې د ګډون لپاره اړه دي چې د ولایتونو د سفر لګښتونه په خپله پېدا کړي، خو په بهرنیو هېوادونو کې د ورزشي خبرونو د پوښښ لپاره ونډه نه ورکول کیږي».

یاد خبریال زیاتوي، چې نه یوازې دا چې بهرنیو هېوادونو ته په تګ کې ورسره د دولتي ادارو همکاري نشته، بلکې د معلوماتو په برخه کې هم له جدي ستونزو سره مخ دي.

دوی زیاتوي، چې د معلوماتو محدود لاسرسی او د کاري امکاناتو نشتوالی یې مسلکي فعالیتونه له جدي ننګونو سره مخ کړي او له ورزشي فدراسیونونو غواړي، چې د ازاد او موثر فعالیت لپاره ورته لا ډېر فرصتونه برابر کړي.

برېښنا شرکت: ترکي پانګوال غواړي افغانستان کې له خځلو څخه برېښنا تولید کړي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۵ GMT+۱
برېښنا شرکت: ترکي پانګوال غواړي افغانستان کې له خځلو څخه برېښنا تولید کړي
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اعلان کړی، چې یو ترکي شرکت غواړي په افغانستان کې له خځلو او کثافاتو څخه د برېښنا د تولید او د برېښنايي تاسیساتو د بیا رغونې په برخو کې پانګونې وکړي. دغه موضوع د کابل په یوې ناسته کې د یاد شرکت او ترکي پانګوالو ترمنځ څېړل شوې ده.

د طالبانو د برېښنا شرکت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه شرکت رییس عبدالحق همکار د ترکیې د NKY شرکت له مسوولینو او د دې شرکت له مرستیال هاقان بوس سره په کتنه کې د برېښنا د تولید پر نویو پروژو خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې د یاد ترکي شرکت مرستیال وویل، چې دوی د نړۍ په ۲۰ هېوادونو کې د برېښنا تولید او نوې کېدونکې انرژۍ په برخو کې پانګونې کړي او اوس غواړي خپل فعالیتونه په افغانستان کې هم پیل کړي.

عبدالحق همکار په دې ناسته کې د ترکي پانګوالو د لېوالتیا هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې په هېواد کې د برېښنا په ګډون په بېلابېلو رغنیزو او پرمختیايي برخو کې د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي. هغه له پانګوالو وغوښتل، چې په ډاډه زړه په دغو سکټورونو کې پانګونې وکړي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په تېرو نږدې پنځو کلونو کې په افغانستان کې د برېښنا او تجهیزاتو د تولید په برخه کې ګڼو کورنیو او بهرنیو پانګوالو پانګونې کړي، چې دا مهال دغه پروژې د پراختیا په حال کې دي.

افغانستان اوس مهال خپله ټوله تکیه له ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان څخه په وارداتي برېښنا لري. د دغه برېښنا لګښتونه هم د پام وړ لوړ دي‌ او طالبانو څو څو ځله د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ژمنې کړي، چې په کور دننه د تولیدي برېښنا د ډېروالي لپاره هڅې کوي،‌ خو دا هلې ځلې یوازې د شعارونو تر کچې پورې پاتې شوې دي.

د پکتیا د بمباریو زیانمن: نغدي مرستې بسنه نه‌کوي د نورو بریدونو د مخنیوي ضمانت غواړو

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۱
د پکتیا د بمباریو زیانمن: نغدي مرستې بسنه نه‌کوي د نورو بریدونو د مخنیوي ضمانت غواړو
100%

د طالبانو حکومت د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ د پاکستاني هوايي بریدونو قربانیانو ته نغدي مرستې وېشلي، خو زیانمنې کورنۍ وایي، د څو زره افغانیو مرسته د خپلو عزیزانو د مرګ او ټپي کېدو درد نه‌شي دوا کولای او له چارواکو غواړي، چې د ورته بریدونو د مخنیوي لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي.

د طالبانو تر چتر لاندې له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت، په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د مرستو په لومړي پړاو کې د هر وژل شوي کورنۍ ته ۵۰ زره افغانۍ او هر ټپي ته ۲۵ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

نوموړی زیاتوي: « که څه هم دغه مرستې کفایت نه‌کوي او د زیانمنو کورنیو په درد هم نه دوا کېږي، خو موږ زیانمنو کورنیو ته ډاډ ورکوو چې په راتلونکي کې به یې لاسنیوی وشي».

د هغه په وینا، د دغو مرستو د وېش لپاره له کابل څخه یو باصلاحیته پلاوی سیمې ته تللی او د قربانیانو د کورنیو د ملاتړ لړۍ یې پیل کړې ده.

100%

د څمکنیو ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې کورنۍ یې د پاکستان له لوري په وروستیو هوایي بریدونو کې زیانمنه شوې، پرته د نوم له خپرولو له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د دغو بریدونو له امله په سیمه کې عامو خلکو سخته صدمه لیدلې ده.

نوموړي وویل: « مرستې او خواخوږي د دغو کورنیو د درد دوا نه‌ده بلکې د دې ستونزې حل د درد دوا ده. دا سیمه قصدا بار بار په نښه کیږي او د دې ذمه واري څوک هم نه اخلي چې نور به دغلته پر عامو خلکو بمونه نه وریږي».

یاد کس چې د کورنۍ غړي یې ټپیان شوي زیاتوي، د ډيورند کرښې ته څېرمه پر عامو خلکو بمباري وسله‌وال هدفونه نه، بلکې کرښې ته څېرمه ولسونه اړ کول دي چې کډې وکړي.

د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ د مندخیلو کلی څو ورځې وړاندې د پاکستاني جیټ الوتکو له لوري د هوايي بریدونو هدف وګرځېد. د طالبانو حکومت ادعا کوي، چې په دغو بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، په یادو بریدونو کې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو په ګډون ټولټال ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي، چې د ډېرو مرګ‌ژوبلو راپور د پکتیا له څمکنیو ولسوالۍ ورکړل شوی دی.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د دغو هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو مرګ‌ژوبلې په اړه ژوره اندېښنه ښودلې. دغې ادارې له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې د نړیوال بشردوستانه قانون درناوی وکړي، د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او د تاوتریخوالي د لا پراخېدو مخه ونیسي.

افغاني‌الاصله امریکايي مېرمن الاهه احرار له ویرجینیا څخه د امریکا کانګرس ته نومانده شوې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۱
•
مسکا سنګر نیازۍ
افغاني‌الاصله امریکايي مېرمن الاهه احرار له ویرجینیا څخه د امریکا کانګرس ته نومانده شوې
100%

افغاني‌الاصله امریکايي مېرمن الاهه احرار د امریکا د استازو جرګې ټاکنو ته د ویرجینیا ایالت د اوومې ټاکنیزې حوزې لپاره د خپلې کاندیداتورۍ اعلان کړی او ویلي یې دي، چې غواړي په کانګرس کې د دې حوزې د اوسېدونکو لپاره د عدالت، اقتصادي فرصتونو، زده کړو او ټولنیز یووالي برخو کې کار وکړي.

د هغې نوماندي په داسې حال کې د افغانانو پام ځان ته اړولی چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې لا هم له ډېرو اساسي حقونو، په ځانګړي ډول له زده کړو، کار او په عامه ژوند کې له پراخ ګډون څخه بې برخې دي. نو ځکه، د امریکا کانګرس ته د یوې افغاني‌الاصله ښځې نوماندي د افغان ښځو د سیاسي حضور له اړخه هم د پام وړ بلل کېږي.

الاهه احرار د بشري حقونو فعاله، لیکواله، شاعره او ټولنیزه څېره ده. نوموړې د عدالت، بشري کرامت، برابرۍ، زده کړو او اقتصادي فرصتونو دفاع د خپل کمپاین له مهمو لومړیتوبونو څخه بللې ده.

د ویرجینیا اوومه ټاکنیزه حوزه د امریکا د استازو جرګې له مهمو انتخاباتي حوزو څخه ده او ټاکل شوې د کانګرس راتلونکې ټاکنې د ۲۰۲۶ کال په نومبر کې ترسره شي.