د خیبر پښتونخوا په سوات کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي

د خیبر پښتونخوا د سوات ولسوالۍ د کالام سیمې په سیفالله جهیل کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله د یوې کورنۍ لږترلږه پنځه غړي مړه شوي او د نورو درېيو لادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات روان دي.
د پولیسو په وینا؛ په دغه کښتۍ کې د یوې کورنۍ اته غړي سپاره وو، چې د جهیل په منځ کې کښتۍ واوښته او ډوبه شوه. د سوات د پولیسو مشر محمدعمر خان ویلي، د مهوډنډ له سیمې څخه د پنځو کسانو مړي را اېستل شوي او د ژغورنې ډلې، پولیس او ځایي اوسېدونکي د پاتې لادرکه کسانو د موندلو هڅه کوي.
پولیس وایي، د کښتۍ چلوونکی په ټپي حالت کې ژغورل شوی او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی. د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي دغه پېښه «خواشینوونکې او بوږنوونکې» بللې. هغه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او له اړوندو ادارو یې غوښتي، چې د ژغورنې عملیات چټک کړي.
د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي هم د پېښې په اړه د سملاسي راپور غوښتنه کړې او چارواکو ته یې لارښوونه کړې، چې د بېغورۍ په صورت کې د مسوولو کسانو پر ضد قانوني اقدام وکړي.
هغه همداراز د ژغورنې ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د لادرکه شوې نجلۍ د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیاتو ته دوام ورکړي.
