• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند د علي خامنه‌يي د جنازې مراسمو ته مرستیال وزیر او یو مسلمان والي استوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۵۵ GMT+۱

هند ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د بېهار ایالت والي سید عطا حسین به د ایران د پخواني ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د جنازې په دولتي مراسمو کې د هند استازیتوب وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت د پخواني ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د جنازې رسمي مراسم د جولای په ۴مه په تهران کې پیلېږي او د جولای تر ۹مې پورې به د هغه په پلرني ښار مشهد کې د تدفین له مراسمو سره پای ته ورسېږي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۳

د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي

۴

پاکستان د طالبانو له لوري ترسره شوي ډرون بریدونه تایید کړل

۵
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

•
•
•

نور کیسې

په سویډن کې د تره لوڼو او زامنو ترمنځ واده منع اعلان شو

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۳۲ GMT+۱
په سویډن کې د تره لوڼو او زامنو ترمنځ واده منع اعلان شو
100%

د سویډن پارلمان د پرېکړې له مخې؛ له نږدې خپلوانو سره واده چې د تره لوڼو او زامنو ترمنځ نکاح هم په‌کې شامله ده، د چهارشنبې له ورځې (د چنګاښ له ۱۰مې) نېټې څخه په دغه هېواد کې منع اعلان شو.

د دغه قانون له مخې؛ هغه کورنۍ چې ورته ودونه یې له سویډن څخه بهر ترسره شوي وي، په دغه هېواد کې به په رسمیت ونه پېژندل شي. د نوي قانون په متن کې راغلي، د هغه کسانو ترمنځ واده (نکاح) منع شوې چې له یو بل سره د خور او ورور په څېر نږدې اړیکه لري.

همدارنګه د ناسکه ورور او خور ترمنځ د واده اجازه هم لغوه شوې ده. د سویډن چارواکو ټینګار کړی، چې دغه محدودیت د دې لپاره وضع شوی؛ څو د کورنیو قوانینو د سرغړونو مخه ونیول شي.

د دغه اصلاحاتو اصلي موخه د کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو او هغه ودونو پر وړاندې مبارزه ده چې د کلتوري فشارونو له امله ترسره کېږي او ډېری وخت ورته ناموسي ودونه ویل کېږي.

سویډن هیله ښودلې، چې دغه نوی سخت قانون به د داسې اړیکو له امله د رامنځته کېدونکو ټولنیزو او حقوقي زیانونو مخه ونیسي. دغه قانون د چهارشنبې له ورځې (د چنګاښ له ۱۰مې) نېټې نافذ شوی او له دې نېټې وروسته به د نکاح ټولې دوسیې د نویو مقرراتو له مخې وڅېړل شي.

احمد شرع د سوریې مشهوره اداکاره د پارلمان د غړې په توګه ټاکلې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۱۴ GMT+۱
احمد شرع د سوریې مشهوره اداکاره د پارلمان د غړې په توګه ټاکلې
100%

د سوریې ټلوېزیون اعلان کړی، چې مشهوره او پېژندل شوې اداکاره روزینا لاذقاني د ولسمشر احمد شرع په حکم د نوي پارلمان د غړې په توګه ټاکل شوې ده. د سوریې د ټاکنو کمېسیون چارواکو په وینا؛ په پارلمان کې دغه نوې ټاکنه د جنسیتي او قومي برابرۍ رامنځته کولو په موخه شوې ده.

د سوریې د نوي پارلمان ۷۰ وروستي غړي د بشارالاسد له دورې وروسته د احمد شرع په حکم ټاکل شوي، راتلونکې اونۍ به د پارلمان د لومړۍ غونډې لپاره لاره هواره کړي. د دغه ټاکنو په پایله کې د یاد هېواد د ۲۱۰ کسیز پارلمان بشپړ جوړښت د انتقالي دورې لپاره بشپړ شوی دی.
ویل کېږي، د دغه څوکیو لپاره دوه پر درېیمه برخه کسان مخکې د سیمه‌ییزو ټاکنو له لارې ټاکل شوي وو او اوس پاتې درېیمه برخه یې په مستقیم ډول د ولسمشر له‌خوا ډکېږي.

په دغه ۷۰ نویو ټاکل شویو کسانو کې ۱۵ ښځې او ۱۳ د بشارالاسد د دورې سیاسي بندیان شامل دي. د ټاکنو د عالي کمیټې مشر محمد طه احمد وویل، دغه نوملړ د «قربانۍ او تجربې غږ» ترکیب دی او د سوریې د ۱۴ ولایتونو څخه بېلابېلې ډلې او سیمه‌ییز مشران په‌کې شامل دي.

ورته مهال د دغه پارلمان جوړېدل له ستونزو خالي نه‌دي؛ په سویډا کې د تېرکال د فرقه‌‌یي شخړو له امله ټاکنې لا نه‌دي ترسره شوې او په شمالي سیمو کې هم له ځنډ سره مخ شوې دي.

له بلې خوا له ۲۰ څخه زیات کُردي سیاسي ګوندونو او ۱۴ مدني ډلو د دغه سیسټم پر وړاندې نیوکه کړې او د ولسمشر له لوري د پارلمان د یو پر درېیمه برخه غړو مستقیم ټاکل یې د پارلمان د خپلواکۍ کمزوري کېدو لامل بللی دی.

سره له دې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مرستیال کلاډیو کورډونه د سوریې انتقالي دوره حساسه بللې او ټینګار یې کړی، چې د دغه پارلمان پیل د نویو قوانینو د تصویب او د ټولنې د ټولو برخو د غږ اورېدو لپاره ډېر مهم او حیاتي ارزښت لري.

روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو پر مټ د اوکراین پر پلازمېنې برید وکړ

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱
روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو پر مټ د اوکراین پر پلازمېنې برید وکړ
100%

روسیې د پنجشنبې په سهار (د چنګاښ ۱۱مه) د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو پر مټ د اوکراین پر پلازمېنه کییف ښار برید وکړ. د رویټرز د راپور له مخې؛ په دغه برید کې شاوخوا پنځه کسان ټپیان شوي، استوګنیزې ودانۍ زیانمنې شوې او د کییف ښار د مرکز په یوه هوټل کې اور هم لګېدلی دی.

د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو په ټېلیګرام کې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې د شوچینکو په مرکزي بولیوارډ کې د یوه هوټل چت اور اخیستی دی. پر خواله رسنیو په خپرو شویو انځورونو کې هم د ودانۍ په پورتنۍ برخه کې د اور لمبې ښکاري.

کلیچکو په یوه بل پیغام کې ویلي، چې کییف د ډرون برید ترڅنګ د بالستیک توغندیو پر مټ هم په نښه شوی دی. هغه زیاته کړې، چې د ښار په یوه مرکزي سیمه کې لږترلږه پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د رویټرز خبریال هم راپور ورکړی، چې د کییف په بېلابېلو سیمو کې څو پرله‌پسې چاودنې اورېدل شوې دي. د کییف ښاروال په وینا؛ په یوه نهه پوړیزه استوګنیزه ودانۍ کې چې د دغه بریدونو له امله زیانمنه شوې، یوشمېر اوسېدونکي بند پاتې دي.
هغه دارنګه وویل، چې د یوې بلې لوړې استوګنیزې ودانۍ چت هم اور اخیستی دی. ورته مهال د ټېلیګرام په نارسمي چېنلونو کې خپرو شویو انځورونو ښودلې، چې ګڼ شمېر ښاریان د مټرو په تمځایونو کې راټول شوي دي؛ څو له بریدونو څخه د خوندي پاتې کېدو لپاره په دغه ځایونو کې پناه واخلي.

دغه برید داسې مهال شوی، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي څو ساعته وړاندې د استخباراتي راپورونو په حواله خبرداری ورکړی و چې ښايي روسیه د شپې له‌خوا برید وکړي.
هغه دارنګه ویلي، د اېرلنډ پلازمېنې ډوبلین ښار ته خپل سفر چې د اروپايي ټولنې د شورا د شپږ میاشتنۍ دوراني مشرۍ د پیل په مراسمو کې د ګډون لپاره ترسره شوی و؛ تر ټاکلې مودې مخکې پای ته رسوي.

انتونیو ګوترېش: له استثنا پرته د «اعدام» مجازاتو لغو کېدو ته ژمن یم

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۵۱ GMT+۱
انتونیو ګوترېش: له استثنا پرته د «اعدام» مجازاتو لغو کېدو ته ژمن یم
100%

د ملګرو ملتونو سر منشي انټونیو ګوترېش د «اعدام» سزا ورکړه یوه «غیرانساني» بڼه بللې او په باور یې دغه سزا د بې‌ګناه خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. د نوموړي په وینا، دغه سزا (اعدام)په ۲۱مه پېړۍ کې هېڅ ځای نه‌لري. د راپورونو له‌مخې، په نړۍ کې تر ټول ډېر اعدامونه په چین او ایران کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د چهارشنبې په ناوخته (د چنګاښ ۱۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «زه په بشپړ ډول، په کلکه او له کوم استثنا پرته، په نړیواله کچه د اعدام د سزا د بشپړې لغو کولو ژمنې ته وفادار پاتې یم».

د بشري حقونو د نړۍوالو بنسټونو او په ځانګړې توګه د بښنې نړۍوال سازمان د راپورونو له‌مخې، د نړۍ په کچه تر ټول ډېر اعدامونه په چین، ایران، سعودي عربستان، مصر او امریکا کې ترسره کېږي، خو په ځینو هېوادونو کې بیا د اعدام سزا لغو شوې ده.

د ایران اړوند د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان د راپورونو پر بنسټ، ایران یوازې په ۲۰۲۴ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۰ افغان بندیان او په ۲۰۲۵ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۵ افغانان هم د بېلابېلو تورونو له امله پرته له دې چې مدافع وکیلانو ته لاسرسی ولري، اعدام کړي دي.

چینایي کارګرو د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې د لویې لارې رغونه بېرته پیل کړه

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۱
چینایي کارګرو د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې د لویې لارې رغونه بېرته پیل کړه
100%

چینايي کارګرو له څو میاشتو ځنډ وروسته، چې د خونړیو امنیتي بریدونو له امله رامنځته شوی و، د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې د دوشنبې–کولما لویې لارې د یوې برخې د جوړولو چارې بېرته پیل کړې دي.

د دغې لویې لارې رغنیزې چارې تېر کال وروسته له هغې ودرول شوې چې چین، د امنیتي اندېښنو له امله، خپل وګړي د تاجیکستان له سرحدي سیمو وایستل.

تېر کال په دوو جلا بریدونو کې یو شمېر چینايي وګړي په تاجیکستان کې ووژل شول او ټپیان شول.

د لومړي برید پر مهال، چې د عقرب په میاشت کې ترسره شو، ناپېژاندو وسله‌والو د تاجکستان د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ د زربوز درې په سیمه کې پر یوې چینايي ډله برید وکړ. په دغه برید کې یو چینايي وګړی ووژل شو او پنځه نور کسان، چې څلور یې چینایان وو، ټپیان شول.

څو اوونۍ وروسته، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د لیندۍ د پنځمې په شپه د ختلان ولایت د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ د «شاهین ایس ایم» شرکت د کارکوونکو پر کمپ بل برید شوی دی.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، دا برید د افغانستان له خاورې ترسره شوی، چې په پایله کې یې درې چینايي وګړي ووژل شول او یو بل ټپي شو.

دغه وزارت هغه مهال ویلي وو چې په برید کې په افغانستان کې مېشتې «جرمي ډلې» لاس لري او دا یې په کلکو ټکو غندلی و.

اوس، د دغو بریدونو له څه باندې اوو میاشتو وروسته، د تاجکستان چارواکو بیجینګ ته ډاډ ورکړی چې د چینايي کارګرو د خوندیتوب لپاره به امنیتي تدابیر نور هم پیاوړي کړي.

د تاجکستان د دفاع وزارت هم اعلان کړی چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه او چینايي ځواکونه به د روان کال په سپټمبر میاشت کې په تاجکستان کې ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړي.

تاجکستان او چین د روان کال په مې میاشت کې د دوستۍ تړون لاسلیک کړی، چې د هغه په تعقیب له چینايي شرکتونو سره د شاوخوا اته میلیارده ډالرو په ارزښت د اقتصادي او پراختیايي تړونونو د لاسلیک زمینه هم برابره شوې ده.