• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د فوټبال نړیوال جام؛ بلجیم د سنېګال لوبډلې ته ماتې ورکړه

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۶ GMT+۱

د بلجیم د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام د یوولسم پړاو (۱۶ غوره لوبډلو) په یوه زړه راښکونکې سیالۍ کې سنېګال ته ۳-۲ ماتې ورکړه او بل پړاو ته یې لاره وموندله.

په دې لوبه کې د سنېګال لپاره د سانډرلېنډ منځني لوبغاړي حبیب دیارا د لوبې په ۲۴مه دقیقه لومړی ګول وواهه او اسماعیلا سار د ۵۱مې دقیقې په سر کې دویم ګول هم وکړ. په دې سره سنېګال د دوو ګولونو په توپیر مخکې شو او داسې ښکارېده چې ستره بریا به خپله کړي.

خو د بلجیم لوبډلې په زړه پورې بېرته راګرځېدو سره د دوو ګولونو کسر جبران کړ.

د دویمې نیمايي په وروستیو شېبو کې د بلجیم بریدګر لوبغاړي رومېلو لوکاکو د لوبې په ۸۶مه دقیقه په یوه ښکلي او دقیق ګوزار توپ جال ته وغورځاوه او د خپل ټیم واټن یې یو ګول ته راکم کړ. لوکاکو، چې د بلجیم د ملي لوبډلې په تاریخ کې د ۱۳۰ لوبو په ترسره کولو سره د ۹۲ ګولونو په وهلو تر ټولو مخکښ ګول وهونکی دی، په دې ګول سره د خپلې لوبډلې هیلې بیا راژوندۍ کړې.

یوازې څو دقیقې وروسته، د بلجیم لوبډلمشر یوري تیلمانس د لئاندرو تروسار د تاو لرونکي سانتر څخه په ګټې اخیستنې، د دوو مدافعانو څخه لوړ ټوپ وکړ او د سینګال د دروازه‌ساتونکي ادوآر دیائو د تېروتنې په پایله کې، چې له خپلې کرښې مخکې راغلی و، د سر په ګوزار یې د لوبې په ۸۹مه دقیقه د مساوي ګول وواهه.

د ۹۰ دقیقو په پای کې لوبه د ۲-۲ مساوي حالت ته ورسېده او اضافي وختونو ته وغځېده. په پای کې د اضافي وخت په وروستیو شېبو او د ۱۲۰مې دقیقې په ۵مه اضافه دقیقه کې، د بلجیم لوبډلمشر یوري تیلمانس د پنالټۍ ضربه په ګول بدله کړه او په دې لوبه کې یې خپل دویم ګول هم ثبت کړ. له همدې ګول سره د بلجیم بریا خپله کړه او بل پړاو ته یې لار موندنه یقیني کړه.

ټاکل شوې چې بلجیم د اتو غوره لوبډلو پړاو ته د رسېدو لپاره په راتلونکې سیالۍ کې له امریکا یا بوسنیا او هرزېګوینا سره مخامخ شي.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري