د جرمني په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله دوه کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي

د جرمني د شمالي لودویګسلوست ښار په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله لږترلږه دوه کسان مړه او تر ۳۰ ډېر ټپیان شوي دي. د جرمني پولیسو ویلي، اور د پنجشنبې په سهار د هیلېنه فون بولو کلینیک د راډیولوژۍ څانګې په چت کې لګېدلی و او وروسته د روغتون نورو برخو ته هم خپور شو.
د راپورونو له مخې؛ د اور لګېدو پرمهال په روغتون کې ۸۲ ناروغان موجود وو.له اورلګېدو سره سم د ژغورنې ډلې ناروغان له ودانۍ واېستل او خوندي ځایونو ته یې ولېږدول. پولیسو ویلي، د ټپیانو روغتیايي وضعیت په اړه بشپړ معلومات لا نهدي خپاره شوي.
له سیمې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې ناروغان په روغتیايي بسترونو او ویلچیرونو کې له روغتونه اېستل کېږي. چارواکو د اور لګېدو لامل روښانه کولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.
