• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

یو افغان: ایراني ځواکونو یو وار بیا د افغان مساپرو پر کاروان برید کړی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۳ GMT+۱

یو افغان افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې ایراني ځواکونو یو وار بیا د افغان مساپرو پر کاروان برید کړی دی. د هغه په وینا، یاد کاروان یوه میاشت وړاندې لادرکه شوی و؛ خو نن روښانه شوه چې دغه ځوانان د ایراني پولیسو له‌خوا په ډزو وژل شوي دي.

هغه وایي: «تر لوی اختر وروسته له بېلابېلو ولایتونو څخه د افغان مساپرو یو کاروان چې ایران ته روان وو، هڅه وکړه د نیمروز دیوال له لارې دغه هېواد ته ننوځي. د ایران خاورې ته تر ننوتو وروسته، دغه کاروان په یاد هېواد کې د ایراني پولیسو له ګزمې سره مخ شو».
هغه وایي، یاد کاروان یوه میاشت وړاندې لادرکه شوی و؛ خو نن روښانه شوه چې دغه ځوانان د ایراني پولیسو له‌خوا په ډزو وژل شوي او له دې ډلې د یوشمېر کسانو د جسدونو د لېږد هڅې روانې دي.
نوموړي، د دغه کاروان د مساپرو او وژل شویو افغانانو د شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي. تر دې وړاندې سیمه‌ییزو سرچینو د دوشنبې په ماښام افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، د هرات پولې ته څېرمه ایراني پوله ساتو ځواکونو د افغانانو پر یوې ډلې ډزې کړې چې له امله یې یوشمېر افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
د سرچینو په وینا، د قربانیانو کره شمېر لاتراوسه روښانه نه‌دی؛ خو د ځینو راپورونو له مخې په ډزو کې لږترلږه دوه کسان وژل شوي دي. دغه پېښه د ایران پولې ته نږدې د هرات ولایت د کوهسان ولسوالۍ په کمانه او بنیاد سیمو کې رامنځته شوې وه.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

•
•
•

نور کیسې

ننګرهار کې موټر چلوونکي د تېلو له لوړې بیې شکایت کوي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۴ GMT+۱
100%

د ننګرهار یو شمېر موټرچلوونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په وروستیو ورځو کې د تېلو بیه په ناڅاپي ډول لوړه شوې او د هر لېټر په نرخ کې ۹ افغانۍ زیاتوالی راغلی دی. د دوی په وینا، مخکې یو لېټر تېل په ۶۷ افغانۍ پلورل کېدل، خو اوس یې بیه ۷۶ افغانیو ته رسېدلې ده.

موټرچلوونکي وایي، د تېلو د بیې دغه لوړوالی د دوی پر ورځني عاید او اقتصادي وضعیت مستقیم اغېز کړی او که نرخونه همداسې لوړ پاتې شي، د خپلو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې به هم په سختۍ پوره کړای شي.

دوی له طالبانو او اړوندو ادارو غواړي، چې د تېلو د بیو د کنټرول لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د بازار د نرخونو د لوړېدو مخه ونیسي.

د یادونې وړ ده چې دا له ننګرهار څخه د یو شمېرو موټرچلوونکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

د سرپل یو اوسېدونکی: د دغه ولایت خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۰۶ GMT+۱
100%

د سرپل یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د دغه ولایت ډېرې سیمې او خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي. نوموړي د اوبو کمښت لاملونه په ځينو سیمو کې په خپلسرې توګه د خلکو له‌خوا د څاه ګانو کېندل، اوږدمهاله وچکالي، د بارانونو نشتوالی او له اوبو سره نه احتیاط یاد کړي.

دغه اوسېدونکي دارنګه د ځمکې لاندې اوبو د کمښت په اړه ویلي، چې د سرپل په ډېرو سیمو کې خلک په خپلسري ډول ژورې څاګانې کېندي او بیا د برمو په زور په لویه اندازه اوبه ضایع کوي.

نوموړي په دې اړه ویلي: «یو لامل د ژورو څاه‌ګانو بې‌شمېره کېندل دي. د بېلګې په توګه په یوه کلي کې چې شاوخوا ۷۰ کورنۍ ژوند کوي، له ۷۵ څخه زیاتې ژورې څاه‌ګانې کېندل شوې دي. د دغه څاه‌ګانو ډېری یې په ځواکمنو یو انچه او دوه انچه پمپونو سمبالې دي او په دوامداره توګه ترې اوبه اېستل کېږي، چې له امله یې د ځمکې لاندې د اوبو کچه په چټکۍ راټیټه شوې ده».

د اوبو د کمښت له کبله ډېرې کورنۍ اړې دي، چې د څښاک اوبو برابرولو لپاره اږده واټنونه ووهي. د سرپل دغه اوسېدونکي له خلکو، ځایي مسوولینو او اړوندو ادارو غوښتي، چې ژر تر ژر دې د ژورو څاه ګانو د کېندنې مخنیوی وکړي؛ څو د یادې ستونزې د پراخېدو مخه ونیول شي.

یو کابل مېشتی: د ودانۍ جوړولو جواز پسې یو کال لالهانده ګرځېدم

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۲۲ GMT+۱
100%

یو کابل مېشتي افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې د ودانۍ جوړولو جواز ترلاسه کولو لپاره یې له یو کال څخه زیات وخت په بې‌ځایه هڅو او ستونزو کې تېر کړی؛ خو لا یې هم هڅې بې‌پایلې پاتې دي.

دغه کس د نوم نه ښودلو په شرط وایي، د کابل ښاروالۍ له لوري وړاندې اعلان شوی و چې په ناپلان شویو سیمو کې د ودانیزو جوازونو اخیستل اسانه شوي او ګواکې په ۱۵ ورځو کې به جوازونه ورکړل شي؛ خو دغه ژمنه یوازې د خلکو د غولولو یوه خبره وه.

هغه زیاتوي، چې کله د کابل ښاروالۍ اړوندو ناحیو او د اراضي ریاست ته د جواز اخیستو لپاره ورتلو؛ نو له داسې کړنو او خنډونو سره به مخ شو، چې بالاخره پرېکړه یې وکړه له دې پروسې تېر شي. د هغه په خبره؛ حتی په یو کال کې هم یو عادي کس جواز نه‌شي ترلاسه کولی.

نوموړی ادعا کوي، چې له یو کال هڅو وروسته یې له مجبورۍ دغه کارونه درولي؛ ځکه جواز نه ورکول کېږي، سره له دې چې شاوخوا ۳۰ زره افغانۍ یې د بډې په توګه د اراضۍ ریاست کې ورکړي او له ۳۰زره افغانیو زیاتې نورې پیسې یې د ښاروالۍ کارکوونکو ته هم سپارلي دي.

هغه د کابل د اراضي ریاست، ښاروالۍ او ناحیو کې د فساد او بډې اخیستو ستونزه «جدي او تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې» بولي او وايي، چې دغه وضعیت د خلکو ژوند سخت کړی دی.

د کابل ښار دغه اوسېدونکی زیاتوي، چې خلک د کورونو له نشتوالي سخت ستړي شوي، د کرايي کورونو موندل ستونزمن شوي او کرایې هم خورا لوړې دي. د هغه په وینا؛ خلک نه پوهېږي چې په دغه وضعیت کې څه وکړي او چېرته لاړ شي.

د هرات یوه اوسېدونکې: طالبان ښځې د حجاب سربېره هم نیسي

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۰۲ GMT+۱
100%

د هرات د ګذرې ولسوالۍ یوې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو له‌خوا ښځې حتی د حجاب په مراعتولو سره هم نیول کېږي.

د هغې په وینا؛ که څه هم ښځې بشپړ حجاب مراعتوي، خو طالبان ترې غواړي چې باید لوی ‌پړونی (چادرنماز) هم واغوندي؛ خو کله چې ښځې دا هم اغوندي، بیا هم د «بد حجابۍ» په تور نیول کېږي.

هغې ویلي، چې د دغه وضعیت له امله خلک او په ځانګړې توګه ښځې له ژوند څخه زړه تورې شوې او په ټول ښار کې لاهم د وېرې فضا خوره ده. دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې په هرات کې د طالبانو له‌خوا پر ښځو سخت بندیزونه لګول شوي او د «بد حجابۍ» په تور لسګونه ښځې نیول شوې هم دي.

دغه اقداماتو د هرات په ګډون په نړۍواله کچه د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د هرات یو اوسېدونکی: ما ولیدل چې د امر بالمعروف مامورانو ښځې موټر ته پورته کولې

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۱۷ GMT+۱
100%

د هرات یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، مېرمن یې د درملنې لپاره روغتون بېولې وه او کور ته د تګ پرمهال یې طالبان ولیدل چې ښځې یې موټر ته پورته کولې. نوموړی زیاتوي، چې په ډېره وېره یې لاره بدله کړې او له خپلې مېرمنې سره یې کور ته ځان رسولی.

دغه اوسېدونکی وايي: «نن پنجشپه د چنګاښ په ۳مه زه او مېرمن مې ډاکټر ته تللي وو. زما مېرمن د هراتیانو په اصطلاح حجاب او د کابلیانو په اصطلاح چپن اغوستې وه. هغې ویل چې ماښام شوی، ډاکټر هم نږدې دی او طالبان هم نه ښکاري؛ نو ستونزه به نه‌وي. له بلې خوا باد ډېر و او هغې چادر نماز نه شوای کنټرولولای او اغوستل یې ورته ستونزمن وو».

د هغه په خبره؛ د شپې څه باندې ۸ بجې وې چې په لاره کې یو ماشوم راته وویل، چې مخ ته مه ځئ هلته طالبان دي. نوموړی د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي: «له ډاکټر څخه تر راوتلو وروسته موږ په پښو د کور خواته روان وو. شاوخوا د شپې ۸:۲۵ بجې وې، چې په لاره کې یو تنکی ځوان پر بایسکل زموږ خواته راغی او خبرداری یې راکړ، چې مخکې مه ځئ، ځکه د امر بالمعروف مامورین ښځې موټرو ته پورته کوي».

د هرات دغه اوسېدونکی وایي، د مېرمني‌ د ټینګار له امله یې لاره بدله کړه او کور ته په نږدې کېدو یې د طالبانو ډله ولیدله. نوموړی وايي: «کله چې له سړک څخه واوښتو، لا هم تر کوره شاوخوا ۲۰۰ متره واټن پاتې و. هماغه مهال مو ولیدل، چې یو هایلکس، یو هایس او یو رنجر موټر په ډېر ورو سرعت روان وو. د هایس موټر دننه څو ښځې لیدل کېدې او شاوخوا څلور تر شپږو نور کسان هم په هماغه موټر کې سپاره وو».

دغه اوسېدونکي کور ته خپل امن رسېدل نېکمرغي وګڼله او ویې ویل :«له نېکه مرغه موږ پرته له کومې ستونزې خپل کور ته ورسېدو. دا هغه څه وو چې نن شپه مې په خپلو سترګو ولیدل».