• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پکتیا د بمباریو زیانمن: نغدي مرستې بسنه نه‌کوي د نورو بریدونو د مخنیوي ضمانت غواړو

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۷ GMT+۱

د طالبانو حکومت د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ د پاکستاني هوايي بریدونو قربانیانو ته نغدي مرستې وېشلي، خو زیانمنې کورنۍ وایي، د څو زره افغانیو مرسته د خپلو عزیزانو د مرګ او ټپي کېدو درد نه‌شي دوا کولای او له چارواکو غواړي، چې د ورته بریدونو د مخنیوي لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي.

د طالبانو تر چتر لاندې له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت، په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د مرستو په لومړي پړاو کې د هر وژل شوي کورنۍ ته ۵۰ زره افغانۍ او هر ټپي ته ۲۵ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

نوموړی زیاتوي: « که څه هم دغه مرستې کفایت نه‌کوي او د زیانمنو کورنیو په درد هم نه دوا کېږي، خو موږ زیانمنو کورنیو ته ډاډ ورکوو چې په راتلونکي کې به یې لاسنیوی وشي».

د هغه په وینا، د دغو مرستو د وېش لپاره له کابل څخه یو باصلاحیته پلاوی سیمې ته تللی او د قربانیانو د کورنیو د ملاتړ لړۍ یې پیل کړې ده.

100%

د څمکنیو ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې کورنۍ یې د پاکستان له لوري په وروستیو هوایي بریدونو کې زیانمنه شوې، پرته د نوم له خپرولو له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د دغو بریدونو له امله په سیمه کې عامو خلکو سخته صدمه لیدلې ده.

نوموړي وویل: « مرستې او خواخوږي د دغو کورنیو د درد دوا نه‌ده بلکې د دې ستونزې حل د درد دوا ده. دا سیمه قصدا بار بار په نښه کیږي او د دې ذمه واري څوک هم نه اخلي چې نور به دغلته پر عامو خلکو بمونه نه وریږي».

یاد کس چې د کورنۍ غړي یې ټپیان شوي زیاتوي، د ډيورند کرښې ته څېرمه پر عامو خلکو بمباري وسله‌وال هدفونه نه، بلکې کرښې ته څېرمه ولسونه اړ کول دي چې کډې وکړي.

د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ د مندخیلو کلی څو ورځې وړاندې د پاکستاني جیټ الوتکو له لوري د هوايي بریدونو هدف وګرځېد. د طالبانو حکومت ادعا کوي، چې په دغو بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، په یادو بریدونو کې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو په ګډون ټولټال ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي، چې د ډېرو مرګ‌ژوبلو راپور د پکتیا له څمکنیو ولسوالۍ ورکړل شوی دی.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د دغو هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو مرګ‌ژوبلې په اړه ژوره اندېښنه ښودلې. دغې ادارې له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې د نړیوال بشردوستانه قانون درناوی وکړي، د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او د تاوتریخوالي د لا پراخېدو مخه ونیسي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵

ملا محمد حسن اخوند: افغانستان له اقتصادي، نظامي او سیاسي پلوه یو خپلواک هېواد دی

•
•
•

نور کیسې

افغاني‌الاصله امریکايي مېرمن الاهه احرار له ویرجینیا څخه د امریکا کانګرس ته نومانده شوې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۱
•
مسکا سنګر نیازۍ
افغاني‌الاصله امریکايي مېرمن الاهه احرار له ویرجینیا څخه د امریکا کانګرس ته نومانده شوې
100%

افغاني‌الاصله امریکايي مېرمن الاهه احرار د امریکا د استازو جرګې ټاکنو ته د ویرجینیا ایالت د اوومې ټاکنیزې حوزې لپاره د خپلې کاندیداتورۍ اعلان کړی او ویلي یې دي، چې غواړي په کانګرس کې د دې حوزې د اوسېدونکو لپاره د عدالت، اقتصادي فرصتونو، زده کړو او ټولنیز یووالي برخو کې کار وکړي.

د هغې نوماندي په داسې حال کې د افغانانو پام ځان ته اړولی چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې لا هم له ډېرو اساسي حقونو، په ځانګړي ډول له زده کړو، کار او په عامه ژوند کې له پراخ ګډون څخه بې برخې دي. نو ځکه، د امریکا کانګرس ته د یوې افغاني‌الاصله ښځې نوماندي د افغان ښځو د سیاسي حضور له اړخه هم د پام وړ بلل کېږي.

الاهه احرار د بشري حقونو فعاله، لیکواله، شاعره او ټولنیزه څېره ده. نوموړې د عدالت، بشري کرامت، برابرۍ، زده کړو او اقتصادي فرصتونو دفاع د خپل کمپاین له مهمو لومړیتوبونو څخه بللې ده.

د ویرجینیا اوومه ټاکنیزه حوزه د امریکا د استازو جرګې له مهمو انتخاباتي حوزو څخه ده او ټاکل شوې د کانګرس راتلونکې ټاکنې د ۲۰۲۶ کال په نومبر کې ترسره شي.

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۸ GMT+۱
•
نویده خوشبو
جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې
100%

افغانستان کې د جمهوري نظام سقوط، چې د ۲۰۲۱ د اګست پر پنځلسمه رامنځته شو، کوم پوځې بدلون نه بلکې د ناسمې محاسبې، بېځایه خوشبینۍ او د واقعیت له پامه غورځولو پایله وه.حکومت د نظام پر دوام او نړیوالو د طالبانو پر بدلون باور درلود او ښکاره نښې جدي ونه ګڼل شوې چې پایله یې نن سبا ګورو.

په ړندو سترګو پرېکړه؛
د درې نیم کلنې لور کوچنی لاس مې نیولی و او د سړک پر غاړه ولاړه وم. د ټرافیکي نښې ته مې کتل چې کله شنه شي، له سړکه واوړو. زما تر څنګ نور کسان هم ولاړ وو. کله چې دواړو خواوو ته موټر نه ښکارېدل، هغوی په چټکۍ بلې غاړې ته واوښتل.

زه هم ورپسې روانه شوم. ناڅاپه مې لور لاس راکښه او د بل لاس د شهادت په ګوته یې نښې ته اشاره وکړه.

نښه لا هم سره روښانه وه او د اوښتو اجازه نه وه. هماغه شېبه پوه شوم چې انسان کله ناکله د نورو د حرکت تر اغېز لاندې راځي، خو سمه پرېکړه د نښې په لیدلو او د ګواښ په درک پورې تړلې ده.

د سقوط سیاسي معنا
په شخصي ژوند کې ناسم تصمیم یو کس زیانمنوي، خو په سیاست کې بې‌محاسبې پرېکړه د ټول ملت برخلیک بدلوي. د افغانستان سقوط، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه رامنځته شو، د کمزورې ارزونې، ناسمې محاسبې او بې‌بنسټه باور څرګنده بېلګه وه. دا پېښه د طالبانو د پوځي پرمختګ تر څنګ، د سیاسي بې‌باورۍ، کمزورې مشرتابه او د نړیوالو د ناسم تحلیل پایله هم وه.

د کابل ناسمې محاسبې
د محمد اشرف غني حکومت تر وروستیو ورځو پورې باور درلود چې نظام به پاتې شي، امنیتي ځواکونه به مقاومت وکړي او نړیوال ملاتړ به دوام ومومي. خو د نظام دننه ستونزې، د خلکو او حکومت تر منځ واټن، د سیاسي مشرانو بې‌باوري، د امنیتي ادارو ګډوډي او فساد هغه نښې وې چې باید جدي نیول شوې وای. حکومت پر واقعیتونو د تکیې پر ځای هیلو ته مخه کړه او د ګواښ د منلو پر ځای یې د ډاډ ژبه غوره کړه.
د ۲۰۲۱ کال جولای د جمهوریت لپاره د وروستي خبرداري میاشت وه. په همدې موده کې د نظام د کمزورېدو نښې څرګندې شوې. د جولای په دوهمه امریکايي ځواکونه له بګرام هوايي اډې ووتل او همداراز تر نیمایي پورې د نړیوال ائتلاف ډېری ځواکونه هم له هېواده ووتل. طالبانو مهم سرحدي بندرونه ونیول او د جولای په ۲۱مه اعلان وشو چې هغوی د هېواد د شاوخوا نیمایي ولسوالیو کنټرول لري. جګړه له لرې پرتو سیمو د هرات، کندهار او لښکرګاه تر دروازو ورسېده. که څه هم هوايي بریدونه بیا پیل شول، خو د جګړې مسیر بدل نه شو. دا ټولې پېښې د بېړني اقدام نښې وې، خو په کابل کې لا هم خوشبیني موجوده وه او نړیوالې ټولنې لا هم د یوه سیاسي حل تمه لرله.


د نړیوالې ټولنې خوشبیني
نړیوالې ټولنې هم د طالبانو په اړه له احتیاطه لرې محاسبه وکړه. داسې انګېرل کېده چې هغوی به بدل شوي وي، سیاسي مشارکت ته به غاړه کېږدي او د زور له لارې به واک نه نیسي. خو په عمل کې طالبانو اوربند ته ژمنتیا ونه ښوده، د سیمو نیول یې چټک کړل او د سیاسي جوړجاړي پر ځای یې د بشپړ واک لاره غوره کړه.

د افغانستان د بیارغونې د ځانګړي مفتش (سیګار) څېړنې دا سقوط د شواهدو له مخې تشریح کوي. د دې موندنو له مخې، د افغان ځواکونو د سقوط مهم عامل د بهرنیو ځواکونو او قراردادیانو وتل وو، ځکه هغوی د هوايي ملاتړ، لوژستیک او تخنیکي ساتنې لپاره پر بهرني ملاتړ متکي وو. کله چې دا ملاتړ ودرېد، د ځواکونو روحیه او توان هم کم شو. همدارنګه، په دوحه کې د امریکا او طالبانو تړون او د وتلو اعلان افغان ځواکونو ته دا پیغام ورکړ چې نړیوال ملاتړ پای ته رسېږي. دې حالت د بې‌باورۍ فضا پیاوړې کړه. کمزورې مشرتابه، فساد او د روښانه ستراتیژۍ نشتوالی هم د سقوط له مهمو عواملو څخه وو.

له سقوط وروسته واقعیت او د تاریخ درس
تر سقوط وروسته څرګنده شوه چې د طالبانو د بدلون په اړه خوشبیني له واقعیت سره برابره نه وه. د ملګرو ملتونو راپورونو د خپلسرو نیونو، شکنجې، د بیان د محدودولو او د ښځو پر حقونو د بندیزونو بېلګې ثبت کړې. دا ښيي چې تمې د شواهدو پر ځای ولاړې وې.
د افغانستان پرځېدل کوم پوځي بدلون نه و، بلکې د هغو سیاسي محاسبو پایلې وې چې له واقعیتونو لرې شوې وې. په کابل کې واکمنو کړیو د نظام پر دوام زیات باور درلود او نړیوالو د طالبانو په اړه بې‌ځایه خوشبیني وښوده. کله چې پرېکړې پر تمو ولاړې شي، پایله یې بحران او بې‌ثباتي وي.
زما د کوچنۍ لور هغه ساده اشاره تر ډېرو سیاسي تحلیلونو ژوره وه. هغې وښوده چې حقیقت تل د خلکو د حرکت په لوري نه وي؛ کله ناکله په هغه نښه کې وي چې نور یې له پامه غورځوي. د افغانستان د جمهوریت کیسه هم همداسې ده. ګواښ موجود و او نښې څرګندې وې، خو ډېر کسان د پېښو له بهیر سره روان وو. تاریخ بیا وښوده چې د واقعیت له پامه غورځول ګواښ له منځه نه وړي، بیه یې لوړوي.

پاکستان: د کابل او اسلام اباد د ډیپلوماتیکو استازولیو په وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۴ GMT+۱
پاکستان: د کابل او اسلام اباد د ډیپلوماتیکو استازولیو په وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ډیپلوماتیکو استازولیو په وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او د دواړو هېوادونو د استازو حیثیت لا هم د پخوا په څېر دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ په اونیز خبري کنفرانس کې هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د دواړو هېوادونو د استازولیو ډیپلوماتیکې کچې کې بدلون راغلی دی.

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې په وروستیو کې دواړو هېوادونو د یو بل د استازو د احضارولو پر مهال د «شارژدافیر» اصطلاح وکارول شوه، حال دا چې پاکستان او طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې د خپلو استازولیو مشران د سفیر تر کچې لوړ کړي وو.

اندرابي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «په کابل او اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو د استازولیو او د استازو په ډیپلوماتیک حیثیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او وضعیت هماغه دی چې مخکې و».

د راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو د استازولیو د کچې لوړولو په بهیر کې چین د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د منځګړیتوب او هڅونې رول لوبولی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پاکستان، افغانستان او ازبکستان د ټرانس افغان اورګاډي او نورو ګډو اقتصادي پروژو د راتلونکې په اړه وویل چې دا مهال تازه معلومات نه لري او وروسته به یې شریک کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان اساسي دریځ لا هم دا دی چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره ونه کارول شي.

اندرابي زیاته کړه، تر هغه چې دا امنیتي ستونزه هواره نه شي، تګ راتګ او سوداګري به اغېزمنه پاتې شي او له همدې امله به د ټرانس افغان اورګاډي او د کاسا- ۱۰۰۰ په څېر ګډو اقتصادي پروژو پرمختګ هم له خنډونو سره مخ وي.

ملا محمد حسن اخوند د کابل ـ جلال اباد د دویم لین سړک د جوړولو له پروژې لیدنه کړې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۱۹ GMT+۱
ملا محمد حسن اخوند د کابل ـ جلال اباد د دویم لین سړک د جوړولو له پروژې لیدنه کړې
100%

د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د پنجشنبې په ورځ د کابل سروبي ولسوالۍ ته سفر کړی او د کابل ـ جلال اباد د دویم لین سړک جوړولو پروژې څخه یې لیدنه کړې ده.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۱مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ملا محمد حسن اخوند د ټولګټو چارو وزارت رهبرۍ، د خصوصيي شرکتونو مسوولانو او کارکوونکو ته د یاد سړک د چارو پر وخت او په ښه کیفیت بشپړولو سپارښتنه کړې ده.

د طالبانو رییس الوزرا ویلي، چې د یاد سړک په بشپړېدو سره به ترانسپورتی اسانتیاوې، ټرانزیټ، د خلکو په تګ راتګ او د سیمي په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم بدلون، سهولت او پرمختګ راشي.

طالبانو ویلي، چې د کابل ـ جلال اباد دویم سړک په دریو برخو کې جوړیږي، چې د کابل له لوري د ۳۲ کلومتره د دویم سکشن رغنیزې چارې شاوخوا ۲۰ سلنه پرمختګ لري، د ننګرهار له لوري د ۲۲ کیلومتره لومړي سکشن چارې هم روانې دي او د درېیم سکشن د سروې او ډیزاین چارې هم روانې دي، چې له بشپړېدو وروسته به یې عملي کارونه پیل شي.

طالبانو په بلخ کې د بيهقي کتابپلورنځي تاریخي ودانۍ ونړوله

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۵۵ GMT+۱
طالبانو په بلخ کې د بيهقي کتابپلورنځي تاریخي ودانۍ ونړوله
100%

د بلخ ولایت د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، طالبانو په مزار شریف ښار کې د بيهقي تاریخي کتابپلورنځي ودانۍ د سوداګریز مارکیټ د جوړولو په موخه نړولې ده. دغه سیمه مخکې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند وه، خو اوس طالبانو ښاروالۍ ته سپارلې ده.

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو ښاروالۍ لږ تر لږه د بيهقي کتابپلورنځي ودانۍ او شاوخوا ۲۰ نور دوکانونه وران کړي دي. د راپورونو له مخې، دوکاندارانو ته یوازې یوه ورځ وخت ورکړل شوی و چې خپل توکي وباسي.

چارواکو ویلي چې په دې ځای کې به نوی سوداګریز مارکیټ جوړ شي، خو د سرچینو په وینا، لا تر اوسه د مارکېټ جوړولو قرارداد له شرکتونو سره نهایی شوی نه دی.

یو دوکاندار وویل چې په دې سیمه کې لږ تر لږه ۲۲ دوکانونه نړول شوي او ټوله ساحه شاوخوا ۵۰۰ متره مربع ده.

دا ځمکه له کلونو راهیسې د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست پورې تړلې وه.

راپورونه دا هم وايي چې د طالبانو ښاروالي غواړي په یاده سیمه کې د «سلام مخابراتي شبکې» ودانۍ او د پوستې دفتر هم ونړوي او هغوی ته یې د تخلیې امر کړی دی.

د بيهقي کتابپلورنځي ودانۍ د مزار شریف له مهمو تاریخي نښو څخه ګڼل کېده. دا ودانۍ د اسلامي معمارۍ په بڼه جوړه شوې وه او د روضې له ودانۍ سره یې هنري تړاو درلود. د نیلي رنګ کاشیانو او مینیاتوري نقاشیو له امله یې ځانګړی تاریخي ارزښت درلود او د کارپوهانو په وینا، شاوخوا یوه پېړۍ عمر یې درلود.

د بشري حقونو یوې اتحادیې ویلي چې دا اقدام د افغانستان د فرهنګي میراث د له منځه وړلو د اندېښمنوونکي بهیر یوه برخه ده. دوی ټینګار کړی چې د تاریخي او فرهنګي نښو له منځه وړل یوازې د ودانیو ویجاړول نه دي، بلکې د یوې ټولنې د ګډې حافظې او هویت د له منځه وړلو معنا لري.

دغه بنسټ له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د افغانستان د فرهنګي میراث د ساتنې لپاره بیړنۍ پاملرنه وکړي.