د سویلي اسیا د بدن ښکلا سیالۍ؛ افغان ورزشکارانو شپږ مډالونه وګټل

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست اعلان کړی، چې افغان ورزشکارانو د سویلي اسیا د بدن ښکلا په شپاړسم پړاو سیالیو کې شپږ بېلابېل مډالونه ګټلي دي. په دغو مډالونو کې دوه د سرو زرو، درې د سپینو زرو او یو د برونزو مډال شامل دي.
