• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترابي پر موسساتو له سیاسي ملاحظاتو پرته د بشري مرستو جاري ساتلو غږ کړی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۰۱ GMT+۱

له پېښو سره د طالبانو د مبارزې ادارې رییس ملا نورالدین ترابي په پراختيايي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې مرستندویه بنسټونه باید له سیاسي ملاحظاتو پرته خپلو بشري همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.

د طالبانو یادې ادارې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال برونو لیمارکیس له ملا نورالدین ترابي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، د پېښو د مدیریت په برخه کې د لا زیاتي همغږۍ او د پرمختیايي او وقایوي پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي.

ملا ترابي له برونو لیماکیس څخه غوښتنه کړې چې د بېړنیو مرستو ترڅنګ دې د اوږدمهالو او پرمختیايي پروژو په برخه کې هم همکارۍ زیاتې کړي.

همدارنګه ترابي د یادې لیدنې پرمهال ټینګار کړی، چې تمویلوونکي بنسټونه او موسسې دې د خپلو پروژو له طرحې او پلي کېدو مخکې له طالبانو سره مشوره او همغږي وکړي.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال زیاته کړې چې په افغانستان کې د بشري اړتیاوو کچه لا هم لوړه ده او ډاډ یې څرګند کړی چې د بشري مرستو د دوام ترڅنګ به د بنسټیزو او اوږدمهاله پروژو د پلي کېدو پر وړاندې شته خنډونه هم لرې کړي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۳

د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي

۴

پاکستان د طالبانو له لوري ترسره شوي ډرون بریدونه تایید کړل

۵

د پېښور په حسن‌خېلو کې په ډرون بريد کې يوه ښځه وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي

•
•
•

نور کیسې

د خامنه يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ۲۵۰۰ افغان مېلمنو ته ویزې صادرې شوې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۱
د خامنه يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ۲۵۰۰ افغان مېلمنو ته ویزې صادرې شوې
100%

ایراني چارواکي وايي، چې ۲۵۰۰ افغانانو ته د علي خامنه يي د جنازې او ښخون په مراسمو کې د ګډون لپاره د دوغارون له پولې د ننوتلو ویزې صادرې شوې دي. د دغو ویزو اعتبار اووه ورځې دی او افغان مېلمانه د چنګاښ د ۱۴مې او ۱۵مې نېټې ترمنځ ایران ته په قانوني ډول داخلېدای شي.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو عمومي رییس جعفر سیدابادي ویلي چې د دغو ویزو اعتبار اووه ورځې دی او افغان وګړي د چنګاښ د ۱۴مې او ۱۵مې نېټې ترمنځ ایران ته په قانوني ډول ننوتلی شي.

د نوموړي په وینا، هغه افغانان چې د دوغارون له لارې ایران ته ننوځي او د خامنه يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره مشهد ته ځي، باید د چنګاښ د ۲۰مې او ۲۱مې نېټې ترمنځ بېرته د همدې ځمکنۍ پولې له لارې افغانستان ته ستانه شي.

هغه زیاته کړې، چې د مشهد ښار په ۱۲ بېلابېلو ځایونو کې د افغان مېلمنو د هرکلي، استوګنې او مېلمستیا لپاره اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د تایباد ولسوال حسین جمشیدي ویلي، د دوغارون په پوله کې ترانسپورټي شرکتونو اړتیا وړ بسونه او کرایي موټر د افغان مېلمنو د لېږد لپاره چمتو کړي دي.

هغه زیاته کړې چې د افغان مېلمنو د ورتګ پر مهال به د خیریه بنسټونو او ځایي خلکو په همکارۍ د دوغارون په پوله کې د هغوی د هرکلي او مېلمستیا لپاره ځایونه هم جوړ شي.

ایراني چارواکي وايي، د افغان اتباعو معلومات به د دوغارون په پوله کې ثبتېږي او د دوی تر بېرته وتلو پورې به تر څار لاندې وي.

د طالبانو پلاوی له قزاقستان سره د ترانزیټ او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په تړاو غږېدلی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۳ GMT+۱
د طالبانو پلاوی له قزاقستان سره د ترانزیټ او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په تړاو غږېدلی
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز وايي، د دغه وزارت یوه پلاوي قزاقستان ته د سفر پر مهال د هغه هېواد له مخکښو څېړنیزو مرکزونو سره د ترانزیټ، سیمه‌ییز اتصال او دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د پنجشنبې په ورځ یې خپره کړې، طالب پلاوي د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د دغه هېواد د ولسمشر دفتر اړوند د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت او د «پرانېستې نړۍ» خصوصي څېړنیز مرکز له چارواکو او متخصصینو سره لیدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو غونډو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر علمي او څېړنیزو همکاریو، دوه‌اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییز اتصال او په ځانګړې توګه د ترانسپورتي دهلېزونو او د افغان ټرانس پروژې په اړه تخصصي او تفصیلي بحثونه شوي دي.

طالبانو ویلي، دواړو لوریو د علمي او مطالعاتي همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د دغو بحثونو پایلې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا لپاره تحلیلي وړاندیزونه او عملي اغېزې ولري.

په کندهار کې په تېرو دوو اونیو کې د تېلو بیه په هر لېټر کې ۱۰ افغانۍ لوړه شوې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۱ GMT+۱
•
عبدالله همیم
په کندهار کې په تېرو دوو اونیو کې د تېلو بیه په هر لېټر کې ۱۰ افغانۍ لوړه شوې
100%

د کندهار اوسېدونکي د تېلو د بیو له لوړوالي شکایت کوي او وايي، په تېرو دوو اونیو کې په تدریجې ډول یو لیټر تېل له ۶۷ څخه ۷۷ افغانیو ته لوړ شوي. د تېلو کاروباریانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په تېلو بار سلګونه موټر د هرات، فراه او نیمروز په ګمرکونو کې بند پاتې دي.

د کندهار اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې د تېلو بیې له ۶۷ افغانیو څخه په تدریجې ډول تر ۷۷ افغانیو لوړې شوې دي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، د ایران او امریکا د جګړې پرمهال په دغه ولایت کې د تېلو بیې د ۶۶ افغانیو په شاوخوا کې وې، خو د هرمز تنګي له خلاصیدو او په نړۍوال بازار کې د تېلو د بیو له ټېټېدو سره په کندهار کې د تېلو بیې لوړې شوې دي.

د قدرت الله په نوم د کندهار ښار یو اوسېدونکی وايي:«اوس خو په ټوله نړۍ کې د تېلو بیې کمې شوې دي، نو کندهار کې هم باید د تېلو نرخونه کم شوي وای، خو دلته برعکس کېسه روانه ده. خلک مجبور دي چې بیخې موټر او موټرسایکل استعمال نه کړي. ځکه ۷۷ افغانۍ د یو لیټر تېلو لپاره بیخې ظلم دی».

سوېلی ولایتونو ته تر ډېره د ایران له لارې تېل واردیږي او د نورو ولایتونو په پرتله په هرات، فراه، نیمروزو، هلمند او کندهار کې د تېلو بیې ټیټې وي.

په ورته مهال په کندهار کې د تېلو کاروباریان وايي، د تېلو ټولو پمپونو ته د امربالمعروف ریاست، د تېلو د اتحادیې او نورو دولتي ادارو د ګډ کمېسیون له لوري نرخنامي ټاکل کېږي او دوی اړ دي، چې تېل د نرخنامي له مخې وپلوري. خو دوی د تېلو د بیو د لوړېدو لامل په ګمرکونو کې د تېلو بار موټرو بند پاتې کېدل په ګوته کوي.

د تېلو کاروباریان وايي، چې په تېلو بار سلګونه موټر د هرات، فراه او نیمروز په ګمرکونو کې بند پاتې دي.

د نور محمد په نوم د تېلو یو کاروباري وايي:«زموږ هم سر نه په خلاصیږي چې مسوولین ولې د تېلو موټر نه ګمرکوي. اکثره موټران یې د ټیټ کیفیت په نوم درولي دي، اکثرو باندې یې مالیې لوړې کړې دي او د ځینو بیا هېڅ دلیل نه معلومیږي. نو دا ښکاره خبره ده چې په بازار کې د تېلو تقاضا ډېره ده خو تېل کم دي نو ځکه یې ورځ په ورځ نرخونه لوړیږي».

یو شمېر سرچینې وايي، د افغانستان د تېلو یو شمېر واردوونکي شرکتونه له لوړپوړو طالب چارواکو سره لاس لري او په قصدي توګه یې د تېلو بیې لوړې کړې دي.

د طالبانو د کندهار والي له دوه کلن ځنډ وروسته له خبریالانو سره ناستـه کړې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۵۰ GMT+۱
د طالبانو د کندهار والي له دوه کلن ځنډ وروسته له خبریالانو سره ناستـه کړې
100%

په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین له دوه کلن ځنډ وروسته د دغه ولایت له سیمه‌ییزو خبریالانو سره ناسته کړې او هغوی ته یې د طالبانو له ادارې سره د وفادارۍ سپارښتنه کړې ده. خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د ناستې ځای ته له ځان سره ځیرک موبایلونه یوسي.

د کندهار سیمه‌ییز خبریالان وايي، له دوه کلن ځنډ وروسته یې د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې د طالبانو له والي ملا شیرین سره کتلي دي.

د کندهار خبریالان وايي، په یاده ناسته کې یې له ملا شیرین سره د ځیرکو موبایلونو پر کارونې د بندیز او معلوماتو ته د نه لاسرسي په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

یو خبریال چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل:«موږ د ځیرکو موبایلونو پر کارونې د بندیز، د دولتي ادارو له لوري له خبریالانوو سره د معلوماتو نه شریکولو، د سیمه‌ییزو رسنیو د مالیاتو او د کندهار د خلکو ځینې ستونزو په اړه، چې موږ پوهېدو غږ یې تر ولایته نه رسیږي، وغږېدو».

خبریالانو د ملا شیرین له قوله ویلي، چې پر ځیرکو موبایلونو بندیز حتمي دی، خو د هغه په وینا، ولایتي اداره هڅه کوي له خبریالانو سره د معلوماتو شریکولو لپاره د یوې بلې نوې بدیلي لارې د ارزونې په اړه ناسته وکړي.

خبریالان وايي، چې د ولایت ودانۍ ته د ننوتلو پرمهال له څو پلټنځایونو تېر شوي او هیچاته د ولایت ودانۍ ته د ځیرک موبایل د وړلو اجازه هم نه ده ورکړل شوې.

کندهار د هغو لومړنیو ولایتونو له ډلې دی، چې طالب چارواکو پر تصویري مرکو پکې بندیز لګولی او د نورو ولایتونو په پرتله طالب چارواکي له خبریالانو سره ډېره کمه همکاري لري.

د طالبانو د سوېل ختیځ زون والیانو او امنیه قوماندانانو امنیتي ناسته کړې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۲۶ GMT+۱
د طالبانو د سوېل ختیځ زون والیانو او امنیه قوماندانانو امنیتي ناسته کړې
100%

په پکتیا کې د طالبانو رسنیز دفتر وايي چې د دغه ولایت د والي په مشرۍ د سوېل ختیځ زون والیانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو رییسانو او نورو چارواکو په یاد زون کې د امنیت ټنګښت په تړاو ناسته کړې او ځینې مهمې پریکړې یې کړې دي.

د یاد دفتر په وینا، د پنجشنبې په ورځ د پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني او لوګر والیانو، امنیه قوماندانونو، د استخباراتو رییسانو او نورو طالب چارواکو په پکتیا کې د ملا مهرالله حماد په مشرۍ ناسته کړې ده.

په دې ناسته کې د سوېل ختیځ زون د امنیتي وضعیت ترڅنګ پر یو لړ نورو مسایلو هم خبرې شوې دي.

د طالبانو یاد دفتر خبر ورکړی، چې په ناسته کې په سوېل ختیځ زون کې د امنیت لا ټینګښت، اقتصاددي پراختیا، د ولسي خدمتونو د پیاوړتیا، د شریعت د احکامو پر تطبیق او د مولوي هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو پر عملي کېدو ټینګار شوی دی.

دغه غونډه داسې مهال کیږي، چې په دې وروستیو کې د پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو په سرحدي ولسوالیو او له ډیورنډ کرښې سره په نږدې پرتو سیمو کې امنیتي وضعیت کړکېچن شوی او وخت ناوخت د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې کیږي.

پاکستان تور لګوي، چې افغان طالبانو ټي ټي پي او نورو پاکستان ضد وسله والو ډلو ته په خپله خاوره کې ځای ور کوي، خو طالبان په غبرګون کې اسلام د داعش او طالبانو ضد ډلو په ملاتړ تورنوي.

د چارو شنونکي وايي، چې د وسله والو جنګیالیو پرسر د کابل او اسلام اباد ترمنځ شخړو د افغانستان د سرحدي ولایتونو او ډیورنډ کرښې امنیت ترینګلی کړی دی.