د څمکنیو ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې کورنۍ یې د پاکستان له لوري په وروستیو هوایي بریدونو کې زیانمنه شوې، پرته د نوم له خپرولو له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د دغو بریدونو له امله په سیمه کې عامو خلکو سخته صدمه لیدلې ده.
نوموړي وویل: « مرستې او خواخوږي د دغو کورنیو د درد دوا نهده بلکې د دې ستونزې حل د درد دوا ده. دا سیمه قصدا بار بار په نښه کیږي او د دې ذمه واري څوک هم نه اخلي چې نور به دغلته پر عامو خلکو بمونه نه وریږي».
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ډیپلوماتیکو استازولیو په وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او د دواړو هېوادونو د استازو حیثیت لا هم د پخوا په څېر دی.
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې په وروستیو کې دواړو هېوادونو د یو بل د استازو د احضارولو پر مهال د «شارژدافیر» اصطلاح وکارول شوه، حال دا چې پاکستان او طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې د خپلو استازولیو مشران د سفیر تر کچې لوړ کړي وو.
اندرابي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «په کابل او اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو د استازولیو او د استازو په ډیپلوماتیک حیثیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او وضعیت هماغه دی چې مخکې و».
د راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو د استازولیو د کچې لوړولو په بهیر کې چین د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د منځګړیتوب او هڅونې رول لوبولی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پاکستان، افغانستان او ازبکستان د ټرانس افغان اورګاډي او نورو ګډو اقتصادي پروژو د راتلونکې په اړه وویل چې دا مهال تازه معلومات نه لري او وروسته به یې شریک کړي.
هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان اساسي دریځ لا هم دا دی چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره ونه کارول شي.
اندرابي زیاته کړه، تر هغه چې دا امنیتي ستونزه هواره نه شي، تګ راتګ او سوداګري به اغېزمنه پاتې شي او له همدې امله به د ټرانس افغان اورګاډي او د کاسا- ۱۰۰۰ په څېر ګډو اقتصادي پروژو پرمختګ هم له خنډونو سره مخ وي.