• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره میاشت؛ په پاکستان کې د بېلابېلو بریدونو له امله ۲۶۲ کسان وژل شوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۴۷ GMT+۱

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټېټیوټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶کال د جون په میاشت کې په پاکستان کې د وسله‌والو او دولت ضد بریدونو شمېر د مئ میاشتې پرتله ۱۶ سلنه کم شوی؛ خو بیا هم د ناامنۍ له امله ۲۶۲ کسان وژل شوي دي.

د راپور له مخې؛ په جون میاشت کې ټولټال ۱۰۸ بریدونه ثبت شوي، په داسې حال کې چې دغه شمېر په مئ میاشت کې ۱۲۸ و. راپور زیاتوي، له ټولو وژل شویو کسانو څخه ۱۸۴ وسله‌وال، ۵۲ ملکي وګړي او ۲۶ امنیتي سرتېري وو.
په راپور کې راغلي، په جون میاشت کې ۱۳۴ کسان ټپیان شوي چې په‌کې ۶۳ ملکي وګړي، ۵۰ امنیتي سرتېري، ۱۸ د حکومت پلوه سولې کمېټو غړي او درې وسله‌وال شامل دي. د یاد انسټېټیوټ په وینا؛ د مئ میاشتې پرتله د امنیتي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه ۶۲ سلنه، د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله ۲۷ سلنه او د وسله‌والو د وژل کېدو شمېر ۳۲ سلنه کم شوی دی.
راپور وايي، د جون په میاشت کې څلور ځانمرګي بریدونه شوي چې درې یې د موټربم بریدونه وو. د دغه بریدونو له ډلې تر ټولو لوی برید د جون په ۲۷مه د کراچۍ پر سند رینجرز کمپ شوی و، چې درې امنیتي سرتېري په‌کې وژل شوي وو.
د ایالتونو د وضعیت له مخې؛ بلوچستان کې ۴۹ بریدونه ثبت شوي، چې د مئ میاشتې د ۷۱ بریدونو پرتله ۳۱ سلنه کموالی ښيي. په پخوانیو قبایلي سیمو کې هم بریدونه له ۲۲ څخه ۱۷ ته راټیټ شوي؛ خو د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې بریدونه له ۳۲ څخه ۳۷ ته لوړ شوي، چې ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
راپور زیاتوي، په سند ایالت کې هم د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې او د مئ میاشتې د یوه برید پر ځای په جون کې څلور بریدونه ثبت شوي دي. په پنجاب ایالت کې یوازې یو برید شوی؛ خو په اسلام‌اباد، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او ګلګت ـ بلتستان کې هېڅ وسله‌وال برید نه‌دی ثبت شوی.
د راپور له مخې؛ په جون میاشت کې د تښتونو پېښې هم ۵۰ سلنه کمې شوې دي. په دې موده کې ۲۷ کسان تښتول شوي، په داسې حال کې چې په مئ میاشت کې دغه شمېر ۵۴ و.
د راپور د شمېرو له مخې؛ د ۲۰۲۶کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په پاکستان کې د ناامنۍ له امله ۲زره او ۱۶۶ کسان وژل شوي، چې په‌کې ۱۴۴۲ وسله‌وال، ۴۰۴ ملکي وګړي، ۳۰۷ امنیتي سرتېري او ۱۳ د حکومت پلوه سولې کمېټو غړي شامل دي.
په همدې موده کې ۱۱۳۷ کسان ټپیان شوي، چې په‌کې ۶۹۲ ملکي وګړي، ۲۸۱ امنیتي سرتېري، ۱۳۶ وسله‌وال او ۲۸ د سولې کمېټو غړي شامل دي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

طالبانو په بدخشان کې د «ځانګړي اوپراتیفي ماموریت» لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

۵

د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي

•
•
•

نور کیسې

روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو پر مټ د اوکراین پر پلازمېنې برید وکړ

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱
روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو پر مټ د اوکراین پر پلازمېنې برید وکړ
100%

روسیې د پنجشنبې په سهار (د چنګاښ ۱۱مه) د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو پر مټ د اوکراین پر پلازمېنه کییف ښار برید وکړ. د رویټرز د راپور له مخې؛ په دغه برید کې شاوخوا پنځه کسان ټپیان شوي، استوګنیزې ودانۍ زیانمنې شوې او د کییف ښار د مرکز په یوه هوټل کې اور هم لګېدلی دی.

د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو په ټېلیګرام کې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې د شوچینکو په مرکزي بولیوارډ کې د یوه هوټل چت اور اخیستی دی. پر خواله رسنیو په خپرو شویو انځورونو کې هم د ودانۍ په پورتنۍ برخه کې د اور لمبې ښکاري.

کلیچکو په یوه بل پیغام کې ویلي، چې کییف د ډرون برید ترڅنګ د بالستیک توغندیو پر مټ هم په نښه شوی دی. هغه زیاته کړې، چې د ښار په یوه مرکزي سیمه کې لږترلږه پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د رویټرز خبریال هم راپور ورکړی، چې د کییف په بېلابېلو سیمو کې څو پرله‌پسې چاودنې اورېدل شوې دي. د کییف ښاروال په وینا؛ په یوه نهه پوړیزه استوګنیزه ودانۍ کې چې د دغه بریدونو له امله زیانمنه شوې، یوشمېر اوسېدونکي بند پاتې دي.
هغه دارنګه وویل، چې د یوې بلې لوړې استوګنیزې ودانۍ چت هم اور اخیستی دی. ورته مهال د ټېلیګرام په نارسمي چېنلونو کې خپرو شویو انځورونو ښودلې، چې ګڼ شمېر ښاریان د مټرو په تمځایونو کې راټول شوي دي؛ څو له بریدونو څخه د خوندي پاتې کېدو لپاره په دغه ځایونو کې پناه واخلي.

دغه برید داسې مهال شوی، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي څو ساعته وړاندې د استخباراتي راپورونو په حواله خبرداری ورکړی و چې ښايي روسیه د شپې له‌خوا برید وکړي.
هغه دارنګه ویلي، د اېرلنډ پلازمېنې ډوبلین ښار ته خپل سفر چې د اروپايي ټولنې د شورا د شپږ میاشتنۍ دوراني مشرۍ د پیل په مراسمو کې د ګډون لپاره ترسره شوی و؛ تر ټاکلې مودې مخکې پای ته رسوي.

انتونیو ګوترېش: له استثنا پرته د «اعدام» مجازاتو لغو کېدو ته ژمن یم

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۵۱ GMT+۱
انتونیو ګوترېش: له استثنا پرته د «اعدام» مجازاتو لغو کېدو ته ژمن یم
100%

د ملګرو ملتونو سر منشي انټونیو ګوترېش د «اعدام» سزا ورکړه یوه «غیرانساني» بڼه بللې او په باور یې دغه سزا د بې‌ګناه خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. د نوموړي په وینا، دغه سزا (اعدام)په ۲۱مه پېړۍ کې هېڅ ځای نه‌لري. د راپورونو له‌مخې، په نړۍ کې تر ټول ډېر اعدامونه په چین او ایران کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د چهارشنبې په ناوخته (د چنګاښ ۱۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «زه په بشپړ ډول، په کلکه او له کوم استثنا پرته، په نړیواله کچه د اعدام د سزا د بشپړې لغو کولو ژمنې ته وفادار پاتې یم».

د بشري حقونو د نړۍوالو بنسټونو او په ځانګړې توګه د بښنې نړۍوال سازمان د راپورونو له‌مخې، د نړۍ په کچه تر ټول ډېر اعدامونه په چین، ایران، سعودي عربستان، مصر او امریکا کې ترسره کېږي، خو په ځینو هېوادونو کې بیا د اعدام سزا لغو شوې ده.

د ایران اړوند د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان د راپورونو پر بنسټ، ایران یوازې په ۲۰۲۴ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۰ افغان بندیان او په ۲۰۲۵ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۵ افغانان هم د بېلابېلو تورونو له امله پرته له دې چې مدافع وکیلانو ته لاسرسی ولري، اعدام کړي دي.

چینایي کارګرو د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې د لویې لارې رغونه بېرته پیل کړه

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۱
چینایي کارګرو د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې د لویې لارې رغونه بېرته پیل کړه
100%

چینايي کارګرو له څو میاشتو ځنډ وروسته، چې د خونړیو امنیتي بریدونو له امله رامنځته شوی و، د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې د دوشنبې–کولما لویې لارې د یوې برخې د جوړولو چارې بېرته پیل کړې دي.

د دغې لویې لارې رغنیزې چارې تېر کال وروسته له هغې ودرول شوې چې چین، د امنیتي اندېښنو له امله، خپل وګړي د تاجیکستان له سرحدي سیمو وایستل.

تېر کال په دوو جلا بریدونو کې یو شمېر چینايي وګړي په تاجیکستان کې ووژل شول او ټپیان شول.

د لومړي برید پر مهال، چې د عقرب په میاشت کې ترسره شو، ناپېژاندو وسله‌والو د تاجکستان د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ د زربوز درې په سیمه کې پر یوې چینايي ډله برید وکړ. په دغه برید کې یو چینايي وګړی ووژل شو او پنځه نور کسان، چې څلور یې چینایان وو، ټپیان شول.

څو اوونۍ وروسته، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د لیندۍ د پنځمې په شپه د ختلان ولایت د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ د «شاهین ایس ایم» شرکت د کارکوونکو پر کمپ بل برید شوی دی.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، دا برید د افغانستان له خاورې ترسره شوی، چې په پایله کې یې درې چینايي وګړي ووژل شول او یو بل ټپي شو.

دغه وزارت هغه مهال ویلي وو چې په برید کې په افغانستان کې مېشتې «جرمي ډلې» لاس لري او دا یې په کلکو ټکو غندلی و.

اوس، د دغو بریدونو له څه باندې اوو میاشتو وروسته، د تاجکستان چارواکو بیجینګ ته ډاډ ورکړی چې د چینايي کارګرو د خوندیتوب لپاره به امنیتي تدابیر نور هم پیاوړي کړي.

د تاجکستان د دفاع وزارت هم اعلان کړی چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه او چینايي ځواکونه به د روان کال په سپټمبر میاشت کې په تاجکستان کې ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړي.

تاجکستان او چین د روان کال په مې میاشت کې د دوستۍ تړون لاسلیک کړی، چې د هغه په تعقیب له چینايي شرکتونو سره د شاوخوا اته میلیارده ډالرو په ارزښت د اقتصادي او پراختیايي تړونونو د لاسلیک زمینه هم برابره شوې ده.

مای ساتو: د تهران او واشنګټن په خبرو کې د ایران خلک له پامه غورځول شوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۱
مای ساتو: د تهران او واشنګټن په خبرو کې د ایران خلک له پامه غورځول شوي
100%

د ایران د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې، مای ساتو، ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره په روانو ډیپلوماټیکو هڅو کې د ایران خلک له پامه غورځول شوي دي.

ساتو له فرانسوي مجلې «لو پوان»سره په مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې د ایران خلک د جګړې او کورني ځپنې دواړو درانه لګښتونه پرې کوي، د دې کړکېچ د حل په هېڅ ډیپلوماټیک بهیر کې ونډه نه لري.

هغې ټینګار کړی چې د ایران ولس د جګړې او سیاسي فشارونو اصلي زیانمن شوی اړخ دی، خو د تهران او واشنګټن د روانو مذاکراتو پر مهال د هغوی غوښتنې او اندېښنې له پامه غورځول کېږي.

د ملګرو ملتونو دغې ځانګړې راپور ورکوونکې دا هم ویلي چې د ایران حکومت تر اوسه دې هېواد ته د هغې د سفر اجازه نه ده ورکړې، څو د بشري حقونو وضعیت له نږدې وڅېړي.

مای ساتو زیاته کړې چې د ایران پر چارواکو دوامدار نړیوال فشار کولای شي «ریښتینې او ملموسې اغېزې» ولري او د بشري حقونو د وضعیت په ښه کېدو کې مرسته وکړي.

د نوموړې څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا د کمولو او د دواړو لورو د اختلافاتو د حل لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

د اروپايي پارلمان غړې: جرمني د طالبانو د باج‌غوښتنې پر وړاندې تسلیم شوی

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۳ GMT+۱
د اروپايي پارلمان غړې: جرمني د طالبانو د باج‌غوښتنې پر وړاندې تسلیم شوی
100%

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن ویلي، له جرمني څخه افغانستان ته د افغان کډوالو ستنول یوه «احمقانه» پرېکړه ده او دا کار اروپا د طالبانو د فشارونو او باج‌غوښتنې پر وړاندې زیانمنوي.

نیومن، چې د جرمني تبعه هم ده، د چهارشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، جرمني د طالبانو د باج‌غوښتنې پر وړاندې تسلیم شوی او نه غواړي چې نور اروپايي هېوادونه هم همدا لاره خپله کړي.

هغې وویل، هغه افغانان چې په جرمني کې پر جرمونو محکوم شوي، باید هماغلته خپلې قانوني سزاوې تېرې کړي، نه دا چې خوشې او افغانستان ته ولېږدول شي.

د هغې په وینا، طالبان به دغه کسان زنداني نه کړي او جرمني د هغوی په لېږلو سره په افغانستان کې د ښځو امنیت له جدي ګواښ سره مخ کوي او د جنسي تاوتریخوالي ګواښ زیاتوي.

د اروپايي پارلمان دغې غړې زیاته کړه، افغانستان ته د افغانانو ایستل نه یوازې امنیتي ستونزې رامنځته کوي، بلکې اروپا د طالبانو د سیاسي فشارونو او امتیاز غوښتنو پر وړاندې هم کمزورې کوي.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د جرمني دریځ بدل شوی او دا هېواد له طالبانو سره د خبرو اترو پیل کوونکی لومړنی اروپايي هېواد شو، وویل چې جرمني د هغې په ټکو «د طالبانو په پوپولیستي دام کې» ایسار شوی دی.

د نیومن په وینا، اوس په جرمني کې غالب نظر دا دی چې افغان نارینه، که هرې پایلې ولري، باید د جرمونو له محکومېدو وروسته له هېواده وایستل شي.

هغې همداراز په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ او په برلین کې د سفارت د چارو طالبانو ته د سپارلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، دې اقدام د هغو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی چې د طالبانو له واکمنۍ تښتېدلي دي.

د هغې په خبره، د دغو استازولیو له لارې طالبان د هغو افغانانو معلوماتو او شخصي اسنادو ته لاسرسی موندلی شي چې له دې ډلې تښتېدلي دي، او دا وضعیت ښايي طالبانو ته دا زمینه برابره کړي چې خپل مخالفان حتی له افغانستانه بهر هم په نښه کړي.

نیومن د طالبانو د یوه پلاوي بروکسل ته د بلنې په اړه هم وویل، پوهېږي چې دې اقدام ډېری افغانان ناهیلي کړي دي.

هغې ټینګار وکړ چې تخنیکي خبرې باید په کابل کې ترسره شي او هېڅ اړتیا نه وه چې د طالبانو پلاوی یوه اروپايي هېواد ته وبلل شي.

د اروپايي پارلمان دغې غړې وویل، اروپايي ټولنې پنځه کاله وړاندې له طالبانو سره د تعامل لپاره روښانه شرطونه ټاکلي وو، چې په کې د بشري حقونو درناوی، د ټولګډونه حکومت جوړول، بشري مرستو ته د ټولو لاسرسی او د ترهګرو ډلو لپاره د خوندي پناه ځایونو د مخنیوي تضمین شامل وو.

هغې زیاته کړه، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دغه ټول معیارونه لا پسې خراب شوي، نو ځکه نه پوهېږي چې ولې اوس له طالبانو سره د چلند لپاره «بېل معیار» غوره شوی دی.

نیومن دا هم وویل چې د اروپايي ټولنې هغه کمیسیون، چې د طالبانو پلاوی یې بروکسل ته وربللی و، د اروپايي پارلمان له لوري د وضاحت ورکولو لپاره وربلل شوی، څو څرګنده کړي چې په دغو لیدنو کې کومې موضوعګانې مطرح شوې، د طالبانو ځوابونه څه وو او د خبرو پایلې څه دي.