د بغلان اوسېدونکي: له خلکو نه د تذکرو لپاره له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې اخیستل کېږي

د بغلان یوشمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دغه ولایت په خوست ولسوالۍ کې د طالبانو د احصايې مدیر قاري عطاالله خلکو ته جدي ستونزې جوړې کړې او ګڼ کسان ترې شکایتونه کوي. د دوی په خبره؛ هغه د یوې تذکرې جوړولو لپاره له خلکو له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو ناقانونه پیسې اخلي.
