ولادیمیر زیلېنسکي ویلي، د روسیې د وروستي برید په ترڅ کې د کیېف ښار د یوې عادي استوګنیزې نهه پوړیزې ودانۍ ۶۴ اپارتمانونه ویجاړ شوي دي.
زیلېنسکي په خپله اېکسپاڼه ویلي، چې د پېښې په ځای کې لا هم د ژغورنې او لټون عملیات روان دي او ټول اړوند دولتي ادارې په کار بوختې دي.
هغه زیاته کړې، چې تر اوسه د درېیو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی او ۱۷ کسان ژغورل شوي دي، خو لا هم د ودانۍ تر خاورو لاندې د نورو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.
د اوکراین ولسمشر ویلي: «روسیې یو ځل بیا په قصدي ډول پر ملکي وګړو او استوګنیزو ودانیو برید کړی دی».
زیلېنسکي څرګنده کړې، چې یوازې په کیېف کې تر دې دمه له ۱۳۰ څخه زیاتې استوګنیزې ودانۍ د ورته بریدونو له امله زیانمنې شوې دي.
هغه له نړیوالو شریکانو غوښتي، چې د دې وضعیت پر وړاندې یوازې ننداره کوونکي پاتې نه شي او پر روسیې سیاسي او ډیپلوماټیک فشارونه زیات کړي، څو دغه جګړه پای ته ورسېږي.
زیلېنسکي همداراز د اوکراین د هوايي دفاع د پیاوړتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د PURL پروګرام له لارې نوی ملاتړ او د بالستیک ضد دفاعي سیستمونو پراختیا د خلکو د خوندیتوب لپاره حیاتي اړتیا ده.
هغه ویلي: «روسیه باید د دې ترهګرۍ د دوام لپاره هېڅ فرصت ونه لري».
زیلېنسکي له هغو هېوادونو مننه کړې، چې د اوکراین له خلکو ملاتړ کوي او د دفاعي همکاریو برخه کې همکاريو ته چمتو دي.