دیمیتري مېدوېدوف: له ایران سره د ستراتیژیکې ملګرتیا د تړون پلي کولو ته ژمن یو

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتري مېدوېدوف ویلي، مسکو له ایران سره د ستراتیژیکې ملګرتیا د تړون پلي کولو ته ژمن دی. د ایران د اېسنا خبري اژانس د راپور له مخې، مېدوېدوف دغه څرګندونې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په لیدنه کې وکړې.
هغه د ایران د خلکو له لوري له نظام څخه ملاتړ د ستاینې وړ وباله او ویې ویل، دغه ملاتړ د هېواد د ثبات او ځواک د ساتنې تضمین وو.
په دې لیدنه کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د روسیې د حکومت او خلکو د ملاتړي دریځ او خواخوږۍ ستاینه وکړه او ویې ویل، چې تهران د مسکو له ملاتړ څخه منندوی دی.
