په تهران کې د خامنهیي تابوت ته د درناوي مراسم پیل شول

د ایران د مشر علي خامنهیي او د هغه د کورنۍ د وژل شویو غړو تابوت ته د درناوي مراسم په تهران کې پیل شول. د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم په دغه مراسمو کې ګډون کړی.
تر دې وړاندې ایراني رسنیو راپور ورکړی و، چې سلګونه افغانان د ایران د پخواني مشر علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د مشهد ښار ته د سفر چمتووالی نیسي. د ایراني چارواکو په وینا؛ افغانانو ته په دغه مراسمو کې د ګډون لپاره ۲زره او ۵۰۰ وړیا ویزې صادرې شوې دي.
د راپورونو له مخې؛ ټاکل شوې چې د تهران، قم او عراق له مراسمو وروسته د علي خامنهيي جسد د ایران په مشهد ښار کې خاورو ته وسپارل شي.
د ایران مخکېنی مشر شاوخوا څلور میاشتې مخکې د امریکا او اسراییل په ګډو هوايي بریدونو کې په نښه او ووژل شو. ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د نوموړي د جنازې مراسم به د راتلونکې اوونۍ له شبنې ورځې پیل شي.
