په پنجشېر کې یو ۲۲ کلن ځوان د لامبو پر مهال ومړ

د پنجشېر لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، یو ۲۲ کلن ځوان د دویمې امنیتي حوزې اړوند په یوه کانال کې د لامبو پر مهال ومړ.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، یو ۲۲ کلن ځوان د دویمې امنیتي حوزې اړوند په یوه کانال کې د لامبو پر مهال ومړ.
د پنجشېر لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند حقمل سعد د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه د دویمې امنیتي حوزې اړوند په پاراخ سیمه کې د اوبو په یوه کانال کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، دغه کس د لامبو پر مهال د اوبو د زیات شدت له امله د کانال په دروازې کې بند پاتې شو او بالاخره یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ویل کېږي، جسد له اوبو را اېستل شوی او کورنۍ ته یې سپارل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د ګرمۍ په موسم کې ځوانان د ګرمۍ د اغېزو د کمولو لپاره لامبو ته مخه کوي او ځینې یې د بېاحتیاطۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د پولنډ پولیسو اعلان کړی چې د دغه هېواد په سرحد کې یې د ۱۵ افغانانو په ګډون ۵۴ پناه غوښتونکي نیولي دي.د پولنډ چارواکي وایي دا کسان له لیتوانیا څخه په ناقانونه توګه پولنډ ته داخل شوي وو او ډېر ژر به بېرته لیتوانیا ته واستول شي.
د پولنډ د پولیسو د معلوماتو له مخې، په نیول شویو کسانو کې د ۱۵ افغانانو سربېره ۳۰ د پاکستان او ۹ د بنګلهدېش وګړي هم شامل دي. دا عملیات د پولنډ د سرحدي ځواکونو او د ملي مالیاتو او ګمرکونو د ادارې د مامورینو په همکارۍ ترسره شوي دي.
پولنډي پولیسو پر خپلو پولو د سختو امنیتي تدابیرو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد ځواکونه په پوره جدیت سره د کډوالو د ناقانونه راتګ پر وړاندې د پولنډ له سرحدونو ساتنه کوي.
دا نیونې په داسې حال کې کېږي چې پولنډ په وروستیو کلونو کې د خپلو ختیځو پولو، په ځانګړې توګه له بېلاروس او لیتوانیا سره په ګډه پوله کې امنیتي کنټرول سخت کړی ترڅو اروپايي ټولنې ته د کډوالو د ناقانونه ننوتلو لارې بندې کړي.
د لیتوانیا او پولنډ ترمنځ ګډه پوله په وروستیو کلونو کې د لوېدیځې اروپا هېوادونو ته د کډوالو د رسېدو لپاره په یوه مهمه لاره بدله شوې ده.
اروپايي هېوادونو د پناه غوښتونکو د ناقانونه ننوتلو د مخنیوي لپاره پر دغه سرحد څار زیات کړې، چې له امله یې د افغانانو په ګډون د کډوالو د پرله پسې نیول کېدو پېښې ډېرې شوې دي.
په وروستیو کلونو کې د افغان کډوالو کړکېچ په بېساري ډول زیات شوی دی؛ د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې تېر کال شاوخوا ۳ میلیونه افغانان له ایران، پاکستان او ترکیې څخه بېرته هېواد ته ستانه شوي چې ډېری یې په زوره ایستل شوي دي.
د بشري حقونو د څار ډلې ویلي چې پر کډوالو د پولیسو چاپې په بېساري ډول زیاتې شوي او د کورنیو د جلا کېدو لامل شوي دي.
په کابل کې د ایران د سفارت په بلنه د افغانستان او ایران د څه باندې ۲۰۰ اقتصادي فعالانو، صنعتکارانو او پانګوالو په ګډون یوه مسلکي سوداګریزه ناسته شوې، چې په ترڅ کې یې په بېلابېلو صنعتي او سوداګریزو برخو کې د ګډې همکارۍ درې هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي دي.
په کابل کې د ایران سفارت د جمعې په ورځ، پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې د ناستې پر مهال په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر ظرفیتونو ټینګار کړی.
د ایران د سفارت د معلوماتو له مخې د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې استول شوي پلاوي د افغانستان له اقتصادي فعالانو سره د نفتو، ساختماني صنایعو، درملو، سمنټو، لابراتواري تجهیزاتو، خوراکي صنایعو، د بیټرۍ جوړونې، تخنیکي او انجنیرۍ خدمتونو په برخو کې خبرې اترې او مسلکي غونډې ترسره کړې.
په کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې د ایران او افغانستان د شرکتونو ترمنځ د ګډو همکاریو درې هوکړه لیکونو چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو دلا پراختیا لپاره اغېزناک ګام ګڼل کېږي لاسلیک شوي دي.
افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا ویاند وایي چې په تهران کې به د طالبانو او د هغوی د مخالفو مشرانو ترمنځ هېڅ ډول لیدنه نه ترسره کېږي.
د پردې تر شا د لیدنو په اړه د انګېرنو ردولو سره هممهاله تهران ته د افغانستان د دوو جریانونو د چارواکو له سفر سره، ځینو سرچینو د دوی ترمنځ د غیرعلني خبرو اترو د احتمال خبر ورکړی و.
دمګړۍ، د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او له بلې او د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او د وحدت ګوند مشر محمد محقق په تهران کې د علي خامنهاي د جنازې په مراسمو کې د ګډون او درناوي لپاره حضور لري.
یاسا ټینګار وکړ چې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو یا لیدنې لپاره هېڅ پلان شتون نه لري.
ښاغلي یاسا د جمعې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل چې له طالبانو سره د مخالفو جریانونو بنسټیزه ستونزه د نظام د جوړښت په اړه ده. هغه وویل چې مخالف جریانونه له طالبانو سره د مذاکرې له اصل سره مخالف نه دي، خو مذاکره بایدچوکاټ او اصول ولري.
هغه وویل چې دوی چمتو دي چې د منځګړیتوب او لویو تضمینونو په شتون کې له طالبانو سره خبرو ته کینې.
د تهران د منځګړیتوب د هڅو مخینه
تهران تر دې وړاندې هم هڅه کړې وه چې د افغانستان د سیاسي جریانونو ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي. په دغو مواردو کې یو هم په تهران کې د احمد مسعود او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي ترمنځ د مستقیمو خبرو کوربهتوب و؛ هغه خبرې چې د بنسټیزو اختلافونو له امله له کومې څرګندې پایلې پرته پای ته ورسېدې.
د طالبانو مخالفان تل په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار کوي، خو طالبان ادعا کوي چې د دوی اداره هراړخیزه ده.
د ننګرهار د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی ۱۸ کلن صفی الله ۳۳ ورځې مخکې د اروپا پر لور د قاچاقي سفر پر مهال د ایران پر پوله د ایراني ځواکونو په ډزو وژل شوی و، مړی یې تر یوې میاشتې وروسته د سره صلیب په مرسته کورنۍ ته وسپارل شو. کورنۍ یې وایي، بېکاري او ناچارۍ دې خطرناک سفر ته اړ کړی و.
د صفی الله کورنۍ افغانستان انترنشنل ته ویلي، نوموړی د «وحدت» په نوم د یوه قاچاقبر په مرسته له خپلو څلورو نورو ملګرو سره د اروپا د سفر په هیله د ایران پر لور روان شوی و. د کورنۍ په وینا، له سفر شاوخوا یوه اوونۍ وروسته ورسره اړیکه پرې شوه او ټیلیفون یې هم بند شو.
د صفی الله د کورنۍ د معلوماتو له مخې، ایران ته د رسېدو پر مهال ایراني پوله ساتو ځواکونو ډزې پرې کړې چې د قاچاقبر په ګډون شپږ واړه کسان وژل شوي وو.
دوی زیاتوي، هڅه یې وکړه د صفی الله جسد له سیمې را انتقال کړيي، خو ایراني ځواکونو اجازه ورنه کړه. د قرباني د کورنۍ په وینا، جسد شپږ ورځې تر لمر لاندې پاتې شو وو. د صفي الله کورنۍ وایې:« هغه په سترګه مخ او زړه باندی ویشتل شوی وو چې تر مرګ وروسته دا چې یوه اونۍ لمر ته پاتي و رنګ یې تور اوښتی و ان نه پیژندل کیدی».
د صفي الله جسد د سره صلیب په منځګړیتوب تر نږدې یوې میاشتې وروسته،، تېره ورځ ننګرهار ته لېږدول شوی او په خپل کلي کې خاورو ته سپارل شوی.
د صفی الله مور، چې د کورنۍ په وینا یې د سخت شاک په حالت کې ده، وایي د زوی د سفر د لګښت لپاره یې خپل غوږوالې پلورلې و او زوی په لوی لاس د مرګ خولې ته ولیږه.
صفی الله د کورنۍ مشر زوی و او له هغه درې وروڼه، مور او پلار پاتې دي. پلار یې وایي، بېکاري او اقتصادي ستونزو یې زوی د اروپا پر لور خطرناک سفر ته اړ کړ او د کورنۍ ټولې هیلې ورسره تړلې وې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د رییسانو په کچه د سیاسي سلا مشورو دویم پړاو په کابل کې ترسره شو. د دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د سیمې او نړۍ د وروستیو سیاسي تحولاتو، سیمهییز ثبات، امنیت او ګډو ګټو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې کړي دي.
طالبانو ویلي، دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ د کچې د لوړولو، د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کولو او د ترانسپورټي او ټرانزیټي دهلېزونو د فعالولو لپاره د عملي همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ.
د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د سیمهییزو او نړیوالو سازمانونو په چوکاټ کې د همکاریو، سیمهییز اتصال او د ګډو ګټو په نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې او دواړو لوریو د همغږۍ او منظم سیاسي تفاهم پر دوام هوکړه وکړه.
طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ډاکټر عبدالحی قانت او د روسیې د پلاوي مشري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د دویمې ادارې رییس الکسي پاولوفسکي پر غاړه درلوده.
طالبانو او روسیې ترمنځ د سیاسي سلا مشورو دغه ناسته د دواړو خواوو د اړیکو د لا پیاوړتیا او د ګډو ګټو د پرمختګ لپاره مهمه بللي او پرېکړه یې وکړه چې دا بهیر به په منظم ډول دوام ومومي. د خبرپاڼې له مخې، د سیاسي مشاورت درېیم پړاو به د دواړو لوریو په متقابل توافق په مسکو کې ترسره شي.