• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د پوځ مشر: د علي خامنه‌يي د وینې غچ به واخلو

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۱ GMT+۱

د ایران د پوځ لوی درستیز امیر حاتمي د علي خامنه‌يي او د هغه د کورنۍ د غړو د جنازي د مراسمو په څنډه کې یې خبرداری ورکړی چې ایران به د «علي خامنه‌يي د وینې غچ» واخلي.

د ایران د پوځ لوی درستیز د وسله‌والو ځواکونو د لوړپوړو قوماندانانو د حضور پر مهال ویلي، په لا ټینګه اراده خپلو «دښمنانو» ته اعلانوو چې «د علي خامنه‌يي د وینې غچ به واخلو.»

د علي خامنه‌يي او د هغه د کورنۍ د غړو د جنازې له مراسمو څخه په خپرو شویو ویډیوګانو کې د سپاه پاسداران لوی درستیز احمد وحیدي نه تر سترګو کېږي.

خو د خاتم‌الانبیا مرکزي قومندانۍ مشرعلي عبداللهي، د ایران د پولیسو عمومي قوماندان ، د دفاع وزارت سرپرست او د پوځ د لوی درستیز مرستیال او د همغږۍ رییس سمندار حبیب‌الله سیاري په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.

علي خامنه‌يي د ۱۹۸۹ کال د جون په میاشت کې د ایران د بنسټګر روح‌الله خمیني تر مړینې وروسته، د دغه هېواد د ستر مذهبي مشر په توګه وټاکل شو او څه باندې درې لسیزې یې د ایران د سیاسي، پوځي او امنیتي پرېکړو مشري وکړه.

علي خامنه‌يي د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسراییلو په ګډ هوايي برید کې ووژل شو چې د ایران دولتي رسنیو یې مړینه د ۲۰۲۶ کال د مارچ په لومړۍ نېټه تایید کړه.

•
•
•

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

نور کیسې

امریکايي ځواکونه د داعش ضد عملیاتو له بشپړېدو وروسته له نایجیریا څخه ووتل

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۱۱ GMT+۱
امریکايي ځواکونه د داعش ضد عملیاتو له بشپړېدو وروسته له نایجیریا څخه ووتل
100%

د امریکا د افریقا قوماندانۍ (AFRICOM) مشر ویلي، امریکا د داعش ضد ګډو عملیاتو له بشپړېدو وروسته خپل ډېری ځواکونه له نایجیریا څخه ایستلي دي. هغه زیاته کړې چې اوس د ابوجا په غوښتنه، واشنګټن یوازې د استخباراتي معلوماتو د شریکولو له لارې له دغه هېواد سره همکاري کوي.

د افریکوم قوماندان جنرال ډاګوېن انډرسن ویلي، د مې میاشتې په ګډو عملیاتو کې د داعش نړیوال دویم لوړپوړی قوماندان ابو بلال المنوکي وژل شوی. د نوموړي په وینا، له عملیاتو وروسته امریکا خپل ډېری هغه سرتېري بېرته له نایجریا ایستلي چې یوازې د همدې ماموریت لپاره نایجریا ته استول شوي وو، خو د استخباراتي معلوماتو د شریکولو همکاري لا هم روانه ده.

انډرسن ویلي، دغو عملیاتو د داعش د مشرتابه، مخابراتي او عملیاتي شبکو ته د پام وړ زیان رسولی او اغېزې یې د لوېدیځې افریقا له پولې هم اوښتې دي.

امریکا د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې، د نایجریا په غوښتنه د داعش او نورو وسله‌والو ډلو پر ضد د روزنې، تخنیکي مرستې او استخباراتي همکارۍ لپاره په دغه هیواد کې محدود پوځي حضور درلود.

په بلوچستان کې د سختو ورښتونو له امله ۴ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۶ GMT+۱
په بلوچستان کې د سختو ورښتونو له امله ۴ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان دي
100%

د بلوچستان په کوټې، خضدار او ژوب سیمو کې د وروستیو سختو ورښتونو له کبله د درېیو کورونو چتونه راپرېوتي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

ځایي چارواکو ویلي، لومړۍ پېښه د ژوب په سیمه کې د باچا خان ښوونځي ته څېرمه په شمس کالونۍ کې رامنځته شوې چې د سختو ورښتونو له امله د دوو خټینو کورونو چتونه پرېوتي. په دغه پېښه کې یوه ښځه او دوه ماشومان تر خاورو لاندې شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د خضدار په سیمه کې هم د یو بل کور د نړېدو له امله یو ماشوم مړ او څلور نور ټپیان شوي دي. سیمه‌ییز پولیس او د ژغورنې ډلې وایي، چې ټپیان په بېړني ډول د سیمې نږدې روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

 سختو بارانونو په بلوچستان کې خلکو ته نه یوازې ځاني؛ بلکې مالي زیانونه هم اړولي دي. د راپورونو له مخې؛ د سختو ورښتونو له امله کورونه، سړکونه او کرنیزې ځمکې زیانمنې شوې او په بېلابېلو سیمو کې برېښنا پرې شوې ده.

د اسراییل لوی درستیز: ایران لا هم زموږ په پوځي اماده‌ګیو کې اصلي لومړیتوب دی

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۴۳ GMT+۱
د اسراییل لوی درستیز: ایران لا هم زموږ په پوځي اماده‌ګیو کې اصلي لومړیتوب دی
100%

د اسراییل د پوځ لوی درستیز ایال زمیر د اکتوبر د اوومې بریدونو له زرمې ورځې سره هم‌مهاله ویلي، چې د ایران [حکومت] لا هم د اسراییل د پوځ د پاملرنې او چمتووالیو تر ټولو مهم محور دی.

زمیر د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) د پوځ د عمومي وضعیت د ارزونې په ناسته کې وویل: «نن زموږ د تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې زرمه ورځ ده؛ هغه جګړه چې د اسراییل د دولت په تاریخ کې په یوې سترې ماتې او له تر ټولو تریخ ناورین سره پیل شوه».

هغه د جګړې د بېلابېلو جبهو وضعیت ته په اشارې سره زیاته کړه: «ایران لا هم زموږ د چمتووالیو اصلي لومړیتوب دی. اوس موږ په ټولو عملیاتي جبهو کې یوې منځنۍ دورې ته داخل شوي یو».

د اسراییل د پوځ لوی درستیز همدا راز وویل، چې د جګړې ټولې جبهې لا هم فعالې دي، که څه هم په هغو کې د نښتو شدت توپیر لري، خوله دغو جبهو څخه هره یوه یې د داسې بدلونونو شاهده ده، چې د هغه په وینا، برخلیک ټاکونکې کیدای شي.

د دمشق په یوه کافه کې چاودنې ۹ کسان وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۰ GMT+۱
د دمشق په یوه کافه کې چاودنې ۹ کسان وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي
100%

د سوریې د کورنیو چارو وزارت وایي، د دمشق ښار په مرکزي سیمه کې د یوې کافې دننه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. تر اوسه هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه‌دی منلی.

د سوریې کورنیو چارو وزارت ویلي، د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) د دمشق ښار په مرکزي برخه کې د عدلیې ماڼۍ ته څېرمه په یوه کافه کې د چاودنې له امله ۹ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت د لومړنیو څېړنو له مخې، چاودنه د شاوخوا یو کیلوګرام چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. د چارواکو په وینا، د دغې چاودنې له امله ځايي اوسېدونکو ته پراخ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د سوریې دولتي ټلوېزیون راپور ورکړی، چې چاودېدونکي توکي د کافې دننه ځای پر ځای شوي وو، خو تر اوسه هېڅ وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت نه‌دی منلی.

زیلېنسکي: د روسیې برید کې د کیېف یوه استوګنیزه ودانۍ ویجاړه شوې او درې کسان وژل شوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱
زیلېنسکي: د روسیې برید کې د کیېف یوه استوګنیزه ودانۍ ویجاړه شوې او درې کسان وژل شوي
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي وایي، روسیې د کیېف پر یوې استوګنیزې ودانۍ برید کړی چې له امله یې ۶۴ اپارتمانونه ویجاړ شوي او درې کسان وژل شوي دي. هغه له نړیوالو شریکانو غوښتي، چې پر روسیې فشارونه زیات او د اوکراین هوايي دفاعي سیستم لاپسې سمبال کړي.

ولادیمیر زیلېنسکي ویلي، د روسیې د وروستي برید په ترڅ کې د کیېف ښار د یوې عادي استوګنیزې نهه پوړیزې ودانۍ ۶۴ اپارتمانونه ویجاړ شوي دي.

زیلېنسکي په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې د پېښې په ځای کې لا هم د ژغورنې او لټون عملیات روان دي او ټول اړوند دولتي ادارې په کار بوختې دي.

هغه زیاته کړې، چې تر اوسه د درېیو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی او ۱۷ کسان ژغورل شوي دي، خو لا هم د ودانۍ تر خاورو لاندې د نورو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

د اوکراین ولسمشر ویلي: «روسیې یو ځل بیا په قصدي ډول پر ملکي وګړو او استوګنیزو ودانیو برید کړی دی».

زیلېنسکي څرګنده کړې، چې یوازې په کیېف کې تر دې دمه له ۱۳۰ څخه زیاتې استوګنیزې ودانۍ د ورته بریدونو له امله زیانمنې شوې دي.

هغه له نړیوالو شریکانو غوښتي، چې د دې وضعیت پر وړاندې یوازې ننداره کوونکي پاتې نه شي او پر روسیې سیاسي او ډیپلوماټیک فشارونه زیات کړي، څو دغه جګړه پای ته ورسېږي.

زیلېنسکي همداراز د اوکراین د هوايي دفاع د پیاوړتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د PURL پروګرام له لارې نوی ملاتړ او د بالستیک ضد دفاعي سیستمونو پراختیا د خلکو د خوندیتوب لپاره حیاتي اړتیا ده.

هغه ویلي: «روسیه باید د دې ترهګرۍ د دوام لپاره هېڅ فرصت ونه لري».

زیلېنسکي له هغو هېوادونو مننه کړې، چې د اوکراین له خلکو ملاتړ کوي او د دفاعي همکاریو برخه کې همکاريو ته چمتو دي.