• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عوامي نشنل ګوند په باجوړ کې د ډرون برید غندلی او د دغو پېښو د مخنيوي غوښتنه یې کړې ده

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۱

عوامي نشنل ګوند په باجوړ کې د پنجشنبې ورځې د ډرون بريد پېښه غندلې او په دغې پېښه کې یې د یوې کورنۍ د درېیو ماشومانو وژنه خورا بوږنوونکې بللی ده. ياد ګوند د پرله پسې دغه ډول زیاتېدونکو پېښو د مخنیوي غوښتنه کړې ده. په یاده پېښه کې ۷ نور کسان هم ټپيان شوي وو.

د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا ایالت عمومي سکرټر حسين شاه يوسفزي په يوه بيان کې ويلي، په توره شپه کې د بې‌وسلې او بې‌ګناه وګړو، په ځانګړې توګه د ماشومانو په نښه کول تر ټولو بده «بزدلي» او د نه منلو وړ عمل دی.

هغه زياته کړې: «په تېره یوه اونۍ کې دا درېیم ډرون برید دی، چې عام خلک په‌کې په نښه کېږي. د پرله پسې پېښو پر وړاندې د فدرالي او ایالتي حکومت چوپتیا خورا معنا لرونکې او د اندېښنې وړ ده. تر نن ورځې پورې دا معلومه نه‌شوه، چې دا ډرون له کوم ځایه راځي او څوک یې کنټرولوي».

يوسفزي د پوښتنې په توګه مطرح کړې: «که دا ډرون د ترهګرو وي نو د مخنیوي مسوولیت یې د چا دی؟ او که دا د دولتي ادارو وي نو د بې‌ګناه وګړو د په نښه کولو څه جواز دی. ورځني ډرون بریدونه د حکومتونو او اړوندو امنیتي ادارو ناکامي ده. خلک په دوامداره توګه مړي پورته کوي خو مسوولې ادارې د نندارچیانو په څېر ناستې دي».

هغه د تحريک انصاف ګوند د خيبرپښتونخوا پر حکومت هم نيوکې وکړې او زياته یې کړه: «په تېر وخت کې د ډرون بریدونو پر وړاندې د اعتراض ډرامې کوونکي نن چېرته دي؟ نن چې معصوم خلک په نښه کېږي، دا خلک تماشا کوي. د هغو واکمنانو سترګې ولې نن دا ظلم نه ویني چې له ۱۳ کلونو راهیسې پر ایالت مسلط دي».

نوموړي په پښتونخوا کې د ډرون بریدونو او ملکي مېشت ځایونو د په نښه کولو د لړۍ د درولو غوښتنه کړې او له اغېزمنو کورنیو سره یې پر مرستو ټينګار کړی دی.

د باجوړ د خار په شينکوټ سيمه کې پرون (پنجشنبه د چنګاښ ۱۱مه) پر يوه کور د ترسره شوي ياد ډرون په برید کې درې ماشومان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

ترویج لرونکی

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»
۱
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۲

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۳
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۴

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۵

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان او افغانستان ته ۱.۴ مېلیارد ډالره زیان اوښتی

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۰۰ GMT+۱
پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان او افغانستان ته ۱.۴ مېلیارد ډالره زیان اوښتی
100%

د پاکستان-افغانستان ګډې سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، د لارو تړل پاتې کېدو له امله سوداګري په ټپه درېدلې چې له امله یې پاکستان ته نږدې ۹۸۰ مېلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ مېلیونه امریکایي‌ ډالر زیان اوښتی.

د دوی په خبره؛ د سوداګریز او اقتصادي زیان ترڅنګ د خلکو ورځنی ژوند هم سخت اغېزمن شوی دی. د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال جواد شینواری د ځایي سوداګرو له قوله وایي، له ۹ میاشتو راهیسې د لارو تړل پاتې کېدو دوه‌ اړخیزه سوداګري، واردات، صادرات، ټرانزیټي راکړه ورکړه او د زرګونه کسانو د کار او روزګار سرچینې اغېزمنې کړې دي.

د دواړه خواوو د ګدې سوداګرۍ خونې مرستیال ضیاء الحق سرحدي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، افغانستان د پاکستان له مهمو صادراتي بازارونو دی چې هر کال ورته د شاوخوا ۱.۵ مېلیارده امریکايي ډالرو په ارزښت پاکستاني توکي‌ صادریږي.

نوموړي‌ دا هم ویلي، افغانستان د پاکستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د مهمې ټرانزيټي لارې حیثیت لري چې هر کال له دې لارې د شاوخوا ۸۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت پرې سوداګري ترسره کېږي.

نوموړي‌ د لارې بندېدو ته په اشارې وویل: «د لارو اوږدمهاله تړل کېدل نه یوازې د پاکستان او افغانستان ترمنځ مستقیمه دوه‌ اړخیزه سوداګري زیانمنه کړې؛ بلکې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پاکستان صادرات هم په جدي ډول اغېزمن شوي دي».

هغه پاکستان ته د دغه اوښتي زیان په اړه زیاته کړې: «د همدې وضعیت له امله پاکستاني صادرونکو ته شاوخوا ۲۲۵ مېلیونه امریکايي ډالر مالي زیان اوښتی دی». سرحدي‌ همداراز زیاته کړې، چې د افغانستان د وارداتو لپاره هرکال شاوخوا ۴۰زره تر ۴۵زره کانټینرونه د کراچۍ له بندرونو څخه لېږدول کېږي.

د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې رییس خان جان الکوزي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه چې پخوا به هره میاشت نږدې ۲۰۰ مېلیون امریکايي ډالر واردات او له ۵۰ تر ۶۰ مېلیونه امریکايي ډالر صادرات په‌کې شامل وو؛ اوس په بشپړه توګه په ټپه درېدلې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې له همدې امله دواړه هېوادونو ته هره میاشت شاوخوا ۲۵۰ مېلیونه امریکايي ډالر ګډ اقتصادي زیان اوړي. خان جان الکوزي خبرداری ورکړی، که دغه سوداګریز محدودیتونه او د لارو تړل کېدل همداسې دوام ومومي؛ نه یوازې به د دواړه خواوو سوداګر له لا ډېرو مالي زیانونو سره مخ شي، بلکې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اوږدمهاله اقتصادي اړیکې به هم سختې زیانمنې شي، چې منفي اغېزې به یې د ټولې سیمې پر اقتصاد هم پرېوځي.

په بلوچستان کې د سختو ورښتونو له امله ۴ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۶ GMT+۱
په بلوچستان کې د سختو ورښتونو له امله ۴ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان دي
100%

د بلوچستان په کوټې، خضدار او ژوب سیمو کې د وروستیو سختو ورښتونو له کبله د درېیو کورونو چتونه راپرېوتي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

ځایي چارواکو ویلي، لومړۍ پېښه د ژوب په سیمه کې د باچا خان ښوونځي ته څېرمه په شمس کالونۍ کې رامنځته شوې چې د سختو ورښتونو له امله د دوو خټینو کورونو چتونه پرېوتي. په دغه پېښه کې یوه ښځه او دوه ماشومان تر خاورو لاندې شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د خضدار په سیمه کې هم د یو بل کور د نړېدو له امله یو ماشوم مړ او څلور نور ټپیان شوي دي. سیمه‌ییز پولیس او د ژغورنې ډلې وایي، چې ټپیان په بېړني ډول د سیمې نږدې روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

 سختو بارانونو په بلوچستان کې خلکو ته نه یوازې ځاني؛ بلکې مالي زیانونه هم اړولي دي. د راپورونو له مخې؛ د سختو ورښتونو له امله کورونه، سړکونه او کرنیزې ځمکې زیانمنې شوې او په بېلابېلو سیمو کې برېښنا پرې شوې ده.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ؛ امریکا د اسلام‌اباد تر څنګ ودرېده

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۱ GMT+۱
د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ؛ امریکا د اسلام‌اباد تر څنګ ودرېده
100%

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، واشنګټن د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د پاکستان د ځان‌دفاع له حق څخه ملاتړ کوي. په داسې حال کې چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ شخړې لا هم دوام لري او د ملګرو ملتونو په وینا، د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) په یوې اعلامیې کې ویلي، متحده ایالات د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د پاکستان د ځان‌دفاع له حق څخه ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی، چې د پاکستان خلکو د کلونو په اوږدو کې د ترهګرۍ له امله درانه زیانونه لیدلي دي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي: «موږ د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د پاکستان د ځان‌ دفاع له حق څخه ملاتړ کوو. د پاکستان خلکو د ترهګرو له لاسه ډېر کړاوونه ګاللي دي».

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د روان کال په فبرورۍ کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د دواړو لورو تر منځ تر ټولو سختې نښتې وشوې او له هغې وروسته هم د دواړو غاړو ترمنځ تاوتریخوالی دوام لري.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د معلوماتو له مخې، د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې، چې د افغانستان ډیورند کرښې ته نږدې سیمې یې په نښه کړې، لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو وروسته ادعا وکړه، چې د اسلام‌اباد د بریدونو په غبرګون کې یې د پاکستان دننه هوايي بریدونه کړي، خو اسلام‌اباد ویلي، د بلوچستان په ایالت کې یې د طالبانو څلور ابتدایي بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) نسکورې کړې دي.

پاکستان پر طالبانو تور پورې کوي، چې د پاکستان پر ضد د بریدونو پلان جوړوونکو وسله‌والو ته په افغانستان کې پناه ورکوي، خو طالبان دا تورونه ردوي او وایي، په پاکستان کې ناامني د هغه هېواد کورنۍ ستونزه ده او اسلام‌اباد د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان اچوي.

واشنګټن چې پاکستان د ناټو له غړیتوبه بهر مهم متحد بولي، لا هم طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه ګڼي. د راپورونو له مخې، د امریکا او پاکستان اړیکې د ډونالډ ټرمپ تر بیا واکمنېدو وروسته یو ځل بیا نږدې شوې دي.

دغه څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ له زیاتېدو سره د سیمې د امنیت او د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه نړیوالې اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کلونو کې پاکستان لږ تر لږه ۱۳ ځلي پر افغانستان مرګوني هوايي بریدونه کړي او له امله یې سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۶ کال کې له پاکستان څخه د ۵۰۰ زره افغان کډوالو له ستنیدو خبر ورکړ

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۱
ملګرو ملتونو په ۲۰۲۶ کال کې له پاکستان څخه د ۵۰۰ زره افغان کډوالو له ستنیدو خبر ورکړ
100%

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په خپل نوي راپور کې اعلان کړی، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د جون تر ۲۷مې پورې، لږ تر لږه ۵۳۱ زره و ۸۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) د یوه راپور په خپرولو سره زیاته کړې، په دغو ستنو شویو کسانو کې ۱۵۸ زره او ۳۰۰ تنه د یادې ادارې تر ملاتړ لاندې ستانه شوي او لږ تر لږه ۶۱ زره او ۸۰۰ نور په جبري توګه له پاکستان څخه شړل شوي دي. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د مخ په زیاتېدونکو ترینګلتیاوو او نښتو په منځ کې دوام لري.

په راپور کې راغلي، چې د ستنو شویو کډوالو لویه برخه ښځې او ماشومان جوړوي، داسې چې د ټولو راستنېدونکو ۵۰ سلنه ښځې او نجونې او ۵۵ سلنه یې ماشومان دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې له تېر کال راهیسې یې په کابل، کندهار او جلال‌اباد کې له څه باندې ۷۵۳ زرو کسانو سره نغدي مرستې کړي او یوازې په ۲۰۲۶ کال کې یې له ۱۵۸ زرو څخه زیاتو ستنو شویو کډوالو ته د مرستو رسولو لړۍ روانه ساتلې ده.

د دغو کورنیو شاوخوا ۳۴ سلنه یې د ښځو له خوا اداره کېږي او ۱۴ سلنه یې لږ تر لږه یو معلول غړی لري.

د احصایو له مخې، د ستنېدونکو کډوالو ۸۹ سلنه پښتانه، ۳ سلنه تاجک، ۲ سلنه هزاره او ۱ سلنه ازبک دي، چې د زده‌کړو په کچه کې یې ۷۸ سلنه مشران هېڅ رسمي زده‌کړې نه لري.

د ستنېدونکو ډېره برخه د تورخم له لارې (۸۴ سلنه) او سپین بولدک له لارې (۱۰ سلنه) هېواد ته داخل شوي، چې ډېری یې په ننګرهار، کابل، لوګر، کندهار او کندوز ولایتونو کې د مېشتېدو نیت لري.

دغې بې‌سارې ستنېدنې د افغانستان پر لا دمخه نازک بشري وضعیت دروند بار اچولی دی.

له بلې خوا، په دغه راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان دننه د ناامنیو او نښتو له امله لږ تر لږه ۶۹ زره کسان په کور دننه بې‌ځایه شوي دي. په دغو بې‌ځایه شویو کورنیو کې ۷۳ سلنه یې ښځې او ماشومان دي، چې تر ټولو لومړنۍ اړتیاوې یې سرپناه (۷۳ سلنه)، خوراکي خوندیتوب (۵۲ سلنه) او روغتیايي خدمات (۴۵ سلنه) ښودل شوي دي.

همدا رنګه په پاکستان کې د بې‌اسناده افغانانو د نیولو، بندي کولو او د کورونو د تخلیې لړۍ په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د پرېکړې له مخې لا هم په شدت سره روانه ده.

صدیق صدیقي: پاکستان باید له افغان کډوالو سره په چلند کې نړیوال قوانین مراعات کړي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۱
صدیق صدیقي: پاکستان باید له افغان کډوالو سره په چلند کې نړیوال قوانین مراعات کړي
100%

د افغانستان د پخواني ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، چې پاکستان باید له افغان کډوالو سره په چلند کې نړیوال قوانین او د بشري حقونو کنوانسیونونه مراعات کړي او د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه باید په دې برخه کې عملي اقدام وکړي.

صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند «د بشریت پر وړاندې ښکاره جرم» ښکاري او باید د نړیوالو قوانینو له مخې وڅېړل شي.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان باید د هغو افغان کډوالو په تړاو نړیوال قوانین او د بشري حقونو کنوانسیونونه مراعات کړي، چې د هغه په وینا، د طالبانو د «ظالمانه رژیم» له امله له افغانستانه تښتېدلي دي.

صدیقي څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو اړوند ادارې، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان، د بشري حقونو عالي کمېشنري او د کډوالو عالي کمېشنري باید په دې موضوع کې «فعاله مداخله» وکړي او له پاکستان څخه وغواړي چې د کډوالو د حقونو درناوی وکړي.

هغه په خپل پوسټ کې ټینګار کړی: «دا د بشریت پر وړاندې ښکاره جرم دی؛ پاکستان باید نړیوال قوانین مراعات کړي».

په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې بهیر زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.