• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو له‌خوا د لګېدلو محدودیتونو اغېز؛ په افغانستان کې د رواني درملنې اړتیا زیاته شوې

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۲۶ GMT+۱

افغانستان کې د رواني درملنې او مشورې څو مرکزونو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د لګېدلو محدودیتونو او د سختو تګلارو له پلي کېدو وروسته د رواني ناروغانو شمېر د پخوا پرتله د پام وړ زیات شوی او ډېری مراجعین یې ښځې دي.

د دغه مرکزونو د مسوولینو په وینا؛ که څه هم د رواني مشورې اړتیا ډېره شوې، خو ګڼ ناروغان د اقتصادي ستونزو، ټولنیزو محدودیتونو او د رواني درملنې په اړه د عامه پوهاوي د نشتوالي له امله روغتیايي مرکزونو ته مراجعه نه‌شي کولی.

رخشانه (مستعار نوم) چې په مزارشریف کې د رواني مشورې ډاکټره ده وایي، په وروستیو میاشتو کې ورته د حضوري او انلاین دواړو خدمتونو لپاره د ناروغانو مراجعه زیاته شوې ده.

هغې وویل، ډېری ښځینه ناروغانې د خپلو رواني ستونزو اصلي لامل د طالبانو محدودوونکې پالیسۍ بولي. د هغې په وینا؛ د زده‌کړو او کار له حقه محرومېدل، حقوقي خدمتونو ته نه لاسرسی، تفریحي ځایونو ته پر تګ بندیز او کورنۍ ستونزې د دې لامل شوې چې ګڼې ښځې له اضطراب، خپګان او نورو رواني ستونزو سره مخ شي.

رخشانه زیاتوي، که څه هم د دوی کلینیک خصوصي دی او د مشورې فیس هم لوړ نه‌دی؛ خو ډېری ناروغان د بې‌وزلۍ له امله نه‌شي کولی د درملنې بهیر بشپړ کړي. د هغې په وینا؛ کله چې یې د انلاین وړیا مشورې پروګرام پیل کړ، د تمې خلاف د مراجعینو شمېر ډېر لوړ و، چې د رواني خدمتونو د پراخې اړتیا څرګندونه کوي.

هغې دا هم وویل، چې له ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو له ستنېدو سره په افغانستان کې د رواني مشورې فرهنګ تر پخوا یو څه پیاوړی شوی؛ ځکه له دې وړاندې ډېری خلک له دغه خدمتونو سره چندان بلد نه وو.

فرشته (مستعار نوم) چې خپله یې د رواني درملنې څو غونډې څارلې دي وایي، د طالبانو له واکمنېدو مخکې د طب پوهنځي د دویم کال محصله وه؛ خو د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له امله یې زده‌کړې نیمګړې پاتې شوې.

هغې ویلي، دغه وضعیت له سختو رواني ستونزو سره مخ کړه او ان ځینې وختونه د ځان وژنې فکرونه هم ورته پیدا کېدل؛ خو رواني مشورو او درملنې د هغې په رغېدو کې مهم رول ولوباوه.

د رواني مشورې یو بل ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نه یوازې د ښځو؛ بلکې د نارینه‌و ژوند هم له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ شوی دی.

هغه وویل، سره له دې چې په انلاین پروګرام کې ښځینه ډاکټرانې هم فعالیت کوي؛ خو بیا هم د دوی ډېری مراجعین ښځې دي. د نوموړي په وینا؛ پر کار، زده‌کړو او تګ‌راتګ بندیز، له پارکونو او تفریحي ځایونو بې‌برخې کېدل او د کور دننه اوږدمهاله پاتې کېدل د ښځو د رواني ستونزو مهم لاملونه دي. هغه زیاته کړه، ډېری ناروغان بې‌کاري او اقتصادي ستونزې د خپلو ژورو اندېښنو اصلي لامل بولي.

نوموړي د پوهنتون یوې پخوانۍ استادې کیسه هم وکړه، چې د پوهنوالۍ تر کچې یې علمي سابقه لرله؛ خو د دندې له لاسه ورکولو وروسته په ژور خپګان اخته شوې او د انلاین رواني مشورو له لارې یې درملنه څارله.

دغه ډاکټر وایي، په افغانستان کې د رواني درملنې فرهنګ لاهم کمزوری دی او په دې برخه کې فعال کلینیکونه محدود دي. د هغه په وینا؛ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت هم د رواني روغتیا برخې ته کافي پاملرنه نه‌کوي او لاهم په ډېرو سیمو کې خلک رواني ناروغ ته د «لېوني» په سترګه ګوري.

هغه ټینګار کوي، چې د رواني روغتیا په اړه پراخ عامه پوهاوی، د وړیا مشورې خدمتونو پراختیا او د رواني درملنې اسانه لاسرسی د وخت مهمې اړتیاوې دي. د نوموړي په باور؛ که د طالبانو محدودیتونه او په افغانستان کې اقتصادي بې‌وزلي همداسې دوام وکړي، په راتلونکو کلونو کې به د رواني درملنې اړتیا لا نوره هم لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کلونو کې د رواني ناروغیو او پر نشه‌یي توکو د روږدو کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی. د ټولنیزو چارو یوشمېر څارونکي وایي، بې‌وزلي، د جګړو اوږدمهاله اغېزې او د طالبانو محدودوونکې تګلارې د دغه ستونزو مهم لاملونه دي.

د هغوی په وینا؛ په ځینو سیمو کې د رواني ستونزو له امله د ځان وژنې پېښې هم زیاتې شوې، خو ډېری دغه ډول پېښې د ټولنیزو محدودیتونو او د طالبانو د فشارونو له امله نه رسنیزې کېږي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) تر دې وړاندې ویلي و، رواني مشورې او بشري ملاتړ کولی شي د افغانستان د ښځو او نجونو رواني او ټولنیز وضعیت ښه کړي. دغه سازمان زیاته کړې وه، چې د مېندو او ماشومانو په روغتیایي مرکزونو کې د مشورې او ملاتړ پروګرامونه له ګڼو زیانمنو ښځو سره د رواني ستونزو په کمولو کې مرسته کړې ده.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

•
•
•

نور کیسې

له پاکستان نه ستېدونکي افغان کډوال د هویت اسنادو نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۱
له پاکستان نه ستېدونکي افغان کډوال د هویت اسنادو نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي
100%

په تورخم کې له پاکستان نه ستانه شوي‌ افغانان د هویت اسنادو د نشتوالي له امله د ښوونې، روغتیا، مرستو، بنسټیزو حقونو او خدمتونو د بې‌برخې کېدو له ګواښ سره مخ دي. د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي، د ۶.۱ مېلیونه ستنو شویو افغانانو له ډلې تر ۸۶ سلنې ډېر یې د هویت رسمي اسناد نه‌لري.

افغانستان ته ډېری افغانان له ایران او پاکستان نه د ژوند له ټولې شتمنۍ سره ستنېږي؛ خو ترټولو مهمه پاڼه «پېژندپاڼه» نه‌لري. دوی کلونه په ګاونډیو هېوادونو کې تېر کړي او ان ډېری یې هلته زېږیدلي او لوي شوي دي. ۱۷ کلن عبدالرحمان له خپلي مور سره د تورخم له لارې له پاکستان نه افغانستان ته د ستنېدو پر مهال نه پوهېږي، چې تذکره څنګه او چېرې ترلاسه کړي.

دغه ځوان په پاکستان کې زېږېدلی او په لومړي ځل افغانستان ته د دایمي‌ اوسېدو لپاره ستنېږي. د هغه د تره زوی ورته ویلي، چې د کار، زده‌کړو او نورو خدمتونو لپاره تذکرې ته اړتیا ده.

نوموړی په تورخم کې د نوم‌ لیکنې لپاره له یوې غرفې بلې ته ځي؛ څو د خپل راتګ معلومات ثبت کړي. هغه وایي: «نه پوهېږم چې تذکره څنګه او له کومه ځایه ترلاسه کړم. اوس به لاړ شم او معلومات به وکړم».

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۳کال د سپټمبر راهیسې له پاکستان او ایران نه افغانستان ته د ستنو شویو ۶.۱ مېلیونه افغانانو له ډلې له ۸۶ سلنې څخه ډېر یې د هویت رسمي اسناد نه‌لري.

په تورخم کې چې لاهم د دواړه خواوو ترمنځ د روان کال د نښتو نښې ښکاري، طالب چارواکي او مرستندویه ادارې د راستنېدونکو معلومات ثبتوي. هغه کسان چې د هویت هیڅ اسناد نه‌لري، طالب ځايي مسولین د هېواد له بېلابېلو ادارو سره اړیکه نیسي؛ ترڅو د هغوی هویت تثبیت کړي، خو دغه بهیر د ډېرو تازه راستنو شویو افغانانو لپاره پېچلی او سخت دی.

۴۱ کلن سردار خان چې په تورخم کې د عمريپنډغالي په یوه لویه خېمه کې ناست او هلته د بیا ستنېدو سند ترلاسه کوي فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل: «موږ هېڅ نه پوهېږو؛ نه پوهېږو چې څه وکړو».

سردار خان زیاته کړه: «موږ مخکې هېڅکله افغانستان ته نه‌وو راغلي؛ اوس به د تذکرې په ارزښت پوه شو». په افغانستان کې تذکره یوازې د کار موندلو او ښوونځي ته د شاملېدو لپاره نه؛ بلکې د ځمکې او کور د ملکیت ثابتولو، د میراث ترلاسه کولو، دولتي خدمتونو او مرستو ته د لاسرسي او د هېواد په بېلابېلو امنیتي پوستو کې د تګ‌راتګ لپاره هم اړینه ده.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان سیمه‌ییز همغږي کوونکي زیاد صالح وویل، د هویت تذکره د افغانانو لپاره «د ژوند د مهمو اړتیاوو له بنسټیزو برخو څخه یوه» ده. هغه فرانس پرېس ته وویل: «ډېری راستنېدونکي د هویت له معتبر سند پرته هېواد ته راځي او دغه چاره هغوی د اداري او ټولنیز محرومیت له ګواښ سره مخ کوي».

سختې پرېکړې

ستنېدونکي افغانان چې زیات مهال خپلو اصلي سیمو ته رسېږي، د ډېرو له هغه سیمو خپل خپلوان ترې کډه شوي وي؛ خو د دوی په خبره بېلابېل بنسټونه د هویت اسنادو او نورو اداري چارو په بشپړولو کې ورسره مرسته کوي.

۸۰ کلن مراد خان صافي چې څو میاشتې مخکې هېواد ته راستون شوی، د جلال‌اباد ښار په څنډه کې د کرایې لپاره یو کور موندلی. هغه فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل: «په تورخم کې موږ ته یوه شمېره راکړل شوه، وروسته مو له ودان موسسې سره اړیکه ونیوله او تذکرې مو جوړې کړې».

هغه وویل، د نوې تذکرې جوړېدو بهیر یوازې څو ورځې وخت ونیوه؛ خو د کورنۍ د هر غړي لپاره د ۵۰۰ افغانیو ورکول ورته ستونزمن وو. هغه زیاته کړې: «ما ډېرې سختې پرېکړې وکړې... اړ شوم د کور ځینې وسایل وپلورم».

د هغه د کورنۍ د تذکرو لګښت وروسته د ودان موسسې له لوري بېرته ورکړل شوی او ټاکل شوې، چې نورې مرستې هم ورسره وشي. د روان کال په جون میاشت کې ملګرو ملتونو یو پروګرام پیل کړ، چې موخه یې په راتلونکو درېیو کلونو کې ۱.۵ مېلیونه افغانانو ته د هویت اسنادو برابرول دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: «د هویت اسنادو نشتوالی د خلکو د عادي ژوند د دوام پر وړاندې یو جدي خنډ دی».

د ملګرو ملتونو دغه غوښتنه په داسې حال کې شوې چې افغانستان ته نړیوالې بشري مرستې کمې شوې دي. راستنېدونکي کډوال داسې هېواد ته ستنېږي، چې د کار فرصتونه په‌کې کم دي او مرستې هم ورځ تر بلې کمېږي.

اروپايي ټولنه: افغانستان کې داعش او القاعده لاهم نړۍوالې سولې ته ستر امنیتي ګواښونه دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۳۰ GMT+۱
اروپايي ټولنه: افغانستان کې داعش او القاعده لاهم نړۍوالې سولې ته ستر امنیتي ګواښونه دي
100%

په ملګرو ملتونو کې د اروپايي ټولنې د استازي مرستیالې هدا سامسون ویلي، چې داعش، القاعده او د هغوی اړوندې ډلې لاهم په افغانستان او د سیمې په ځینو نورو برخو کې فعالې دي او د نړۍوالې سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ جوړوي.

 نوموړې دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد بیاکتنې غونډه کې کړې دي. سامسون ټینګار کړی، چې وسله‌والې ډلې یوازې په دودیزو جګړو نه‌دي محدودې؛ بلکې د ډیجیټلي، خواله رسنیو او نوې ټېکنالوژۍ له لارې د نویو کسانو د جلب او جذب هڅه کوي.
د هغې په وینا؛ دغه ډلې له ځوانانو او زیانمنو قشرونو ناوړه ګټه اخلي او خپلو لیکو ته یې جذبوي. نوموړې زیاته کړې، د «ترهګرۍ» د تمویل دغه نوې لارې پراخې شوې چې د نړۍوالو لپاره یې مقابله نوره هم پېچلې کړې ده.

د اروپايي ټولنې دغه استازې وایي، په افغانستان او نورو ناامنه سیمو کې د داعش او القاعدې دوامداره حضور د دې ښکارندويي کوي چې نړۍواله ټولنه باید ګډ او منظم اقدامات وکړي.

سامسون په دې هم ټینګار کړی، چې د «ترهګرۍ» ضد مبارزه باید د بشري حقونو، نړۍوال قانون او بنسټیزو ازادیو په چوکاټ کې ترسره شي او هېڅکله باید د مدني ټولنې یا د بشري حقونو د فعالانو پرضد ونه کارول شي.

 هغې وویل، چې د ترهګرۍ د له‌منځه وړلو لپاره یوازې امنیتي اقدامات کافي نه‌دي؛ بلکې د هغې د اصلي عواملو لکه جګړې، کمزورې حکومتولۍ، بې‌باورۍ او بې‌ثباتۍ حل هم اړین دی. سامسون د ښځو د رول په اړه ویلي، چې د افراطیت پر ضد مبارزه کې د ښځو ګډون مهم دی او باید د سولې او امنیت په هڅو کې پیاوړی حضور ولري.

 هغې همدارنګه د ملکي وګړو او د ترهګرۍ د قربانیانو د ملاتړ غوښتنه کړې او ویلي دي، چې د هغوی غږ باید واورېدل شي.

سرا کاديګل په افغانستان کې د ښځو د حقونو ملاتړ په اړه له ترکي چارواکو د وضاحت غوښتنه کړې

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۱
سرا کاديګل په افغانستان کې د ښځو د حقونو ملاتړ په اړه له ترکي چارواکو د وضاحت غوښتنه کړې
100%

د ترکیې د پارلمان غړې سرا کاديګل د دغه هېواد له بهرنیو چارو او کلتور وزیرانو غوښتي، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ او د طالبانو په بند کې د صدیقې په نوم د یوې ۱۷ کلنې پېغلې د خلاصون لپاره د انقرې د اقداماتو په اړه وضاحت ورکړي.

د ۱۷ کلنې افغانې نجلۍ صدیقې دوسیه چې د هغې د خپلوانو په وینا د جبري واده له مخالفت وروسته نږدې دوه کاله کېږي د طالبانو په بند کې ده، د افغانستان د ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونې له موضوع سره یوځای د ترکیې پارلمان ته وړاندې شوه.

د ترکیې د کارګر ګوند استازې سرا کاديګل د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیډان او د کلتور او ګرځندوی وزیر محمد نوري ارسوی ته په دوو رسمي لیکونو کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ لپاره د ترکیې حکومت د اقداماتو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.
هغې همدارنګه د بهرنیو چارو له وزارت غوښتي، چې د صدیقې د خلاصون او زده‌کړو ته د هغې د بېرته ستنېدو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو په اړه هم معلومات ورکړي.

کاديګل له دواړه وزیرانو ټولټال ۱۴ پوښتنې کړې او د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته یې د افغان نجونو د زده‌کړو د ملاتړ او همدارنګه د افغان محصلو نجونو لپاره د ترکیې د ځانګړو پروګرامونو په اړه د وضاحت غوښتنه هم کړې ده.

هغې د بهرنیو چارو او کلتور له وزیرانو غوښتنه کړې، چې په وروستیو کلونو کې د بورسیو له لارې افغان زده‌کوونکو ته د ځانګړې شوې بودجې اندازه اعلان کړي. له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و، چې په بادغیس ولایت کې د ۱۷ کلنې صدیقې دوسیه د یادې ډلې له‌خوا تر څېړنې لاندې ده.

د ترکیې د کارګر ګوند یادې استازې په دغه اقدام سره د تېرو پنځو کلونو په موده کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو موضوع د ترکیې د پارلمان د بحث په اجنډا کې شامله کړې. تمه کېږي، چې د ترکیې د بهرنیو چارو او کلتور وزارتونه به دغه پوښتنو ته رسمي ځوابونه وړاندې کړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ؛ امریکا د اسلام‌اباد تر څنګ ودرېده

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۱ GMT+۱
د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ؛ امریکا د اسلام‌اباد تر څنګ ودرېده
100%

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، واشنګټن د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د پاکستان د ځان‌دفاع له حق څخه ملاتړ کوي. په داسې حال کې چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ شخړې لا هم دوام لري او د ملګرو ملتونو په وینا، د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) په یوې اعلامیې کې ویلي، متحده ایالات د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د پاکستان د ځان‌دفاع له حق څخه ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی، چې د پاکستان خلکو د کلونو په اوږدو کې د ترهګرۍ له امله درانه زیانونه لیدلي دي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي: «موږ د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د پاکستان د ځان‌ دفاع له حق څخه ملاتړ کوو. د پاکستان خلکو د ترهګرو له لاسه ډېر کړاوونه ګاللي دي».

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د روان کال په فبرورۍ کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د دواړو لورو تر منځ تر ټولو سختې نښتې وشوې او له هغې وروسته هم د دواړو غاړو ترمنځ تاوتریخوالی دوام لري.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د معلوماتو له مخې، د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې، چې د افغانستان ډیورند کرښې ته نږدې سیمې یې په نښه کړې، لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو وروسته ادعا وکړه، چې د اسلام‌اباد د بریدونو په غبرګون کې یې د پاکستان دننه هوايي بریدونه کړي، خو اسلام‌اباد ویلي، د بلوچستان په ایالت کې یې د طالبانو څلور ابتدایي بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) نسکورې کړې دي.

پاکستان پر طالبانو تور پورې کوي، چې د پاکستان پر ضد د بریدونو پلان جوړوونکو وسله‌والو ته په افغانستان کې پناه ورکوي، خو طالبان دا تورونه ردوي او وایي، په پاکستان کې ناامني د هغه هېواد کورنۍ ستونزه ده او اسلام‌اباد د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان اچوي.

واشنګټن چې پاکستان د ناټو له غړیتوبه بهر مهم متحد بولي، لا هم طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه ګڼي. د راپورونو له مخې، د امریکا او پاکستان اړیکې د ډونالډ ټرمپ تر بیا واکمنېدو وروسته یو ځل بیا نږدې شوې دي.

دغه څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ له زیاتېدو سره د سیمې د امنیت او د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه نړیوالې اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کلونو کې پاکستان لږ تر لږه ۱۳ ځلي پر افغانستان مرګوني هوايي بریدونه کړي او له امله یې سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۶ کال کې له پاکستان څخه د ۵۰۰ زره افغان کډوالو له ستنیدو خبر ورکړ

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۱
ملګرو ملتونو په ۲۰۲۶ کال کې له پاکستان څخه د ۵۰۰ زره افغان کډوالو له ستنیدو خبر ورکړ
100%

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په خپل نوي راپور کې اعلان کړی، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د جون تر ۲۷مې پورې، لږ تر لږه ۵۳۱ زره و ۸۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) د یوه راپور په خپرولو سره زیاته کړې، په دغو ستنو شویو کسانو کې ۱۵۸ زره او ۳۰۰ تنه د یادې ادارې تر ملاتړ لاندې ستانه شوي او لږ تر لږه ۶۱ زره او ۸۰۰ نور په جبري توګه له پاکستان څخه شړل شوي دي. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د مخ په زیاتېدونکو ترینګلتیاوو او نښتو په منځ کې دوام لري.

په راپور کې راغلي، چې د ستنو شویو کډوالو لویه برخه ښځې او ماشومان جوړوي، داسې چې د ټولو راستنېدونکو ۵۰ سلنه ښځې او نجونې او ۵۵ سلنه یې ماشومان دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې له تېر کال راهیسې یې په کابل، کندهار او جلال‌اباد کې له څه باندې ۷۵۳ زرو کسانو سره نغدي مرستې کړي او یوازې په ۲۰۲۶ کال کې یې له ۱۵۸ زرو څخه زیاتو ستنو شویو کډوالو ته د مرستو رسولو لړۍ روانه ساتلې ده.

د دغو کورنیو شاوخوا ۳۴ سلنه یې د ښځو له خوا اداره کېږي او ۱۴ سلنه یې لږ تر لږه یو معلول غړی لري.

د احصایو له مخې، د ستنېدونکو کډوالو ۸۹ سلنه پښتانه، ۳ سلنه تاجک، ۲ سلنه هزاره او ۱ سلنه ازبک دي، چې د زده‌کړو په کچه کې یې ۷۸ سلنه مشران هېڅ رسمي زده‌کړې نه لري.

د ستنېدونکو ډېره برخه د تورخم له لارې (۸۴ سلنه) او سپین بولدک له لارې (۱۰ سلنه) هېواد ته داخل شوي، چې ډېری یې په ننګرهار، کابل، لوګر، کندهار او کندوز ولایتونو کې د مېشتېدو نیت لري.

دغې بې‌سارې ستنېدنې د افغانستان پر لا دمخه نازک بشري وضعیت دروند بار اچولی دی.

له بلې خوا، په دغه راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان دننه د ناامنیو او نښتو له امله لږ تر لږه ۶۹ زره کسان په کور دننه بې‌ځایه شوي دي. په دغو بې‌ځایه شویو کورنیو کې ۷۳ سلنه یې ښځې او ماشومان دي، چې تر ټولو لومړنۍ اړتیاوې یې سرپناه (۷۳ سلنه)، خوراکي خوندیتوب (۵۲ سلنه) او روغتیايي خدمات (۴۵ سلنه) ښودل شوي دي.

همدا رنګه په پاکستان کې د بې‌اسناده افغانانو د نیولو، بندي کولو او د کورونو د تخلیې لړۍ په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د پرېکړې له مخې لا هم په شدت سره روانه ده.