• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مقاومت شورا: تهران کې د طالبانو او مخالفو مشرانو ترمنځ هیڅ لیدنه نه کېږي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۵۸ GMT+۱

افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا ویاند وایي چې په تهران کې به د طالبانو او د هغوی د مخالفو مشرانو ترمنځ هېڅ ډول لیدنه نه ترسره کېږي.

د پردې تر شا د لیدنو په اړه د انګېرنو ردولو سره هم‌مهاله تهران ته د افغانستان د دوو جریانونو د چارواکو له سفر سره، ځینو سرچینو د دوی ترمنځ د غیرعلني خبرو اترو د احتمال خبر ورکړی و.

دمګړۍ، د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او له بلې او د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او د وحدت ګوند مشر محمد محقق په تهران کې د علي خامنه‌اي د جنازې په مراسمو کې د ګډون او درناوي لپاره حضور لري.

یاسا ټینګار وکړ چې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو یا لیدنې لپاره هېڅ پلان شتون نه لري.

ښاغلي یاسا د جمعې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل چې له طالبانو سره د مخالفو جریانونو بنسټیزه ستونزه د نظام د جوړښت په اړه ده. هغه وویل چې مخالف جریانونه له طالبانو سره د مذاکرې له اصل سره مخالف نه دي، خو مذاکره بایدچوکاټ او اصول ولري.

هغه وویل چې دوی چمتو دي چې د منځګړیتوب او لویو تضمینونو په شتون کې له طالبانو سره خبرو ته کینې.

د تهران د منځګړیتوب د هڅو مخینه

تهران تر دې وړاندې هم هڅه کړې وه چې د افغانستان د سیاسي جریانونو ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي. په دغو مواردو کې یو هم په تهران کې د احمد مسعود او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي ترمنځ د مستقیمو خبرو کوربه‌توب و؛ هغه خبرې چې د بنسټیزو اختلافونو له امله له کومې څرګندې پایلې پرته پای ته ورسېدې.

د طالبانو مخالفان تل په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار کوي، خو طالبان ادعا کوي چې د دوی اداره هراړخیزه ده.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

•
•
•

نور کیسې

د ایران پر پوله د وژل شوي ننګرهاري ځوان جسد یوه میاشت وروسته خاورو ته وسپارل شو

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۲۵ GMT+۱
د ایران پر پوله د وژل شوي ننګرهاري ځوان جسد یوه میاشت وروسته خاورو ته وسپارل شو
100%

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی ۱۸ کلن صفی الله ۳۳ ورځې مخکې د اروپا پر لور د قاچاقي سفر پر مهال د ایران پر پوله د ایراني ځواکونو په ډزو وژل شوی و، مړی یې تر یوې میاشتې وروسته د سره صلیب په مرسته کورنۍ ته وسپارل شو. کورنۍ یې وایي، بېکاري او ناچارۍ دې خطرناک سفر ته اړ کړی و.

د صفی الله کورنۍ افغانستان انترنشنل ته ویلي، نوموړی د «وحدت» په نوم د یوه قاچاقبر په مرسته له خپلو څلورو نورو ملګرو سره د اروپا د سفر په هیله د ایران پر لور روان شوی و. د کورنۍ په وینا، له سفر شاوخوا یوه اوونۍ وروسته ورسره اړیکه پرې شوه او ټیلیفون یې هم بند شو.

د صفی الله د کورنۍ د معلوماتو له مخې، ایران ته د رسېدو پر مهال ایراني پوله ساتو ځواکونو ډزې پرې کړې چې د قاچاقبر په ګډون شپږ واړه کسان وژل شوي وو.

دوی زیاتوي، هڅه یې وکړه د صفی الله جسد له سیمې را انتقال کړيي، خو ایراني ځواکونو اجازه ورنه کړه. د قرباني د کورنۍ په وینا، جسد شپږ ورځې تر لمر لاندې پاتې شو وو. د صفي الله کورنۍ وایې:« هغه په سترګه مخ او زړه باندی ویشتل شوی وو چې تر مرګ وروسته دا چې یوه اونۍ لمر ته پاتي و رنګ یې تور اوښتی و ان نه پیژندل کیدی».

د صفي الله جسد د سره صلیب په منځګړیتوب تر نږدې یوې میاشتې وروسته،، تېره ورځ ننګرهار ته لېږدول شوی او په خپل کلي کې خاورو ته سپارل شوی.

د صفی الله مور، چې د کورنۍ په وینا یې د سخت شاک په حالت کې ده، وایي د زوی د سفر د لګښت لپاره یې خپل غوږوالې پلورلې و او زوی په لوی لاس د مرګ خولې ته ولیږه.

صفی الله د کورنۍ مشر زوی و او له هغه درې وروڼه، مور او پلار پاتې دي. پلار یې وایي، بېکاري او اقتصادي ستونزو یې زوی د اروپا پر لور خطرناک سفر ته اړ کړ او د کورنۍ ټولې هیلې ورسره تړلې وې.

طالبان وايي له مسکو سره یې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۲۱ GMT+۱
طالبان وايي له مسکو سره یې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د رییسانو په کچه د سیاسي سلا مشورو دویم پړاو په کابل کې ترسره شو. د دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د سیمې او نړۍ د وروستیو سیاسي تحولاتو، سیمه‌ییز ثبات، امنیت او ګډو ګټو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې کړي دي.

طالبانو ویلي، دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ د کچې د لوړولو، د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کولو او د ترانسپورټي او ټرانزیټي دهلېزونو د فعالولو لپاره د عملي همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د سیمه‌ییزو او نړیوالو سازمانونو په چوکاټ کې د همکاریو، سیمه‌ییز اتصال او د ګډو ګټو په نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې او دواړو لوریو د همغږۍ او منظم سیاسي تفاهم پر دوام هوکړه وکړه.

طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ډاکټر عبدالحی قانت او د روسیې د پلاوي مشري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د دویمې ادارې رییس الکسي پاولوفسکي پر غاړه درلوده.

طالبانو او روسیې ترمنځ د سیاسي سلا مشورو دغه ناسته د دواړو خواوو د اړیکو د لا پیاوړتیا او د ګډو ګټو د پرمختګ لپاره مهمه بللي او پرېکړه یې وکړه چې دا بهیر به په منظم ډول دوام ومومي. د خبرپاڼې له مخې، د سیاسي مشاورت درېیم پړاو به د دواړو لوریو په متقابل توافق په مسکو کې ترسره شي.

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
100%

په کابل کې د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د دغې ډلې ناراضه قوماندان جمعه فاتح کندهار ته د تګ او هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړی دی. سرچینې زیاتوي، که چېرې دغه وړاندیز ونه منل شي او فاتح له بدخشان څخه ونه وځي، نو ښايي په بدخشان کې جګړه نښلي.

د طالبانو باخبره سرچینو نن جمعې په ورځ، د جنګاښ۱۲مه وویل، چې ددې مسلې د حل لپاره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ابراهیم صدر په بدخشان کې شتون لري او نوموړي د طالبانو ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح ته ویلي چې مولوي هبت الله غواړي له هغه سره په کندهار کې وګوري.

د سرچینو په وینا، فاتح وېره لري چې د ملاهبت الله د لیدلو په بهانه له بدخشان څخه تر وتلو وروسته، هلته د طالبانو د مشر له لوري د زنداني کېدو احتمال شتون لري.

د طالبانو ځینې چارواکي چې په دې بهیر کې شامل دي وېره لري، که چېرې په بدخشان کې د طالبانو او د دوی د ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح ترمنځ جګړه ونښلي، د دغه ولایت درې ولسوالۍ نسۍ، درواز بالا او مایمۍ به د سقوط له خطر سره مخ شي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، له جمعه خان فاتحې سره د خبرو اترو پروسه ناکامه ده او نوموړی د طالبانو شرایطو ته غاړه نږدي.

په بدخشان کې د طالبانو سرچینې وايي، چې نن سهار د فیض اباد له لارې د طالبانو ګڼ ځواکونه د درواز او یفتل طرف ته تللي دي او د دوی په باور د جګړې احتمال زیات لیدل کېږي.

جمعه خان فاتح د افغانستان په شمال‌ختیځ کې د طالبانو له نفوذ لرونکو قوماندانانو څخه ګڼل کېږي. نوموړی د خپلو پلویانو ترمنځ په «د دروازونو په فاتح» شهرت لري.

فاتح په وروستیو اونیو کې په کندهار کې د طالبانو له مشرتابه سره د سیمه ییزو سرچینو او د سرو زرو د کانونو د مدیریت پر سر د اختلافاتو له جدي کېدو وروسته، د زابل ولایت له مرستیالۍ څخه ګوښه کړل شو.

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۷ GMT+۱
نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو
100%

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال یو ځل بیا پر افغانستان د پاکستان بریدوه غندلي او ټینګار کوي چې نوی ډیلي د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ ته ژمن دی.

جېسوال د جمعې په ورځ د اوونیز خبرې کنفرانس پر مهال د پاکستان له‌خوا پر افغانستان د ورستي هوايي بریدونو له امله د وژل شویو ملکي وګړو پر میړنه خواخوږي څرګنده کړې او د افغانستان له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه یې خپل ملاتړ بیا تکرار کړی دی.

هغه زیاته کړې چې هند له افغانستان سره خپلې بشري مرستې دوامداره ساتلې دي او تر اوسه یې درمل او نورې اړینې مرستې دغه هېواد ته استولي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وویل، نوی ډیلی په افغانستان کې د هغو پراختیايي پروژو ملاتړ هم کوي چې د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ګټورې دي او دا همکاري به دوام ولري.

د هند دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستان له لوري پر افغانستان د پخوانیو هوايي بریدونو په اړه د سیمې د هېوادونو دریځونه لا هم د پام وړ موضوع ګڼل کېږي او نوی ډیلي یو ځل بیا په دې تړاو خپل دریځ تازه کړی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې بیا تکراریږي چې پاکستان د چنګاښ په ۷مه ماښام مهال د ډېورنډ کرښې په اوږدو به درېیو ولایتونو کې هوايي بريدونو وکړل او ادعا یې وکړه، چې په دې بریدونو کې یې ۲۹ وسله وال وژلي دي.

هند یوازینی هېواد دی چې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه یې وغندل.

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رندهير جېسوال د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) پر اېکس پاڼه ویلي و: «د پاکستان دا ښکاره تېری د افغانستان پر ملي حاکمیت برید او د سیمې سولې او ثبات ته مستقیم ګواښ دی».

له دې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند د بهرنیو چارو وزارت هغه څرګندونې رد کړې، چې له مخې یې نوي ډیلي په افغانستان کې د وسله والو پر ضد د پاکستان پوځي اقدامات تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هند په سیمه کې په «ورانکارۍ او د وسله والو د ملاتړ لپاره له افغان خاورې څخه په استفاده» تورن کړی.

د هېکرانو یوې ډلې د طالبانو د دفاع وزارت وېب‌پاڼه له کاره غورځولې

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۸ GMT+۱
د هېکرانو یوې ډلې د طالبانو د دفاع وزارت وېب‌پاڼه له کاره غورځولې
100%

د افغان ډراګنز په نوم د هېکرانو یوې ډلې ادعا کړې، چې د طالبانو د دفاع وزارت وېبپاڼه یې له کاره غورځولې ده. دغه ګروپ افغانستان اینترنشنل ته ویلي، دا کار یې په افغانستان کې د اعتراض کوونکو د ځپلو او په ځانګړې توګه په هرات کې د ښځو د نیولو په غبرګون کې کړی دی.

دمګړی د دفاع وزارت وېبپاڼه نه خلاصېږي او دغه وزارت د دې موضوع په اړه څه سپیناوی نه دی ورکړی.

د افغان ډراګنز هېکرا ډله وایي چې په افغانستان کې سایبري بریدونو ته لېوالتیا نه لري، خو د طالبانو د سیاستونو له امله مجبوره شوې چې دغه ډول اعتراضي اقدام وکړي.

طالبانو په تېره یوه میاشت کې په وار وار په هرات کې ښځې نیولې دي. همدارنګه دغې ډلې د ښځو د ځورونې په وړاندې د هرات د اوسېدونکو سوله ییز لاریون وځاپه چې له پراخو ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو.

د افغان ډراګنز هېکرانو ډلې تېر کال هم د سایبري بریدونو په کولو سره د طالبانو د ادارې د نږدې ټولو وزارتونو وېبپاڼې له کاره غورځولې وې.

په تېرو کلونو کې، د «طالب‌لیکس» په نوم یوې بلې هکري ډلې د طالبانو تر کنټرول لاندې د دولتي ادارو د معلوماتو بانک په نښه کړی و او د لسګونو وزارتونو او نورو بنسټونو سندونه یې په انټرنیټ کې خپاره کړي وو.