• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تهران پر ضد د طالب پلویانو غبرګون؛ «د ایران د رژیم دوه‌ګونی چلند درک کوو»

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۲۶ GMT+۱

په تهران کې د ایران د پخواني مشر علي خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د طالب چارواکو او د دې ډلې د مخالفو څېرو هم‌مهاله ګډون په ټولنیزو شبکو کې د طالب پلویانو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د طالبانو یو زیات شمېر پلویانو په ایران کې د علي خامنه‌يي د جنازې مراسمو ته د احمد مسعود او محمد محقق رسمي بلنه د تهران د سیاست د «دوه‌ګوني چلند» نښه بللې او ځینو یادو پلویانو د طالبانو له حکومت څخه د رسمي غبرګون غوښتنه کړې ده.

د طالبانو یو شمېر پلویانو په اېکس ټولنیزه شبکه کې د طالبانو د مخالفو مشرانو پر بلنې سختې نیوکې کړې دي. ځینو دا اقدام «د ایران د رژیم منافقانه چلند» بللی او نورو وړاندیز کړی چې د متقابل اقدام په توګه دې د «جیش‌العدل» ډلې ته کابل ته د سفر او رسمي لیدنې بلنه ورکړل شي.

د فیضان افغان په نوم د اېکس یوه کاروونکي په پښتو ژبه په اېکس کې ایران او پاکستان د افغانستان «دښمنان» بللي او لیکلي یې دي، چې ایران د هغو کسانو په رسمي بلنې او د «مقاومت» په نوم د هغوی په معرفي کولو سره د طالبانو پر وړاندې د دښمنۍ لاره خپله کړې ده.

بریال کندوزي، چې د طالبانو له پلویانو څخه دی، ادعا کړې چې طالبانو «له ټولو فشارونو سره سره هېڅکله اجازه ورنه‌کړه چې د افغانستان خاوره د ایران پر ضد وکارول شي او په عمل کې یې د ایران ملي واکمنۍ او خپلواکۍ ته درناوی ثابت کړ».

هغه زیاته کړې، چې طالبان د یوه ډېر حساس پړاو پر مهال د ایران ترڅنګ ودرېدل او اجازه یې ورنه کړه چې د هغه هېواد ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راشي.

کندوزي د خپلو څرګندونو په دوام کې د طالبانو د مخالفانو رسمي بلنه د افغانستان د ملي حاکمیت د کمزوري کولو هڅه بللې او لیکلي یې دي، چې طالبان به «د ایران دغه سپکاوی هېڅکله هېر نه‌کړي».

امان‌الله هوتکي، چې د طالبانو له نږدې پلویانو څخه ګڼل کېږي، د ایران د سفیر د احضارولو غوښتنه کړې او لیکلي یې دي، چې باید ترې وپوښتل شي، ولې تهران دغو څېرو ته بلنه ورکړې او «د افغانانو ترمنځ اختلافونو او بېلتون ته لمن وهي».

د علي خامنه‌یي او د هغه د کورنۍ د یو شمېر غړو، چې د امریکا او اسراییل په بریدونو کې وژل شوي وو، د رسمي مخه‌ښې مراسم د جمعې په ورځ د چنګاښ په ۱۲مه، د تهران په مصلی خمیني کې د بېلابېلو هېوادونو د چارواکو او پلاوو په ګډون سره پيل شول.

په دغو مراسمو کې د طالبانو پلاوي، چې مشري یې د طالبانو د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوله، ګډون کړی وو. هم‌مهاله، د احمد مسعود او محمد محقق په مشرۍ د طالبانو د مخالفانو یوه پلاوي هم په یادو مراسمو کې ګډون وکړ.

قیس نعماني، چې د طالبانو بل پلوی دی، په اېکس کې د طالبانو د خپلمنځي سیاستونو په اړه لیکلي: «موږ لا هم په تېرو څو کلونو کې د نړۍ بشپړ باور نه‌دی ترلاسه کړی. د سیمې ډېر هېوادونه لا هم موږ ته د ګواښ، ان د سیمې د سرطان په سترګه ګوري، حال دا چې موږ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو».

هغه د طالبانو له غړو پوښتنه کړې: «که موږ رښتیا هم سیمې ته ګواښ نه یو، نو څنګه کولای شو د نړۍ باور خپل کړو؟»

هجران عمري، چې د طالبانو بل پلوی دی، په اېکس کې لیکلي، چې ایران له امریکا سره د سختو کړکېچونو پر مهال د افغانستان د حکومت او خلکو ستاینه کوله، څو د افغانستان خاوره د ایران پر ضد ونه کارول شي؛ خو اوس، د طالبانو د مخالفانو په رسمي بلنې سره، د هغه په وینا، «د اسلامي امارت دښمنان» په رسمیت پېژني. نوموړي د خپلو څرګندونو په دوام کې د شیعه‌ګانو پر ضد له سپکاویو او فرقه‌پالنې ډکې څرګندونې هم کړې دي.

په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو غبرګونونو ارزونه ښيي، چې د تهران پر سیاست له نیوکو سربېره، د طالبانو ځینو نږدې پلویانو د دې پېښې په غبرګون کې د شیعه‌ضد او تکفیري تعبیرونو په ګډون توندې څرګندونې هم کړې دي.

د دې راپور تر چمتو کېدو پورې نه طالبانو او نه هم د ایران اسلامي جمهوریت د دغو نیوکو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

ترویج لرونکی

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»
۱
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۲

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۳
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۴

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۵

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر ريیس: عبدالرشید دوستم او محمد محقق د احمد مسعود نږدې متحدین دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۱
د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر ريیس: عبدالرشید دوستم او محمد محقق د احمد مسعود نږدې متحدین دي
100%

د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر رییس عبدالله خنجاني وایي، عبدالرشید دوستم او محمد محقق په تېرو پنځو کلونو کې د دغې جبهې د مشر احمد مسعود اصلي متحدین او نږدې همکاران پاتې شوي دي. هغه ټینګار کړی، چې د دغو مشرانو ترمنځ همکاري د ګډو اهدافو پر بنسټ ولاړه ده.

عبدالله خنجاني د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د دغې پنځه کلنې نږدې ملګرتیا او همکارۍ بنسټ د خدای تعالی رضا، د افغانستان د خلکو ګټې او د دوی ترمنځ ګډه مبارزه جوړوي. د نوموړي په وینا، دغه مشران د جبهې له مشرتابه سره په همغږۍ خپل کار ته دوام ورکوي.

د مقاومت جبهې دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د مخالفو جبهو او سیاسي جریانونو ترمنځ د همغږۍ او یووالي د څرنګوالي په اړه بېلابېل بحثونه راپورته شوي دي. خنجاني د دغه پوسټ له لارې د خپلو متحدینو ترمنځ پر یووالي او دوامداره ملګرتیا ټینګار کړی دی.

د دغو څرګندونو په دوام، د افغانستان د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر ريیس د دغو مشرانو ترمنځ پر ګډې مبارزې ټینګار کړی او هغه یې د هېواد د اوسني وضعیت پر لور یو مهم ګام بللی دی. د هغه په وینا، دغه اتحاد د خلکو د حقونو د خوندیتوب لپاره رامنځته شوی دی.

له بلې خوا، په تهران کې د وژل شوي رهبر علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د طالبانو او د هغوی د مخالفو سیاسي جریانونو د یو شمېر استازو هم‌مهاله ګډون په رسنیو کې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د ملي شورا ویاند حسین یاسا ویلي، چې په تهران کې د طالبانو او د هغوی د مخالفو مشرانو ترمنځ هېڅ ډول لیدنه نه‌ده پلان شوې او داسې کومه ناسته به ترسره نه‌شي.

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په غزني کې د ټي‌ټي‌پي یو قوماندان وژلی دی

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۴ GMT+۱
سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په غزني کې د ټي‌ټي‌پي یو قوماندان وژلی دی
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د غزني د واغظ ولسوالۍ اړوند په ګوډلو سیمه کې تېره شپه (پنجشنبه د چنګاښ ۱۱مه) شاوخوا دولس بجې ناپېژاندو وسله‌والو د خالد مسعود په نوم د ټي‌ټي‌پي یو قوماندان په ډزو وژلی دی. طالبانو لا تراوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

سرچینو زیاته کړې، چې نوموړی په سیمه کې د ټي‌ټي‌پي له یوه ځايي کمپ څخه د وتو پر مهال هدف ګرځول شوی او وسله‌وال له برید وروسته له سیمې څخه پر تېښتې بریالي شوي دي.

سرچینې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره د ټي‌ټي‌پي د یاد قوماندان د مړي یو انځور هم شریک کړی دی.

په تېره اونۍ کې د ټي‌ټي‌پي یوه بل غړی په کندهار کې د ناڅرګندو وسله‌والو موټرسایکل سپرو له لوري په ډزو وژل شوی وو، خو طالبانو تر اوسه د دغو دواړو پېښو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

پاکستان په وار وار افغان طالبان د ټي‌ټي‌پي غړو ته په پر پناه ورکړې تورن کړي، خو طالبانو بیا دغه تور په کله رد کړی او څرګنده کړې یې ده، چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نه‌شته او ټي‌ټي‌پي یې د پاکستان کورنۍ مسئله بللې ده.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د اعصابو د جراحي ملي ټولنه پرانېستل شوه

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۵۹ GMT+۱
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د اعصابو د جراحي ملي ټولنه پرانېستل شوه
100%

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د اعصابو د جراحي ملي ټولنې دفتر پرانېستل شو. د اعصابو د جراحي متخصص ډاکټر خالد ځدراڼ اعلان وکړ، چې د دغې ټولنې پرانېستل د هېواد په طبي برخه کې یو «تاریخي» ګام دی او د افغان ډاکټرانو د مسلکي یووالي لپاره به کار وکړي.

ډاکټر خالد ځدراڼ وویل، چې له سلګونو کلونو راهیسې د اعصابو افغان جراحانو داسې یوه ملي او مسلکي ټولنه نه‌درلوده، چې د دوی استازیتوب وکړي او هغوی تر یوه چتر لاندې راټول کړي. هغه زیاته کړه، چې د دغې ټولنې په جوړېدو سره د ډاکټرانو د یووالي او د اعصابو د جراحي د پرمختګ پخوانۍ هیله په حقیقت بدله شوه.

د دغې ټولنې د مسوولانو په وینا، د افغانستان د اعصابو د جراحي ټولنه به په پوره ژمنتیا او نه ستړې کېدونکو هڅو سره د اعصابو د جراحي د زده کړو، علمي څېړنو، مسلکي همکاریو او د ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو لپاره کار وکړي. د دوی هدف دا دی، چې په هېواد کې د اعصابو جراحي خدمتونه نړیوالو معیارونو او کچې ته ورسوي.

ډاکټر ځدراڼ دغه هڅه د ټولو هغو افغان ډاکټرانو ګډ ویاړ وباله چې په دې تاریخي پروسه کې یې ونډه اخیستې ده. هغه هیله وښوده، چې په ګډو هڅو به په هېواد کې خپلو ناروغانو ته لا غوره او معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د طالبانو د فشارونو له امله په افغانستان کې د ښځو د یوې ملاتړې ادارې فعالیتونه ودرول شول

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۳ GMT+۱
د طالبانو د فشارونو له امله په افغانستان کې د ښځو د یوې ملاتړې ادارې فعالیتونه ودرول شول
100%

د «ښځې د ښځو لپاره» نړۍوال سازمان افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه،چې د طالبانو د محدودیتونو له امله یې په افغانستان کې له ۲۵ کلونو وروسته خپل فعالیت پایته رسولی دی. دغه سازمان وايي، د دوی پر دفترونو د طالبانو چاپو او د کارکوونکو د نیول کېدو له امله د فعالیتونو دوام ناشوني شوي وو.

د «ښځې د ښځو لپاره» نړیوال سازمان د افغانستان انټرنشنل د برېښنالیک په ځواب کې ویلي، چې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې، د دې ډلې وسله‌والو دوه ځله په کابل کې د دې سازمان پر دفتر چاپه وهلې ده.

دغه بنسټ اعلان وکړ، چې د طالبانو د محدودیتونو او فشارونو له زیاتېدو وروسته، د روان زیږیزکال په پیل کې دې پایلې ته ورسېد، چې نور د خپلو کارکوونکو د امنیت تامینول شوني نه دي او په افغانستان کې د فعالیت دوام خورا خطرناک دی.

د دې سازمان په وینا، د طالبانو وسله‌والو لومړی ځل د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې په کابل کې د دوی پر دفتر چاپه ووهله او د هغوی شتمنۍ او تجهیزات یې ضبط کړل. دې سازمان همدا راز تایید کړه، چې د طالبانو وسله‌والو یو ځل بیا د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په میاشت کې په کابل کې د دوی پر دفتر بیاځلي چاپه ووهله او د هغوی د ټیم له ۲۰ څخه زیات غړي یې د څو ساعتونو لپاره توقیف کړل.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د روان زیږیزکال په پیل کې طالبانو د افغان ښځو او د هغوی د کورنیو لپاره د دې سازمان معیشتي پروګرامونه هم وځنډول.

د «ښځې د ښځو لپاره» نړیوال سازمان له ۲۰۰۲ کال راهیسې د افغان ښځو او نجونو د ښوونې او روزنې، اقتصادي پیاوړتیا او ملاتړ په برخه کې فعالیت کاوه. دې سازمان په افغانستان کې له دوو لسیزو څخه په زیات فعالیت کې، په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۴۰ زرو څخه زیاتو ښځو او نجونو ته خدمات وړاندې کړي دي.

د «ښځې د ښځو لپاره» سازمان د رسنیزو اړیکو سلاکارې زویي ګالاګر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دې سازمان مرکزي دفتر له طالبانو سره هېڅ ډول اړیکه نه‌لري. هغې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو او د هغوی د کورنیو ترڅنګ ودرېږي او اړتیاوو ته یې ځواب ووایي.

که څه هم طالبانو تر اوسه د دې سازمان پر دفتر د چاپو او د محدودیتونو د لګولو په اړه څه نه دي ویلي، خو دې ډلې په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې پر ښځو او د هغوی پر ملاتړو بنسټونو سخت محدودیتونه لګولي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبان دې محمد رحمتي او محمد رضا سمدستي خوشې کړي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۰۷ GMT+۱
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبان دې محمد رحمتي او محمد رضا سمدستي خوشې کړي
100%

د خبریالانو د خوندیتوب نړيوالې کمېټې (سي‌پي‌جې) پر طالبانو غږ کړی، چې د تمدن خصوصي ټلویزیون مسوول مدیر محمد رحمتي او د همدې رسنۍ کارکوونکی محمد رضا دې خوشې کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د اسیا څانګې د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وويل، د خبريالانو د خونديتوب کمېټه پر «طالب چارواکو غږ کوي چې د تمدن ټلوېزیون مسوول مدیر محمد رحمتي او د دې رسنۍ کارکوونکی محمد رضا احساني سمدستي او بې له کوم شرطه خوشې کړي».

کمېټې زياته کړه: «ډاډ دې ورکړل شي چې رحمتي عاجل طبي مراقبت ترلاسه کوي، د دغه ټلوېزیون ضبط شوي وسایل بېرته وسپاري او اجازه ورکړي چې په افغانستان کې خپلې خپرونې او فعالیتونه بیا پیل کړي».

ياده دې وي، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز د چنګاښ پر ۶مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي وو، چې محمد رحمتي او محمدرضا د محکمې له حکم او د تورونو له اعلان پرته د طالبانو د عدلیې وزارت په امر نیول شوي او اوس په انفرادي بند کې ساتل کېږي.

د تمدن ټلوېزیون یوې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي وو، چې دغه دوه کارکوونکي وروسته له هغې ونیول شول چې په ټولنیزو پاڼو کې یې د رسنۍ د تړلو خبر خپور شو.

تمدن ټلوېزیون د چنګاښ په دویمه د طالبانو د عدلیې وزارت د وسله‌والو له لوري وتړل شو او د دغې رسنۍ د مشر محمد جواد محسني په وینا، وسله والو کسانو د هغوی تخنیکي وسایل هم ضبط کړي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي.

طالبانو تر دې مخکې ادعا کړې وه، چې تمدن ټلوېزیون د «افغانستان د اسلامي حرکت» په نوم د لغو شوي ګوند پورې تړاو لري او د دوی د قوانینو له مخې د سیاسي ګوندونو رسنۍ د فعالیت حق نه‌لري. خو تمدن ټلوېزون دغه تورونه رد کړي وو.