• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان ګوادر کې د ساحلي ځواکونو پر پوستې په ځانمرګي برید کې ۴ پاکستاني سرتيري وژل شوي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۷ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت د ګوادر ولسوالۍ په جيواني سیمه کې د دغه هېواد د ساحلي ځواکونو پر یوې پوستې په ځانمرګي موټر بم برید کې څلور امنیتي سرتيري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. د دغه برید مسوولیت بلوڅ وسله‌والو منلی دی.

د ګوادر د پولیسو د راپور له مخې، دغه برید د جمعې په ماښام (د چنګاښ ۱۲مه) شاوخوا ۷ بجې جیواني ښار ته نږدې د «پنوان» پر پوستې شوی دی.

د راپور له مخې، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر (مازدا) ته د یادې پوستې ودانۍ ته څېرمه چاودنه ورکړه.

د راپور له مخې، په برید کې د پاکستان د ساحلي ځواکونو درې سرتېري او د پوځ یو سرتېری وژل شوي دي.

چارواکو ویلي، اته پوځیان او اته د ساحلي ځواکونو سرتيري ټپیان شوي، چې د یوه ټپي روغتیايي وضعیت ډېر نازک ښودل شوی دی.

ويل شوي، د پولیسو او نورو امنیتي ادارو ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي، سیمه یې کلابنده کړې او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

د دغه برید مسوولیت بلوڅ وسله والې ډلې (بلوچ لبرېشن ارمي) منلی او ويلي دي، چې د عطاالله په نوم ځانمرګي یې یاد برید ترسره کړی دی.

ترویج لرونکی

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»
۱
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۲

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۳
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۴

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۵

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

عوامي نشنل ګوند په باجوړ کې د ډرون برید غندلی او د دغو پېښو د مخنيوي غوښتنه یې کړې ده

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۴ GMT+۱
عوامي نشنل ګوند په باجوړ کې د ډرون برید غندلی او د دغو پېښو د مخنيوي غوښتنه یې کړې ده
100%

عوامي نشنل ګوند په باجوړ کې د پنجشنبې ورځې د ډرون بريد پېښه غندلې او په دغې پېښه کې یې د یوې کورنۍ د درېیو ماشومانو وژنه خورا بوږنوونکې بللی ده. ياد ګوند د پرله پسې دغه ډول زیاتېدونکو پېښو د مخنیوي غوښتنه کړې ده. په یاده پېښه کې ۷ نور کسان هم ټپيان شوي وو.

د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا ایالت عمومي سکرټر حسين شاه يوسفزي په يوه بيان کې ويلي، په توره شپه کې د بې‌وسلې او بې‌ګناه وګړو، په ځانګړې توګه د ماشومانو په نښه کول تر ټولو بده «بزدلي» او د نه منلو وړ عمل دی.

هغه زياته کړې: «په تېره یوه اونۍ کې دا درېیم ډرون برید دی، چې عام خلک په‌کې په نښه کېږي. د پرله پسې پېښو پر وړاندې د فدرالي او ایالتي حکومت چوپتیا خورا معنا لرونکې او د اندېښنې وړ ده. تر نن ورځې پورې دا معلومه نه‌شوه، چې دا ډرون له کوم ځایه راځي او څوک یې کنټرولوي».

يوسفزي د پوښتنې په توګه مطرح کړې: «که دا ډرون د ترهګرو وي نو د مخنیوي مسوولیت یې د چا دی؟ او که دا د دولتي ادارو وي نو د بې‌ګناه وګړو د په نښه کولو څه جواز دی. ورځني ډرون بریدونه د حکومتونو او اړوندو امنیتي ادارو ناکامي ده. خلک په دوامداره توګه مړي پورته کوي خو مسوولې ادارې د نندارچیانو په څېر ناستې دي».

هغه د تحريک انصاف ګوند د خيبرپښتونخوا پر حکومت هم نيوکې وکړې او زياته یې کړه: «په تېر وخت کې د ډرون بریدونو پر وړاندې د اعتراض ډرامې کوونکي نن چېرته دي؟ نن چې معصوم خلک په نښه کېږي، دا خلک تماشا کوي. د هغو واکمنانو سترګې ولې نن دا ظلم نه ویني چې له ۱۳ کلونو راهیسې پر ایالت مسلط دي».

نوموړي په پښتونخوا کې د ډرون بریدونو او ملکي مېشت ځایونو د په نښه کولو د لړۍ د درولو غوښتنه کړې او له اغېزمنو کورنیو سره یې پر مرستو ټينګار کړی دی.

د باجوړ د خار په شينکوټ سيمه کې پرون (پنجشنبه د چنګاښ ۱۱مه) پر يوه کور د ترسره شوي ياد ډرون په برید کې درې ماشومان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د ایران رهبر د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې حاضر نه‌وو

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۰ GMT+۱
د ایران رهبر د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې حاضر نه‌وو
100%

څلور مياشتې وروسته له هغه چې د ایران پخوانی رهبر علي خامنه‌يي د امريکا په بريدونو کې ووژل شو، د هغه د جنازې مراسم نن (جمعه د چنګاښ ۱۲مه) په تهران کې ترسره شول. خو د اوسني رهبر مجتبی خامنه‌يي نه ګډون د رسنيو او ټولنيزو شبکو پام ځان ته اړولی دی.

د ایران چارواکو د علي خامنه‌یي د جنازې او خاورو ته د سپارلو لپاره د يوې اونۍ مراسم پلان کړي دي. ټاکل شوې، چې د هغه مړی له تهران وروسته قُم، نجف او کربلا ته ولېږدول شي او په پای کې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د مشهد ښار د امام رضا د زيارت ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي.

د ايران د رسنيو خپاره شوي انځورونه او ويډيوګانې ښيي، چې په دغو مراسمو کې د ايران لوړپوړي چارواکي، لکه ولسمشر مسعود پزشکيان، د اسلامي شورا د مجلس رييس محمدباقر قاليباف او د سپاه پاسداران نوی قوماندان احمد وحيدي حاضر وو. خو د اسلامي جمهوريت رهبر مجتبی خامنه‌یي په‌کې ونه ليدل شو او د هغه نه ګډون د رسنيو او ټولنيزو شبکو د کاروونکو پام ځان ته اړولی دی. د ايران حکومت تر اوسه د هغه د نه ګډون په اړه په رسمي توګه څه سپیناوی نه‌دی کړی.

تر دې وړاندې، په هند کې د اسلامي جمهوريت د رهبر استازي حکيم الهي ويلي وو، چې مجتبی خامنه‌یي به د امنيتي اندېښنو له امله د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې ګډون ونه کړي.

له دې سره سم، د تېر کال په کب مياشت کې پر ایران د امريکا او اسراییل د بريدونو پر مهال د علي خامنه‌یي له وژل کېدو وروسته داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې مجتبی خامنه‌یي ټپي شوی دی.

سي‌اېن‌اېن تر دې وړاندې د امريکايي استخباراتي سرچينو په حواله راپور ورکړی وو، چې مجتبی خامنه‌یي د بدن د يوې برخې د سوځېدو له امله، چې مخ، لاس، د سينې برخه او پښه يې زيانمنه کړې، په انزوا کې تر درملنې لاندې دی.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم مخکې ويلي وو، لا هم روښانه نه ده چې د اسلامي جمهوريت نوی رهبر مجتبی خامنه‌یي، ژوندی دی که نه.

مجتبی خامنه‌یي له هغه وخت راهيسې تر اوسه په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی او د هغه هېڅ تازه انځور يا ويډيو هم نه ده خپره شوې.

د علي خامنه‌یي او د هغه د کورنۍ د نورو وژل شويو غړو د رسمي مخه ښي مراسم د جمعې په سهار د تهران د امام خميني په مصلی کې د يو شمېر بهرنيو شخصيتونو په ګډون پيل شول.

په دغو مراسمو کې د طالبانو مخالف مشر احمد مسعود او محمد محقق هم ګډون کړی وو. همدارنګه د طالبانو د اقتصادي چارو مرستيال ملا عبدالغني برادر او د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي هم په دې مراسمو کې حاضر وو.

د نتنیاهو دفتر: د عراقچي او قالیباف د احتمالي وژلو په اړه د نیویارک ټایمز راپور جعلي دی

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۱
د نتنیاهو دفتر: د عراقچي او قالیباف د احتمالي وژلو په اړه د نیویارک ټایمز راپور جعلي دی
100%

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر د نیویارک ټایمز هغه راپور رد کړی، چې په‌کې ادعا شوې وه، چې امریکايي چارواکو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف ته د اسراییل له لوري د دوی د احتمالي د په نښه کېدو له امله خبرداری ورکړی وو.

د نتنیاهو دفتر د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) په همدې تړاو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دا راپور «په بشپړ ډول جوړ شوی او له واقعیت سره په ټکر کې» دی او همداراز یې هغه «جعلي خبر» بللی دی.

نیویارک ټایمز تر دې مخکې راپور ورکړی وو، چې امریکايي چارواکو د روان میلادي کال په لومړیو کې د ایران او امریکا ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو پر مهال عباس عراقچي او محمدباقر قالیباف ته خبرداری ورکړی وو، چې ښايي اسراییل د هغوی د وژلو هڅه وکړي.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د دې راپور ټولې ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی، چې د نیویارک ټایمز خپور شوی راپور له حقیقت سره سمون نه‌لري.

د لندن یوې محکمې د ایران انټرنشنل د خبریال د چړو وهلو په قضیه کې دوه کسان په بند محکوم کړل

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۱
د لندن یوې محکمې د ایران انټرنشنل د خبریال د چړو وهلو په قضیه کې دوه کسان په بند محکوم کړل
100%

د لندن یوې محکمې دوه رومانیايي وګړي چې د څارنوالانو په وینا د ایران د حکومت په استازیتوب یې فعالیت کاوه، د ایران انټرنشنل ټلویزیون د خبریال د چړو وهلو او قصدي ټپي کولو په جرم په اوږدمهاله بند محکوم کړل.

ایران الاصله بریتانوی خبریال او د ایران انټرنشنل ټلوېزیون کارکوونکی پوریا زراعتي د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د لندن په سويل لوېدیځ کې خپل کور ته نږدې درې ځله په پښه په چړه وهل شوی و. پولیسو د قضیې په تړاو دوه رومانیایي وګړي ونیول.

۲۱ کلن ناندیتو بادیا او ۲۵ کلن جورج ستانا د قصدي ټپي کولو تورونه رد کړي وو، خو د لندن د وولویچ کراون محکمې د جون په میاشت کې دواړه مجرم وپېژندل.

د لندن د وولویچ کراون محکمې د جمعې په ورځ ناندیتو بادیا په اته کاله او جورج ستانا په ۱۲ کاله بند محکوم کړل.

څارنوالانو ویلي، دواړو د ایران د حکومت د نیابتي کسانو په توګه عمل کړی، خو د ایران حکومت له مخکې دا تورونه رد کړي دي.

د اسراییل سفیر: د خامنه‌يي پر مړینه خواخوږي د یوه ظالم دیکتاتور ننګه ده

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۶ GMT+۱
د اسراییل سفیر: د خامنه‌يي پر مړینه خواخوږي د یوه ظالم دیکتاتور ننګه ده
100%

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازي دني دانون د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش پر څرګندونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د علي خامنه‌يي پر مړینه خواخوږي ښودل د «یوه ظالم دیکتاتور لپاره ماتم» کول دي.

دانون پر اېکس پاڼه لیکلي، ایا د داسې کس لپاره همدردي او ماتم مناسب دی چې د ده په وینا، «د لسګونو زرو بې ګناه ایرانیانو د وژنې، شکنجې او ځورونې امرونه یې ورکړي دي؟».

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې ګوتېرش د علي خامنه‌يي د مړینې په اړه غبرګون وښود.

دني دانون ویلي، نړیوال سازمانونه باید د هغو کسانو د قربانیانو تر څنګ ودرېږي چې د ایران د حکومت د ځپونکو سیاستونو له امله زیانمن شوي دي، نه دا چې د دغه حکومت د مشرانو لپاره د خواخوږۍ څرګندونې وکړي.