ناپېژاندو کسانو د خیبر پښتونخوا په بنو کې د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوځولی دی

ناپېژانده کسانو د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په خیرکي کلي کې د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوځولی، چې له کبله یې د یاد ښوونځي دېوال ویجاړ شوی دی. پوليس وایي، چاودېدونکي توکي د ښوونځي بهر ځای پر ځای شوي وو.
