ملي ټلوېزیون: کابل کې د کورونو کرایو لوړېدو خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې په پلازمېنه کابل کې د کورونو کرایې تر پخوا په بې ساري ډول لوړې شوي او د خلکو اقتصادي ژوند یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی. کابل ښاریان نیوکه کوي، چې طالبان د کرایو کنټرول کې پاتې راغلي دي.
