د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبان دې محمد رحمتي او محمد رضا سمدستي خوشې کړي

د خبریالانو د خوندیتوب نړيوالې کمېټې (سيپيجې) پر طالبانو غږ کړی، چې د تمدن خصوصي ټلویزیون مسوول مدیر محمد رحمتي او د همدې رسنۍ کارکوونکی محمد رضا دې خوشې کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړيوالې کمېټې (سيپيجې) پر طالبانو غږ کړی، چې د تمدن خصوصي ټلویزیون مسوول مدیر محمد رحمتي او د همدې رسنۍ کارکوونکی محمد رضا دې خوشې کړي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د اسیا څانګې د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وويل، د خبريالانو د خونديتوب کمېټه پر «طالب چارواکو غږ کوي چې د تمدن ټلوېزیون مسوول مدیر محمد رحمتي او د دې رسنۍ کارکوونکی محمد رضا احساني سمدستي او بې له کوم شرطه خوشې کړي».
کمېټې زياته کړه: «ډاډ دې ورکړل شي چې رحمتي عاجل طبي مراقبت ترلاسه کوي، د دغه ټلوېزیون ضبط شوي وسایل بېرته وسپاري او اجازه ورکړي چې په افغانستان کې خپلې خپرونې او فعالیتونه بیا پیل کړي».
ياده دې وي، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز د چنګاښ پر ۶مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي وو، چې محمد رحمتي او محمدرضا د محکمې له حکم او د تورونو له اعلان پرته د طالبانو د عدلیې وزارت په امر نیول شوي او اوس په انفرادي بند کې ساتل کېږي.
د تمدن ټلوېزیون یوې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي وو، چې دغه دوه کارکوونکي وروسته له هغې ونیول شول چې په ټولنیزو پاڼو کې یې د رسنۍ د تړلو خبر خپور شو.
تمدن ټلوېزیون د چنګاښ په دویمه د طالبانو د عدلیې وزارت د وسلهوالو له لوري وتړل شو او د دغې رسنۍ د مشر محمد جواد محسني په وینا، وسله والو کسانو د هغوی تخنیکي وسایل هم ضبط کړي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي.
طالبانو تر دې مخکې ادعا کړې وه، چې تمدن ټلوېزیون د «افغانستان د اسلامي حرکت» په نوم د لغو شوي ګوند پورې تړاو لري او د دوی د قوانینو له مخې د سیاسي ګوندونو رسنۍ د فعالیت حق نهلري. خو تمدن ټلوېزون دغه تورونه رد کړي وو.