• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي د ایران د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر درناوي ټینګار وکړ

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۱

د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي نورلان یرمکبایف د ایران له بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي سره په لیدنه کې د ایران د حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پر درناوي او د هېوادونو په کورنیو چارو کې پر نه لاسوهنې ټینګار وکړ.

د ایراني رسنۍ ایرنا د راپور له مخې، یرمکبایف چې تهران ته د ایران د پخواني مشر د جنازې او درناوي په مراسمو کې د ګډون لپاره تللی، د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو په استازیتوب د ایران له دولت او خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

په دې لیدنه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو له ملاتړه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، ټول هېوادونه ګډ مسوولیت لري چې د نړیوال قانون ساتنه وکړي، له یو اړخیزو اقداماتو سره مقابله وکړي او له هغو کسانو حساب وغواړي چې د ایران پر ضد د ترسره شویو بریدونو مسوول دي.

دواړو لورو همداراز د ایران او د شانګهای همکارۍ سازمان ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. د راپور له مخې، د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي عراقچي ته د دې سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه هم ورکړې ده.

ترویج لرونکی

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»
۱
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۲

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۳
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۴

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۵

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

مېرڅ د ټرمپ په ځواب کې: جرمني د خپل نظامي بودیجې د زیاتوالي دفاع کولی شي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۲۱ GMT+۱
مېرڅ د ټرمپ په ځواب کې: جرمني د خپل نظامي بودیجې د زیاتوالي دفاع کولی شي
100%

د جرمني لومړي وزیر د امریکا د ولسمشر ټرمپ د نیوکو په غبرګون کې ویلي، جرمني به په څلورو کلونو کې خپله دفاعي بودیجه دوه برابره کړي او د ناټو د دفاعي لګښتونو ۳،۵ سلنه هدف به تر ۲۰۲۹ کال پوره کړي. ټرمپ د جرمني دفاعي لګښتونه د ناټو د نورو متحدانو په پرتله ټیټ او «مسخره» بللي وو.

د جرمني د دفاعي لګښتونو موضوع په داسې حال کې مطرح شوې چې د ناټو مشران راتلونکې اوونۍ په انقره کې راټولیږي او اروپايي هېوادونه هڅه کوي له ایران او ګرینلنډ سره د ټرمپ د اختلافونو له امله رامنځته شوې ترینګلتیا شاته پرېږدي او وښيي چې د اروپا د دفاع لپاره خپلې هڅې زیاتوي.

ټرمپ روانه اوونۍ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیل» کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاعي لګښتونو پر کچې نیوکې کړې وې او ویلي وه د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د جرمني دفاعي لګښتونه د امریکا او د ناټو د نورو متحدانو په پرتله ډېر ټیټ وو او دا یې «مسخره» بللي وه.

د ناټو مشرانو تېر کال په هاګ کې هوکړه وکړه چې غړي هېوادونه به تر ۲۰۳۵ کال پورې د خپلو ناخالصو کورنیو تولیداتو ۳،۵ سلنه پر اساسي دفاعي برخو، لکه وسلو او پوځیانو، ولګوي؛ دا موخه د پخواني ۲ سلنې هدف په پرتله لوړه شوې ده.

د راپورنو له مخې، په تېرو ۱۲ میاشتو کې د ناټو اتحاد له سخت فشار سره مخ شوی دی. ټرمپ ګواښ کړی و چې ګرینلنډ به د ناټو له غړي هېواد ډنمارک څخه واخلي او وروسته یې د ایران پر ضد جګړه پیل کړه، چې د اروپايي متحدانو له سلا مشورې پرته یې نړیوال اقتصاد ګډوډ کړ.

راپور زیاتوي، دغې جګړې د ټرمپ او د یو شمېر اروپايي مشرانو، د مېرڅ په ګډون، شخصي اړیکې هم اغېزمنې کړې. مېرڅ مخکې ویلي وو چې امریکا د ایران له خوا سپکېږي.

د عراق لومړي وزیر دولتي ادارو ته د فساد د دوسیو د جدي څېړلو امر کړی

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۱۴ GMT+۱
د عراق لومړي وزیر دولتي ادارو ته د فساد د دوسیو د جدي څېړلو امر کړی
100%

د عراق لومړي وزیر علي الزیدي د دغه هېواد له امنیتي چارواکو سره په لیدنه کې پر دولتي ادارو غږ کړی، چې په فساد د تورنو کسانو د نیولو، د عامه شتمنیو د بېرته راګرځولو او له اقتصادي جرمونو سره د مبارزې لپاره همغږي کار وکړي.

علي الزیدي ټینګار وکړ چې د دغې همغږۍ هدف د عامه داراییو خوندیتوب او د قانون ښه پلي کول دي. هغه وویل، د عراق حکومت د فساد په وړاندې د مبارزې او مخنیوي لپاره خپل اصلاحي پروګرام د وزارتي پلان په اډانه کې پر مخ بیايي. د عراق د لومړي وزیر په وینا، ټول هغه کسان چې په فساد تورن دي، باید تعقیب او عدالت ته وسپارل شي او دا لړۍ باید د حکومت ټولې برخې تر پوښښ لاندې راولي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د عراق امنیتي ځواکونو د بغداد په شنه سیمه کې په یو لړ شپنیو عملیاتو کې یو شمېر سیاستوال، د پارلمان غړي او دولتي چارواکي د فساد په تور ونیول. د راپورونو له مخې، د نیول شویو کسانو شمېر شاوخوا ۴۷ تنو ته رسېږي او اسوشیټېډ پریس اژانس لیکلي چې په دوی کې ۱۲ تنه یې د پارلمان فعال غړي دي.

د عراق د اصلاحاتو کمېسیون اعلان کړی چې دا نیونې په بغداد کې له دقیقې او دوامدارې څارنې وروسته د یوه پراخ شپني عملیات په ترڅ کې شوې دي. د دغه کمېسیون په وینا، په نیول شویو کسانو کې وکیلان، دولتي چارواکي او عراقي سوداګر شامل دي.

په درېیو اروپايي هېوادونو کې د سختې ګرمۍ له امله لږ تر لږه ۳۷۰۰ کسان مړه شوي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۵۷ GMT+۱
په درېیو اروپايي هېوادونو کې د سختې ګرمۍ له امله لږ تر لږه ۳۷۰۰ کسان مړه شوي
100%

د فرانسې، بلجیم او هالنډ چارواکي وايي، د جون میاشتې د ګرمې څپې له امله په دغو درېیو هېوادونو کې لږ تر لږه ۳۷۰۰ اضافي مړینې ثبت شوې دي، خو خبرداری ورکوي چې دا شمېرې لومړنۍ دي او ښايي نورې هم لوړې شي.

د فرانسې د روغتیا وزیرې سټیفاني ریست ویلي، په دغه هېواد کې د ګرمې څپې پر مهال ۲۰۲۵ اضافي مړینې ثبت شوې دي، چې تر ټولو ډېر زیاتوالی د ۴۵ کلونو او تر هغې د لوړ عمر لرونکو کسانو ترمنځ و.

د فرانسې د عامې روغتیا ادارې ویلي، د جون له ۲۲مې تر ۲۸مې په کورونو کې د مړینو شمېر د مخکنۍ اوونۍ په پرتله ۹۱ سلنه لوړ شوی او د پالنې په مرکزونو او روغتیايي بنسټونو کې هم مړینې زیاتې شوې دي. دغې ادارې خبرداری ورکړی چې د مړینو شمېر ښايي تر خپرو شویو لومړنیو ارقامو هم لوړ شي.

په ورته وخت کې د بلجیم د روغتیا وزارت ویلي، د جون له ۱۸مې تر ۲۹مې پورې شاوخوا ۱۲۰۰ اضافي مړینې ثبت شوې دي، چې له دې ډلې ۵۳۰ مړینې د ۸۵ کلونو یا تر هغې د لوړ عمر لرونکو کسانو او ۱۸۰ مړینې د ۶۵ کلونو څخه د کم عمر لرونکو کسانو وې.

همدارنګه د هالنډ چارواکو هم ویلي، د ګرمې څپې له امله په دغه هېواد کې شاوخوا ۴۸۰ اضافي مړینې ثبت شوې دي، چې ډېری قربانیان یې د ۸۰ کلونو څخه د پورته عمر لرونکي کسان وو.

د معلوماتو له مخې د جون له ۲۰مې تر ۲۸مې پورې دغې ګرمې څپې په اروپا کې د برېښنا د تولید بهیر ګډوډ کړی، زیربناوو ته یې زیان رسولی او روغتیايي سیستمونه یې تر سخت فشار لاندې راوستي دي. ساینسپوهان باور لري چې دا سخته ګرمي نږدې په یقیني ډول د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې ده.

د ایران د پوځ مشر: د علي خامنه‌يي د وینې غچ به واخلو

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۵۶ GMT+۱
د ایران د پوځ مشر: د علي خامنه‌يي د وینې غچ به واخلو
100%

د ایران د پوځ لوی درستیز امیر حاتمي د علي خامنه‌يي او د هغه د کورنۍ د غړو د جنازي د مراسمو په څنډه کې یې خبرداری ورکړی چې ایران به د «علي خامنه‌يي د وینې غچ» واخلي.

د ایران د پوځ لوی درستیز د وسله‌والو ځواکونو د لوړپوړو قوماندانانو د حضور پر مهال ویلي، په لا ټینګه اراده خپلو «دښمنانو» ته اعلانوو چې «د علي خامنه‌يي د وینې غچ به واخلو.»

د علي خامنه‌يي او د هغه د کورنۍ د غړو د جنازې له مراسمو څخه په خپرو شویو ویډیوګانو کې د سپاه پاسداران لوی درستیز احمد وحیدي نه تر سترګو کېږي.

خو د خاتم‌الانبیا مرکزي قومندانۍ مشرعلي عبداللهي، د ایران د پولیسو عمومي قوماندان ، د دفاع وزارت سرپرست او د پوځ د لوی درستیز مرستیال او د همغږۍ رییس سمندار حبیب‌الله سیاري په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.

علي خامنه‌يي د ۱۹۸۹ کال د جون په میاشت کې د ایران د بنسټګر روح‌الله خمیني تر مړینې وروسته، د دغه هېواد د ستر مذهبي مشر په توګه وټاکل شو او څه باندې درې لسیزې یې د ایران د سیاسي، پوځي او امنیتي پرېکړو مشري وکړه.

علي خامنه‌يي د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسراییلو په ګډ هوايي برید کې ووژل شو چې د ایران دولتي رسنیو یې مړینه د ۲۰۲۶ کال د مارچ په لومړۍ نېټه تایید کړه.

امریکايي ځواکونه د داعش ضد عملیاتو له بشپړېدو وروسته له نایجیریا څخه ووتل

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۱۱ GMT+۱
امریکايي ځواکونه د داعش ضد عملیاتو له بشپړېدو وروسته له نایجیریا څخه ووتل
100%

د امریکا د افریقا قوماندانۍ (AFRICOM) مشر ویلي، امریکا د داعش ضد ګډو عملیاتو له بشپړېدو وروسته خپل ډېری ځواکونه له نایجیریا څخه ایستلي دي. هغه زیاته کړې چې اوس د ابوجا په غوښتنه، واشنګټن یوازې د استخباراتي معلوماتو د شریکولو له لارې له دغه هېواد سره همکاري کوي.

د افریکوم قوماندان جنرال ډاګوېن انډرسن ویلي، د مې میاشتې په ګډو عملیاتو کې د داعش نړیوال دویم لوړپوړی قوماندان ابو بلال المنوکي وژل شوی. د نوموړي په وینا، له عملیاتو وروسته امریکا خپل ډېری هغه سرتېري بېرته له نایجریا ایستلي چې یوازې د همدې ماموریت لپاره نایجریا ته استول شوي وو، خو د استخباراتي معلوماتو د شریکولو همکاري لا هم روانه ده.

انډرسن ویلي، دغو عملیاتو د داعش د مشرتابه، مخابراتي او عملیاتي شبکو ته د پام وړ زیان رسولی او اغېزې یې د لوېدیځې افریقا له پولې هم اوښتې دي.

امریکا د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې، د نایجریا په غوښتنه د داعش او نورو وسله‌والو ډلو پر ضد د روزنې، تخنیکي مرستې او استخباراتي همکارۍ لپاره په دغه هیواد کې محدود پوځي حضور درلود.