د پردې تر شا د لیدنو په اړه د انګېرنو ردولو سره هممهاله تهران ته د افغانستان د دوو جریانونو د چارواکو له سفر سره، ځینو سرچینو د دوی ترمنځ د غیرعلني خبرو اترو د احتمال خبر ورکړی و.
دمګړۍ، د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او له بلې او د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او د وحدت ګوند مشر محمد محقق په تهران کې د علي خامنهاي د جنازې په مراسمو کې د ګډون او درناوي لپاره حضور لري.
یاسا ټینګار وکړ چې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو یا لیدنې لپاره هېڅ پلان شتون نه لري.
ښاغلي یاسا د جمعې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل چې له طالبانو سره د مخالفو جریانونو بنسټیزه ستونزه د نظام د جوړښت په اړه ده. هغه وویل چې مخالف جریانونه له طالبانو سره د مذاکرې له اصل سره مخالف نه دي، خو مذاکره بایدچوکاټ او اصول ولري.
هغه وویل چې دوی چمتو دي چې د منځګړیتوب او لویو تضمینونو په شتون کې له طالبانو سره خبرو ته کینې.
د تهران د منځګړیتوب د هڅو مخینه
تهران تر دې وړاندې هم هڅه کړې وه چې د افغانستان د سیاسي جریانونو ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي. په دغو مواردو کې یو هم په تهران کې د احمد مسعود او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي ترمنځ د مستقیمو خبرو کوربهتوب و؛ هغه خبرې چې د بنسټیزو اختلافونو له امله له کومې څرګندې پایلې پرته پای ته ورسېدې.
د طالبانو مخالفان تل په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار کوي، خو طالبان ادعا کوي چې د دوی اداره هراړخیزه ده.