په بلوچستان کې د سختو ورښتونو له امله ۴ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان دي

د بلوچستان په کوټې، خضدار او ژوب سیمو کې د وروستیو سختو ورښتونو له کبله د درېیو کورونو چتونه راپرېوتي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
ځایي چارواکو ویلي، لومړۍ پېښه د ژوب په سیمه کې د باچا خان ښوونځي ته څېرمه په شمس کالونۍ کې رامنځته شوې چې د سختو ورښتونو له امله د دوو خټینو کورونو چتونه پرېوتي. په دغه پېښه کې یوه ښځه او دوه ماشومان تر خاورو لاندې شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
بلخوا د خضدار په سیمه کې هم د یو بل کور د نړېدو له امله یو ماشوم مړ او څلور نور ټپیان شوي دي. سیمهییز پولیس او د ژغورنې ډلې وایي، چې ټپیان په بېړني ډول د سیمې نږدې روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
سختو بارانونو په بلوچستان کې خلکو ته نه یوازې ځاني؛ بلکې مالي زیانونه هم اړولي دي. د راپورونو له مخې؛ د سختو ورښتونو له امله کورونه، سړکونه او کرنیزې ځمکې زیانمنې شوې او په بېلابېلو سیمو کې برېښنا پرې شوې ده.
