• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پر لاره د یوه مساپر وړونکي بس لوېدو پېښه کې ۴۰ کسان مړه شوي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۲۸ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو ترمنځ د دانه سر په سیمه کې یو مساپر وړونکی بس ژورې کندې ته لوېدلی، چې له امله یې لږترلږه ۴۰ کسان مړه او ۸ نور ټپیان شوي دي. د شیراني ولسوالۍ مرستیال کمېشنر حضرت علي کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، په دغه بس کې ټولټال ۴۸ مساپر سپاره وو.

د نوموړي په وینا؛ د یادې ولسوالۍ ادارې، سرحدي ځواکونو او د طبي بېړني غبرګون مرکز ژغورونکې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او د ژغورنې او مرستې عملیات یې پیل کړي دي. د پېښې د رامنځته کېدو لامل لاتراوسه روښانه نه‌دی. ځایي چارواکي وایي، د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

په بلوچستان کې د سختو ورښتونو له امله ۴ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۶ GMT+۱
په بلوچستان کې د سختو ورښتونو له امله ۴ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان دي
100%

د بلوچستان په کوټې، خضدار او ژوب سیمو کې د وروستیو سختو ورښتونو له کبله د درېیو کورونو چتونه راپرېوتي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

ځایي چارواکو ویلي، لومړۍ پېښه د ژوب په سیمه کې د باچا خان ښوونځي ته څېرمه په شمس کالونۍ کې رامنځته شوې چې د سختو ورښتونو له امله د دوو خټینو کورونو چتونه پرېوتي. په دغه پېښه کې یوه ښځه او دوه ماشومان تر خاورو لاندې شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د خضدار په سیمه کې هم د یو بل کور د نړېدو له امله یو ماشوم مړ او څلور نور ټپیان شوي دي. سیمه‌ییز پولیس او د ژغورنې ډلې وایي، چې ټپیان په بېړني ډول د سیمې نږدې روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

 سختو بارانونو په بلوچستان کې خلکو ته نه یوازې ځاني؛ بلکې مالي زیانونه هم اړولي دي. د راپورونو له مخې؛ د سختو ورښتونو له امله کورونه، سړکونه او کرنیزې ځمکې زیانمنې شوې او په بېلابېلو سیمو کې برېښنا پرې شوې ده.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ؛ امریکا د اسلام‌اباد تر څنګ ودرېده

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۱ GMT+۱
د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ؛ امریکا د اسلام‌اباد تر څنګ ودرېده
100%

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، واشنګټن د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د پاکستان د ځان‌دفاع له حق څخه ملاتړ کوي. په داسې حال کې چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ شخړې لا هم دوام لري او د ملګرو ملتونو په وینا، د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) په یوې اعلامیې کې ویلي، متحده ایالات د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د پاکستان د ځان‌دفاع له حق څخه ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی، چې د پاکستان خلکو د کلونو په اوږدو کې د ترهګرۍ له امله درانه زیانونه لیدلي دي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي: «موږ د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د پاکستان د ځان‌ دفاع له حق څخه ملاتړ کوو. د پاکستان خلکو د ترهګرو له لاسه ډېر کړاوونه ګاللي دي».

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د روان کال په فبرورۍ کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د دواړو لورو تر منځ تر ټولو سختې نښتې وشوې او له هغې وروسته هم د دواړو غاړو ترمنځ تاوتریخوالی دوام لري.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د معلوماتو له مخې، د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې، چې د افغانستان ډیورند کرښې ته نږدې سیمې یې په نښه کړې، لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو وروسته ادعا وکړه، چې د اسلام‌اباد د بریدونو په غبرګون کې یې د پاکستان دننه هوايي بریدونه کړي، خو اسلام‌اباد ویلي، د بلوچستان په ایالت کې یې د طالبانو څلور ابتدایي بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) نسکورې کړې دي.

پاکستان پر طالبانو تور پورې کوي، چې د پاکستان پر ضد د بریدونو پلان جوړوونکو وسله‌والو ته په افغانستان کې پناه ورکوي، خو طالبان دا تورونه ردوي او وایي، په پاکستان کې ناامني د هغه هېواد کورنۍ ستونزه ده او اسلام‌اباد د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان اچوي.

واشنګټن چې پاکستان د ناټو له غړیتوبه بهر مهم متحد بولي، لا هم طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه ګڼي. د راپورونو له مخې، د امریکا او پاکستان اړیکې د ډونالډ ټرمپ تر بیا واکمنېدو وروسته یو ځل بیا نږدې شوې دي.

دغه څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ له زیاتېدو سره د سیمې د امنیت او د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه نړیوالې اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کلونو کې پاکستان لږ تر لږه ۱۳ ځلي پر افغانستان مرګوني هوايي بریدونه کړي او له امله یې سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۶ کال کې له پاکستان څخه د ۵۰۰ زره افغان کډوالو له ستنیدو خبر ورکړ

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۱
ملګرو ملتونو په ۲۰۲۶ کال کې له پاکستان څخه د ۵۰۰ زره افغان کډوالو له ستنیدو خبر ورکړ
100%

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په خپل نوي راپور کې اعلان کړی، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د جون تر ۲۷مې پورې، لږ تر لږه ۵۳۱ زره و ۸۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) د یوه راپور په خپرولو سره زیاته کړې، په دغو ستنو شویو کسانو کې ۱۵۸ زره او ۳۰۰ تنه د یادې ادارې تر ملاتړ لاندې ستانه شوي او لږ تر لږه ۶۱ زره او ۸۰۰ نور په جبري توګه له پاکستان څخه شړل شوي دي. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د مخ په زیاتېدونکو ترینګلتیاوو او نښتو په منځ کې دوام لري.

په راپور کې راغلي، چې د ستنو شویو کډوالو لویه برخه ښځې او ماشومان جوړوي، داسې چې د ټولو راستنېدونکو ۵۰ سلنه ښځې او نجونې او ۵۵ سلنه یې ماشومان دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې له تېر کال راهیسې یې په کابل، کندهار او جلال‌اباد کې له څه باندې ۷۵۳ زرو کسانو سره نغدي مرستې کړي او یوازې په ۲۰۲۶ کال کې یې له ۱۵۸ زرو څخه زیاتو ستنو شویو کډوالو ته د مرستو رسولو لړۍ روانه ساتلې ده.

د دغو کورنیو شاوخوا ۳۴ سلنه یې د ښځو له خوا اداره کېږي او ۱۴ سلنه یې لږ تر لږه یو معلول غړی لري.

د احصایو له مخې، د ستنېدونکو کډوالو ۸۹ سلنه پښتانه، ۳ سلنه تاجک، ۲ سلنه هزاره او ۱ سلنه ازبک دي، چې د زده‌کړو په کچه کې یې ۷۸ سلنه مشران هېڅ رسمي زده‌کړې نه لري.

د ستنېدونکو ډېره برخه د تورخم له لارې (۸۴ سلنه) او سپین بولدک له لارې (۱۰ سلنه) هېواد ته داخل شوي، چې ډېری یې په ننګرهار، کابل، لوګر، کندهار او کندوز ولایتونو کې د مېشتېدو نیت لري.

دغې بې‌سارې ستنېدنې د افغانستان پر لا دمخه نازک بشري وضعیت دروند بار اچولی دی.

له بلې خوا، په دغه راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان دننه د ناامنیو او نښتو له امله لږ تر لږه ۶۹ زره کسان په کور دننه بې‌ځایه شوي دي. په دغو بې‌ځایه شویو کورنیو کې ۷۳ سلنه یې ښځې او ماشومان دي، چې تر ټولو لومړنۍ اړتیاوې یې سرپناه (۷۳ سلنه)، خوراکي خوندیتوب (۵۲ سلنه) او روغتیايي خدمات (۴۵ سلنه) ښودل شوي دي.

همدا رنګه په پاکستان کې د بې‌اسناده افغانانو د نیولو، بندي کولو او د کورونو د تخلیې لړۍ په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د پرېکړې له مخې لا هم په شدت سره روانه ده.

صدیق صدیقي: پاکستان باید له افغان کډوالو سره په چلند کې نړیوال قوانین مراعات کړي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۱
صدیق صدیقي: پاکستان باید له افغان کډوالو سره په چلند کې نړیوال قوانین مراعات کړي
100%

د افغانستان د پخواني ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، چې پاکستان باید له افغان کډوالو سره په چلند کې نړیوال قوانین او د بشري حقونو کنوانسیونونه مراعات کړي او د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه باید په دې برخه کې عملي اقدام وکړي.

صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند «د بشریت پر وړاندې ښکاره جرم» ښکاري او باید د نړیوالو قوانینو له مخې وڅېړل شي.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان باید د هغو افغان کډوالو په تړاو نړیوال قوانین او د بشري حقونو کنوانسیونونه مراعات کړي، چې د هغه په وینا، د طالبانو د «ظالمانه رژیم» له امله له افغانستانه تښتېدلي دي.

صدیقي څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو اړوند ادارې، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان، د بشري حقونو عالي کمېشنري او د کډوالو عالي کمېشنري باید په دې موضوع کې «فعاله مداخله» وکړي او له پاکستان څخه وغواړي چې د کډوالو د حقونو درناوی وکړي.

هغه په خپل پوسټ کې ټینګار کړی: «دا د بشریت پر وړاندې ښکاره جرم دی؛ پاکستان باید نړیوال قوانین مراعات کړي».

په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې بهیر زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.

حضرت علي: پاکستان طالبان په افغانستان کې واک ته رسولي دي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱
حضرت علي: پاکستان طالبان په افغانستان کې واک ته رسولي دي
100%

پخوانی جهادي قومندان حضرت علي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په مرکه کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې طالبان واک ته رسولي او په باور یې، که پاکستان د «جوړولو» فکر درلودلای، نو اوس به له پاکستان سربېره په افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو کې ستونزې نه‌وای.

پخواني جهادي قومندان او د جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې پخواني غړي حضرت علي له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې په افغانستان او سیمه کې د ستونزو اصلي لامل پاکستان وباله او زیاته یې کړه: «زما په فکر پاکستان همدا طالبان راوستي دي. پاکستان د جوړولو فکر نه‌لري، که د جوړولو فکر یې درلودلای؛ نه به په افغانستان او نه به هم په پاکستان او نه به هم په ګاونډیو ملکونو کې ستونزې وای».

د دغه پخواني جهادي قومندان په اند، پاکستان له افغانستان سره دوه اصلي ستونزې یوه یې د ټي‌ټي‌پي ډله او بله یې د ډیورند کرښې اړوند مسایل دي او وايي، ټي‌ټي‌پي ډله په پاکستان کې ده او هلته مرکزونه لري او له همغه ځایه پر پاکستاني ځواکونو بریدونه کوي.

حضرت علي زیاتوي: «له پخوا راهیسې پاکستان له افغانستان سره دوه اصلي ستونزې لري؛ یوه ستونزه یې ټي‌ټي‌پي او بله ستونزه یې ډېورند خط دی. ټي‌ټي‌پي اوس په پاکستان کې خاوره کې ده، هلته مرکزونه لري، هره ورځ جنګونه له هماغه ځایه کوي».

نوموړی د افغانستان په تړاو د پاکستان د «خیر رسولو» توقع نه‌لري او زیاتوي: «پاکستان تل زموږ ډېر سیاسي او قومي مشران ترور کړي دي. موږ ته چې نن سبا څومره تلفات رسېدلي او اوس زموږ په څېر ډېر هېوادوال له هېواده بهر دي، نو دغه ټول تکلیفونه د پاکستان له طرفه رارسېدلي دي».

هغه د پاکستان له لوري د ځینو پخوانیو افغان سیاستوالو بلنې ته په اشارې سره وايي: «اوس دغه افغانان [د پاکستان له لوري بلل شوي افغان سیاستوال] ولې فکر نه‌کوي، چې دا هماغه پاکستان دی چې طالب یې قدرت ته رسولی دی».

دغه پخوانی جهادي قومندان پاکستان د ډلو ټپلو د جوړولو مرکز او دا چاره په ټوله کې د اسلام‌اباد پروژه‌يي چارې بولي او همداراز وايي: «موږ مجاهدین چې کله قدرت ته ورسېدلو، موږ پسې یې طالبان پیدا کړل، طالبانو پسې یې داعش او لشکر طیبه او نور ګروپونه پیدا کړي. پاکستان په دې برخه کې پروژې اخلي او پر افغانستان یې عملي کوي».

پاکستان په دې وروستیو کې د طالبانو یو شمېر مخالف سیاستوال څو ځلي پاکستان ته د بېلابېلو غونډو په پلمه غوښتي او یو شمېر افغان سیاستوالو هم دغه بلنه په ورین تندي منلې او حضرت علي هم په دې تړاو وايي: «د پاکستان حکومت له ما څو ځلي غوښتنه کړې، چې ورسره کار وکړم، خو هېڅکله به له داسې خلکو سره کار ونه‌کړم، چې د افغانستان په بربادولو او همداراز د ملت په وینو کې یې لاسونه ککړ وي».

د هغه په باور، پاکستان اوس له افغان سیاستوالو استفاده کوي او څرګندوي: «پاکستان اوس ۱۰ کسیز ګروپونه جوړوي او بیا ترې استفاده کوي».

دغه پخوانی جهادي قومندان پاکستان د خپل ولس د امنیت په ساتنه کې ناکامه بولي او په ډاګه وايي: «پاکستان غواړي خپل امنیت پر افغانستان وساتي. ټي‌ټي‌پي بل ځای نه‌شته، هغه په پاکستان کې ده. هغه [پاکستان] خپل امنیت نه‌شي ساتلی او اوس مسوولیت پر افغانستان اچوي».

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په ظاهره د هرې ورځې په تېرېدو سره د طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې خرابېږي او تر اوسه یې پر یو بل او ان د یو بل پر پلازمېنې څو ځلي بریدونه کړي دي.

پاکستان ادعا لري، چې ټي‌ټي‌پي ډله په افغانستان کې ده او له هغه ځایه پر پاکستان خپل بریدونه طرحه او عملي کوي، خو طالبان بیا د پاکستان دغه ادعا ردوي او وايي، چې ټي‌ټي‌پي ډله په پاکستان کې ده او د امنیت مسئله یې د اسلام‌اباد کورنۍ چاره بللې او طالبان بیا ادعا لري، چې داعش ډله په پاکستان خاوره کې ده او له پاکستان څخه پر افغانستان خپل بریدونه تنظمیوي.

د دغو دوو هېوادونو تر منځ د سولې په موخه د منځګړو له لوري څو ځلي په قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین کې غونډې شوي، خو لا تراوسه یې د پام وړ لاسته راوړنې نه‌درلودې.