جېسوال د جمعې په ورځ د اوونیز خبرې کنفرانس پر مهال د پاکستان لهخوا پر افغانستان د ورستي هوايي بریدونو له امله د وژل شویو ملکي وګړو پر میړنه خواخوږي څرګنده کړې او د افغانستان له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه یې خپل ملاتړ بیا تکرار کړی دی.
هغه زیاته کړې چې هند له افغانستان سره خپلې بشري مرستې دوامداره ساتلې دي او تر اوسه یې درمل او نورې اړینې مرستې دغه هېواد ته استولي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وویل، نوی ډیلی په افغانستان کې د هغو پراختیايي پروژو ملاتړ هم کوي چې د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ګټورې دي او دا همکاري به دوام ولري.
د هند دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستان له لوري پر افغانستان د پخوانیو هوايي بریدونو په اړه د سیمې د هېوادونو دریځونه لا هم د پام وړ موضوع ګڼل کېږي او نوی ډیلي یو ځل بیا په دې تړاو خپل دریځ تازه کړی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې بیا تکراریږي چې پاکستان د چنګاښ په ۷مه ماښام مهال د ډېورنډ کرښې په اوږدو به درېیو ولایتونو کې هوايي بريدونو وکړل او ادعا یې وکړه، چې په دې بریدونو کې یې ۲۹ وسله وال وژلي دي.
هند یوازینی هېواد دی چې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه یې وغندل.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رندهير جېسوال د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) پر اېکس پاڼه ویلي و: «د پاکستان دا ښکاره تېری د افغانستان پر ملي حاکمیت برید او د سیمې سولې او ثبات ته مستقیم ګواښ دی».
له دې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند د بهرنیو چارو وزارت هغه څرګندونې رد کړې، چې له مخې یې نوي ډیلي په افغانستان کې د وسله والو پر ضد د پاکستان پوځي اقدامات تر پوښتنې لاندې راوستي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هند په سیمه کې په «ورانکارۍ او د وسله والو د ملاتړ لپاره له افغان خاورې څخه په استفاده» تورن کړی.