• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف حوثیانو ته د «بې‌ساري» ځواب خبرداری ورکړ

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۲۸ GMT+۱

 په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف ویلي، که په دغه هېواد د برید هر ډول هڅه وشي، نو په پرېکنده او بې‌ساري ځواک به ورته ځواب ورکړل شي.

 دا خبرداری څو ساعته وروسته له هغه ورکړل شو چې د ایران په ملاتړ حوثیانو ګواښ وکړ، که سعودي عربستان د دوی په وینا د یمن د هوايي حریم «سرغړونې» ته دوام ورکړي، نو د سعودي هوايي ډګرونه او مهمې ګټې به په وچه او سمندر کې په نښه کړي.

دا کړکېچ داسې مهال زیات شوی چې د یمن حکومت هم په وروستیو ورځو کې ایران د صنعا ښار ته د مستقیمو الوتنو په ترسره کولو سره د یمن د ملي حاکمیت په نقض تورن کړی او حوثیان یې «د ایران د پروژې پورې تړلې ډله» بللې ده.

ترویج لرونکی

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»
۱
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۲

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۳
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۴

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۵

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

د کانګو حکومت: د ایبولا پېښو شمېر په چټکۍ سره لوړ شوی

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۲۵ GMT+۱
د کانګو حکومت: د ایبولا پېښو شمېر په چټکۍ سره لوړ شوی
100%

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت حکومت وایي چې په دغه هېواد کې د ایبولا ویروس د تایید شویو پېښو شمېر ۱،۵۰۲ ته رسېدلی، چې له ډلې یې ۴۷۳ کسان مړه شوي دي.

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ ویلي چې د ایبولا ویروس د تایید شویو پېښو شمېر ۱،۵۰۲ ته لوړ شوی دی، چې له امله یې ۴۷۳ کسان مړه شوي دي.

د دولتي معلوماتو له مخې، دغه پېښې د هېواد په ختیځو ولایتونو ایتوري، شمالي کیوو او جنوبي کیوو کې ثبت شوې دي.

روغتیايي چارواکي وایي چې د ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي، خو وضعیت لا هم د جدي څار لاندې دی.

انډي برنهام: د رد شويو افغان پناه غوښتونکو بېرته ستنولو لپاره به له طالبانو سره خبرې وکړو

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۷ GMT+۱
انډي برنهام: د رد شويو افغان پناه غوښتونکو بېرته ستنولو لپاره به له طالبانو سره خبرې وکړو
100%

د برېتانيا د کارګر ګوند د مشرتابه نوماند انډي برنهام ويلي، که د لومړي وزير په توګه واک ته ورسېږي، نو د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره به له طالبانو سره هوکړه‌ليکونه لاسليک کړي.

برنهام دغه څرګندونې د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) د ټولنيزې شبکې ریډیټ د انلاين پوښتنو د ځوابولو غونډه کې وکړې. هغه همدارنګه ټينګار وکړ، که واک ته ورسېږي، نو له وخته مخکې ټاکنې به نه ترسره کوي او حکومت به د ۲۰۲۴ کال د ټاکنيز پروګرام له مخې پر مخ یوسي.

د افغانستان په اړه د هغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په تړاو له طالبانو سره د لوېديځو هېوادونو د اړيکو څرنګوالی لا هم د اروپا او برېتانيا د کډوالۍ په تګلارو کې له لانجمنو او بحث‌پارونکو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.

برنهام د خپلو خبرو په بله برخه کې وويل، د هغه راتلونکی حکومت به د کارګر ګوند اقتصادي ژمنو ته ژمن پاتې شي. هغه زياته کړه، چې د ارزښت زياتونې ماليه (VAT)، د عايداتو ماليه او د ملي بيمې ونډه به نه‌لوړېږي.

هغه همدارنګه له اروپايي ټولنې سره د اړيکو د پراختيا ملاتړ وکړ او ويې ويل، چې د پراخو سوداګريزو هوکړو د ترلاسه کولو لپاره به خبرې اترې پر مخ يوسي.

د کې‌یر سټارمر له استعفا وروسته، انډي برنهام تر اوسه د کارګر ګوند د مشرتابه يوازنی نوماند دی او که بريالی شي، نو د جولای په شلمه به د برېتانيا د لومړي وزير دنده پر غاړه واخلي.

بلوڅ بېلتون‌پال ادعا کوي چې بلوچستان کې یې د پاکستان د بحري ځواک ۳۰ غړي وژلي دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۱
بلوڅ بېلتون‌پال ادعا کوي چې بلوچستان کې یې د پاکستان د بحري ځواک ۳۰ غړي وژلي دي
100%

د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) د جمعې په ماښام (د چنګاښ ۱۲مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د بلوچستان د ګوادر ولسوالۍ په جیواني سیمه کې یې د پاکستان د ساحلي ځواکونو پر یوې اډې په برید کې له ۳۰ څخه ډېر سرتېري وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د پاکستان پوځ تر اوسه د دغې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

د خبرپاڼې له مخې، دا برید د جمعې په ماښام د «مجید لوا» په نوم د دې ډلې د ځانمرګو بریدګرو څانګې ترسره کړی دی.

د پاکستان ضد دې وسله‌والې ډلې ادعا کړې، چې د عطاالله بلوچ مشهور په «اجمل» نومي ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر په ځايي وخت د ماښام په ۶:۳۲ دقیقو د پاکستان د ساحلي ځواکونو اډې ته ننوېست، چې له امله یې یوه ستره چاودنه وشوه.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ویاند جیهند بلوچ ادعا کړې، چې دې چاودنې د ساحلي ځواکونو اډه «په بشپړه توګه ویجاړه» کړې ده. د دې ډلې رسنیزې څانګې هم ۴۳ ثانیه‌يي ویډیو خپره کړې او په‌کې اډې ته د موټر بم د ننوتلو او د چاودنې شېبې ښکاري.

دې ډلې همدارنګه ادعا کړې، چې له چاودنې سمدستي وروسته یې وسله‌والو له څو لورو پر اډې برید وکړ.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ادعا کوي، چې په دې عملیاتو کې د پاکستان د ساحلي ځواکونو څه باندې ۳۰ عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د ډلې ویاند دا هم ویلي، چې د ټپیانو د سخت وضعیت او هغو کسانو له امله چې تر کنډوالو لاندې پاتې دي، ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ شي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په ډاګه کړې، چې د دې عملیاتو نور جزییات به وروسته خپاره کړي. دغې ډلې زیاته کړې، چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد به خپلې وسله‌والې حملې تر هغه وخته روانې وساتي، څو د دوی په وینا «د بلوچستان بشپړه خپلواکي» ترلاسه شي. بلخوا ځايي پاکستاني پولیسو ویلي، چې دې ځانمرګي موټر بم برید کې یوازې د ساحلي ځواکونو درې سرتېري او د پوځ یو سرتېری وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

د بلوچستان ګوادر کې د ساحلي ځواکونو پر پوستې په ځانمرګي برید کې ۴ پاکستاني سرتيري وژل شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د پاکستان پوځ او نورو چارواکو تر اوسه د بلوڅ بېلتون پالو د ادعا شوې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

پر اوکراین د روسیې نوي بریدونه؛ په درېیو سیمو کې یې شپږ کسان ووژل

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۱
پر اوکراین د روسیې نوي بریدونه؛ په درېیو سیمو کې یې شپږ کسان ووژل
100%

د اوکراین سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې د جمعې په ورځ د دغه هېواد په درېیو بېلابېلو سیمو کې د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي. د چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې چې ډرون او هوایي بریدونه شامل دي، ګڼ شمېر نور هم ټپیان شوي دي.

د ډنیپروپتروفسک په سویل ختیځه سیمه کې د روسیې له ۵۰ څخه د زیاتو بریدونو له امله درې کسان وژل شوي چې دوه یې نیکوپول ښار ته نږدې ووژل شول. د ډنیپروپتروفسک والي اولکساندر هانژا په خپل ټېلېګرام کې لیکلي، چې په دغو بریدونو کې ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.

بلخوا د زاپوریژیا والي ایوان فیدوروف ویلي، چې د زاپوریژیا ښار پر شمال ختیځ په برید کې دوه کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي. دغه راز د روسیې سرحد ته نږدې په سومي ښار کې د روسي ځواکونو په یوه بمي برید کې یو بل اوکراینی هم وژل شوی دی.

په ورته وخت کې په پلازمېنه کېیف کې نن د ماتم ورځ وه، چېرته چې تېره ورځ د روسیې په توغندیزو او ډرون بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل شول. رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د جګړې د دواړو خواوو دا راپورونه په خپلواکه توګه نه‌شي تاییدولای.

د بلوچستان ګوادر کې د ساحلي ځواکونو پر پوستې په ځانمرګي برید کې ۴ پاکستاني سرتيري وژل شوي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۷ GMT+۱
د بلوچستان ګوادر کې د ساحلي ځواکونو پر پوستې په ځانمرګي برید کې ۴ پاکستاني سرتيري وژل شوي
100%

د پاکستان د بلوچستان ایالت د ګوادر ولسوالۍ په جيواني سیمه کې د دغه هېواد د ساحلي ځواکونو پر یوې پوستې په ځانمرګي موټر بم برید کې څلور امنیتي سرتيري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. د دغه برید مسوولیت بلوڅ وسله‌والو منلی دی.

د ګوادر د پولیسو د راپور له مخې، دغه برید د جمعې په ماښام (د چنګاښ ۱۲مه) شاوخوا ۷ بجې جیواني ښار ته نږدې د «پنوان» پر پوستې شوی دی.

د راپور له مخې، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر (مازدا) ته د یادې پوستې ودانۍ ته څېرمه چاودنه ورکړه.

د راپور له مخې، په برید کې د پاکستان د ساحلي ځواکونو درې سرتېري او د پوځ یو سرتېری وژل شوي دي.

چارواکو ویلي، اته پوځیان او اته د ساحلي ځواکونو سرتيري ټپیان شوي، چې د یوه ټپي روغتیايي وضعیت ډېر نازک ښودل شوی دی.

ويل شوي، د پولیسو او نورو امنیتي ادارو ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي، سیمه یې کلابنده کړې او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

د دغه برید مسوولیت بلوڅ وسله والې ډلې (بلوچ لبرېشن ارمي) منلی او ويلي دي، چې د عطاالله په نوم ځانمرګي یې یاد برید ترسره کړی دی.