زېلېنسکي د دونېڅک سیمې د ستراتیژیک ښار د نیول کېدو په اړه د روسیې ادعا رد کړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي او د دغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز د شنبې په ورځ د روسیې هغه ادعاوي رد کړې چې ګواکې د دونېڅک سیمې ستراتیژیک ښار کوستیانتینیوکا یې نیولی دی. نوموړي ټینګار وکړ چې دا ښار لا هم د اوکرایني ځواکونو په بشپړ کنټرول کې دی.
