• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوست او دوبۍ ترمنځ کام‌اېر هوایي شرکت بیاځلي خپلې الوتنې پیل کړې

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۱۷ GMT+۱

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند وايي، چې له څه مودې ځنډ وروسته د متحده عربي امارات له دوبۍ څخه د خوست نړیوال هوایي ډګر ته د کام‌اېر هوایي شرکت الوتنې بیا پیل شوې. نوموړی د دغه ځنډ لامل تخنیکي ستونزې یادوي.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو ویاند مستغفر ګربز د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د یاد شرکت لومړۍ الوتکه نن په خوست نړیوال هوایي ډګر کې ناسته وکړه.

مستغفر ګربز زیاته کړې، چې د دغو الوتنو په بیا پیل سره به کام‌اېر هوایي شرکت په اونۍ کې دوه منظمې الوتنې د خوست او دوبۍ ترمنځ ترسره کړي. د هغه په وینا، د دغه منظم هوایي تګ راتګ په پیلېدو سره به د مسافرو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

د طالبانو دغه ولایتي ویاند د الوتنو د ځنډېدو لامل تخنیکي ستونزې یادې کړي او په وینا یې، چې اوس دغه تخنیکي ستونزې هوارې شوي او وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

د خوست نړیوال هوایي ډګر د هېواد په کچه یو له هغو ډګرونو دی چې د مسافرو د تګ راتګ لپاره کارول کېږي او د دوبۍ او خوست ترمنځ د الوتنو بیا پیل د هغو مسافرو لپاره خورا مهم بلل کېږي چې په متحده عربي امارات کې ژوند او کار کوي او غواړي په اسانۍ سره خپل ټاټوبي ته تګ راتګ وکړي.

ډېر لیدل شوي

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
۱
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۳

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۴

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي