• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسلام‌اباد او مسکو د افغانستان له اړخه د ترهګرۍ ضد همکاري پیاوړې کوي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۶ GMT+۱

پاکستان او روسیې په اسلام‌اباد کې د ترهګرۍ پر ضد د ګډې کاري ډلې دولسمه غونډه ترسره کړې، چې پکې د افغانستان امنیتي وضعیت، د ترهګرۍ ضد همکاري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.

د پاکستان پوځي شنونکي او د هوايي ځواک پخواني ډګروال سلطان محمد هالي ویلي، د افغانستان له لوري د امنیتي ګواښونو او د سرحدي نفوذ د مخنیوي لپاره د پاکستان او روسیې همکاري مهمه ده.

د هغه په وینا، پاکستان غواړي د سوریې او شمالي قفقاز په جګړو کې د روسیې له تجربو، په ځانګړي ډول د ښاري جګړو، بې‌پیلوټه الوتکو د شنډولو او د یاغیانو ضد عملیاتو له مهارتونو ګټه واخلي.

هغه زیاته کړه، پاکستان د افغانستان له ډيورنډ کرښې د مدیریت، د نفوذي لارو د څار او د افراطي فکر د مخنیوي په برخو کې خپلې تجربې له روسیې سره شریکوي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر متقاعد جنرال سعد خټک هم ویلي، له روسیې سره نږدې همکاري به د پاکستان لپاره سترې امنیتي، ټکنالوژیکې او اقتصادي ګټې ولري او د دواړو هېوادونو اړیکې به لا پراخې کړي.

د راپور له مخې، د روسیې او پاکستان ترمنځ پوځي همکاري تر ډېره د ترهګرۍ ضد روزنو، کوچنیو وسلو او مهماتو پورې محدوده ده. روسیې په ۲۰۱۸ کال کې پاکستان ته څلور «مي-۳۵ اېم» بریدیزې چورلکې هم سپارلې وې.

راپور زیاتوي چې د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې هم د پام وړ پراخې شوې دي. د روسیې او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه چې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه ډالره وه، په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۱.۳ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده. د روسیې د خامو تېلو واردات او کرنیزه سوداګري د دې زیاتوالي مهم لاملونه بلل شوي دي.

ترویج لرونکی

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»
۱
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۲

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۳
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۴

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۵

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

انډي برنهام: د رد شويو افغان پناه غوښتونکو بېرته ستنولو لپاره به له طالبانو سره خبرې وکړو

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۷ GMT+۱
انډي برنهام: د رد شويو افغان پناه غوښتونکو بېرته ستنولو لپاره به له طالبانو سره خبرې وکړو
100%

د برېتانيا د کارګر ګوند د مشرتابه نوماند انډي برنهام ويلي، که د لومړي وزير په توګه واک ته ورسېږي، نو د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره به له طالبانو سره هوکړه‌ليکونه لاسليک کړي.

برنهام دغه څرګندونې د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) د ټولنيزې شبکې ریډیټ د انلاين پوښتنو د ځوابولو غونډه کې وکړې. هغه همدارنګه ټينګار وکړ، که واک ته ورسېږي، نو له وخته مخکې ټاکنې به نه ترسره کوي او حکومت به د ۲۰۲۴ کال د ټاکنيز پروګرام له مخې پر مخ یوسي.

د افغانستان په اړه د هغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په تړاو له طالبانو سره د لوېديځو هېوادونو د اړيکو څرنګوالی لا هم د اروپا او برېتانيا د کډوالۍ په تګلارو کې له لانجمنو او بحث‌پارونکو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.

برنهام د خپلو خبرو په بله برخه کې وويل، د هغه راتلونکی حکومت به د کارګر ګوند اقتصادي ژمنو ته ژمن پاتې شي. هغه زياته کړه، چې د ارزښت زياتونې ماليه (VAT)، د عايداتو ماليه او د ملي بيمې ونډه به نه‌لوړېږي.

هغه همدارنګه له اروپايي ټولنې سره د اړيکو د پراختيا ملاتړ وکړ او ويې ويل، چې د پراخو سوداګريزو هوکړو د ترلاسه کولو لپاره به خبرې اترې پر مخ يوسي.

د کې‌یر سټارمر له استعفا وروسته، انډي برنهام تر اوسه د کارګر ګوند د مشرتابه يوازنی نوماند دی او که بريالی شي، نو د جولای په شلمه به د برېتانيا د لومړي وزير دنده پر غاړه واخلي.

د تهران پر ضد د طالب پلویانو غبرګون؛ «د ایران د رژیم دوه‌ګونی چلند درک کوو»

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۱
د تهران پر ضد د طالب پلویانو غبرګون؛ «د ایران د رژیم دوه‌ګونی چلند درک کوو»
100%

په تهران کې د ایران د پخواني مشر علي خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د طالب چارواکو او د دې ډلې د مخالفو څېرو هم‌مهاله ګډون په ټولنیزو شبکو کې د طالب پلویانو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د طالبانو یو زیات شمېر پلویانو په ایران کې د علي خامنه‌يي د جنازې مراسمو ته د احمد مسعود او محمد محقق رسمي بلنه د تهران د سیاست د «دوه‌ګوني چلند» نښه بللې او ځینو یادو پلویانو د طالبانو له حکومت څخه د رسمي غبرګون غوښتنه کړې ده.

د طالبانو یو شمېر پلویانو په اېکس ټولنیزه شبکه کې د طالبانو د مخالفو مشرانو پر بلنې سختې نیوکې کړې دي. ځینو دا اقدام «د ایران د رژیم منافقانه چلند» بللی او نورو وړاندیز کړی چې د متقابل اقدام په توګه دې د «جیش‌العدل» ډلې ته کابل ته د سفر او رسمي لیدنې بلنه ورکړل شي.

د فیضان افغان په نوم د اېکس یوه کاروونکي په پښتو ژبه په اېکس کې ایران او پاکستان د افغانستان «دښمنان» بللي او لیکلي یې دي، چې ایران د هغو کسانو په رسمي بلنې او د «مقاومت» په نوم د هغوی په معرفي کولو سره د طالبانو پر وړاندې د دښمنۍ لاره خپله کړې ده.

بریال کندوزي، چې د طالبانو له پلویانو څخه دی، ادعا کړې چې طالبانو «له ټولو فشارونو سره سره هېڅکله اجازه ورنه‌کړه چې د افغانستان خاوره د ایران پر ضد وکارول شي او په عمل کې یې د ایران ملي واکمنۍ او خپلواکۍ ته درناوی ثابت کړ».

هغه زیاته کړې، چې طالبان د یوه ډېر حساس پړاو پر مهال د ایران ترڅنګ ودرېدل او اجازه یې ورنه کړه چې د هغه هېواد ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راشي.

کندوزي د خپلو څرګندونو په دوام کې د طالبانو د مخالفانو رسمي بلنه د افغانستان د ملي حاکمیت د کمزوري کولو هڅه بللې او لیکلي یې دي، چې طالبان به «د ایران دغه سپکاوی هېڅکله هېر نه‌کړي».

امان‌الله هوتکي، چې د طالبانو له نږدې پلویانو څخه ګڼل کېږي، د ایران د سفیر د احضارولو غوښتنه کړې او لیکلي یې دي، چې باید ترې وپوښتل شي، ولې تهران دغو څېرو ته بلنه ورکړې او «د افغانانو ترمنځ اختلافونو او بېلتون ته لمن وهي».

د علي خامنه‌یي او د هغه د کورنۍ د یو شمېر غړو، چې د امریکا او اسراییل په بریدونو کې وژل شوي وو، د رسمي مخه‌ښې مراسم د جمعې په ورځ د چنګاښ په ۱۲مه، د تهران په مصلی خمیني کې د بېلابېلو هېوادونو د چارواکو او پلاوو په ګډون سره پيل شول.

په دغو مراسمو کې د طالبانو پلاوي، چې مشري یې د طالبانو د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوله، ګډون کړی وو. هم‌مهاله، د احمد مسعود او محمد محقق په مشرۍ د طالبانو د مخالفانو یوه پلاوي هم په یادو مراسمو کې ګډون وکړ.

قیس نعماني، چې د طالبانو بل پلوی دی، په اېکس کې د طالبانو د خپلمنځي سیاستونو په اړه لیکلي: «موږ لا هم په تېرو څو کلونو کې د نړۍ بشپړ باور نه‌دی ترلاسه کړی. د سیمې ډېر هېوادونه لا هم موږ ته د ګواښ، ان د سیمې د سرطان په سترګه ګوري، حال دا چې موږ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو».

هغه د طالبانو له غړو پوښتنه کړې: «که موږ رښتیا هم سیمې ته ګواښ نه یو، نو څنګه کولای شو د نړۍ باور خپل کړو؟»

هجران عمري، چې د طالبانو بل پلوی دی، په اېکس کې لیکلي، چې ایران له امریکا سره د سختو کړکېچونو پر مهال د افغانستان د حکومت او خلکو ستاینه کوله، څو د افغانستان خاوره د ایران پر ضد ونه کارول شي؛ خو اوس، د طالبانو د مخالفانو په رسمي بلنې سره، د هغه په وینا، «د اسلامي امارت دښمنان» په رسمیت پېژني. نوموړي د خپلو څرګندونو په دوام کې د شیعه‌ګانو پر ضد له سپکاویو او فرقه‌پالنې ډکې څرګندونې هم کړې دي.

په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو غبرګونونو ارزونه ښيي، چې د تهران پر سیاست له نیوکو سربېره، د طالبانو ځینو نږدې پلویانو د دې پېښې په غبرګون کې د شیعه‌ضد او تکفیري تعبیرونو په ګډون توندې څرګندونې هم کړې دي.

د دې راپور تر چمتو کېدو پورې نه طالبانو او نه هم د ایران اسلامي جمهوریت د دغو نیوکو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

بلوڅ بېلتون‌پال ادعا کوي چې بلوچستان کې یې د پاکستان د بحري ځواک ۳۰ غړي وژلي دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۱
بلوڅ بېلتون‌پال ادعا کوي چې بلوچستان کې یې د پاکستان د بحري ځواک ۳۰ غړي وژلي دي
100%

د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) د جمعې په ماښام (د چنګاښ ۱۲مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د بلوچستان د ګوادر ولسوالۍ په جیواني سیمه کې یې د پاکستان د ساحلي ځواکونو پر یوې اډې په برید کې له ۳۰ څخه ډېر سرتېري وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د پاکستان پوځ تر اوسه د دغې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

د خبرپاڼې له مخې، دا برید د جمعې په ماښام د «مجید لوا» په نوم د دې ډلې د ځانمرګو بریدګرو څانګې ترسره کړی دی.

د پاکستان ضد دې وسله‌والې ډلې ادعا کړې، چې د عطاالله بلوچ مشهور په «اجمل» نومي ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر په ځايي وخت د ماښام په ۶:۳۲ دقیقو د پاکستان د ساحلي ځواکونو اډې ته ننوېست، چې له امله یې یوه ستره چاودنه وشوه.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ویاند جیهند بلوچ ادعا کړې، چې دې چاودنې د ساحلي ځواکونو اډه «په بشپړه توګه ویجاړه» کړې ده. د دې ډلې رسنیزې څانګې هم ۴۳ ثانیه‌يي ویډیو خپره کړې او په‌کې اډې ته د موټر بم د ننوتلو او د چاودنې شېبې ښکاري.

دې ډلې همدارنګه ادعا کړې، چې له چاودنې سمدستي وروسته یې وسله‌والو له څو لورو پر اډې برید وکړ.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ادعا کوي، چې په دې عملیاتو کې د پاکستان د ساحلي ځواکونو څه باندې ۳۰ عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د ډلې ویاند دا هم ویلي، چې د ټپیانو د سخت وضعیت او هغو کسانو له امله چې تر کنډوالو لاندې پاتې دي، ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ شي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په ډاګه کړې، چې د دې عملیاتو نور جزییات به وروسته خپاره کړي. دغې ډلې زیاته کړې، چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد به خپلې وسله‌والې حملې تر هغه وخته روانې وساتي، څو د دوی په وینا «د بلوچستان بشپړه خپلواکي» ترلاسه شي. بلخوا ځايي پاکستاني پولیسو ویلي، چې دې ځانمرګي موټر بم برید کې یوازې د ساحلي ځواکونو درې سرتېري او د پوځ یو سرتېری وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

د بلوچستان ګوادر کې د ساحلي ځواکونو پر پوستې په ځانمرګي برید کې ۴ پاکستاني سرتيري وژل شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د پاکستان پوځ او نورو چارواکو تر اوسه د بلوڅ بېلتون پالو د ادعا شوې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر ريیس: عبدالرشید دوستم او محمد محقق د احمد مسعود نږدې متحدین دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۱
د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر ريیس: عبدالرشید دوستم او محمد محقق د احمد مسعود نږدې متحدین دي
100%

د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر رییس عبدالله خنجاني وایي، عبدالرشید دوستم او محمد محقق په تېرو پنځو کلونو کې د دغې جبهې د مشر احمد مسعود اصلي متحدین او نږدې همکاران پاتې شوي دي. هغه ټینګار کړی، چې د دغو مشرانو ترمنځ همکاري د ګډو اهدافو پر بنسټ ولاړه ده.

عبدالله خنجاني د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د دغې پنځه کلنې نږدې ملګرتیا او همکارۍ بنسټ د خدای تعالی رضا، د افغانستان د خلکو ګټې او د دوی ترمنځ ګډه مبارزه جوړوي. د نوموړي په وینا، دغه مشران د جبهې له مشرتابه سره په همغږۍ خپل کار ته دوام ورکوي.

د مقاومت جبهې دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د مخالفو جبهو او سیاسي جریانونو ترمنځ د همغږۍ او یووالي د څرنګوالي په اړه بېلابېل بحثونه راپورته شوي دي. خنجاني د دغه پوسټ له لارې د خپلو متحدینو ترمنځ پر یووالي او دوامداره ملګرتیا ټینګار کړی دی.

د دغو څرګندونو په دوام، د افغانستان د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر ريیس د دغو مشرانو ترمنځ پر ګډې مبارزې ټینګار کړی او هغه یې د هېواد د اوسني وضعیت پر لور یو مهم ګام بللی دی. د هغه په وینا، دغه اتحاد د خلکو د حقونو د خوندیتوب لپاره رامنځته شوی دی.

له بلې خوا، په تهران کې د وژل شوي رهبر علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د طالبانو او د هغوی د مخالفو سیاسي جریانونو د یو شمېر استازو هم‌مهاله ګډون په رسنیو کې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د ملي شورا ویاند حسین یاسا ویلي، چې په تهران کې د طالبانو او د هغوی د مخالفو مشرانو ترمنځ هېڅ ډول لیدنه نه‌ده پلان شوې او داسې کومه ناسته به ترسره نه‌شي.

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په غزني کې د ټي‌ټي‌پي یو قوماندان وژلی دی

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۴ GMT+۱
سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په غزني کې د ټي‌ټي‌پي یو قوماندان وژلی دی
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د غزني د واغظ ولسوالۍ اړوند په ګوډلو سیمه کې تېره شپه (پنجشنبه د چنګاښ ۱۱مه) شاوخوا دولس بجې ناپېژاندو وسله‌والو د خالد مسعود په نوم د ټي‌ټي‌پي یو قوماندان په ډزو وژلی دی. طالبانو لا تراوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

سرچینو زیاته کړې، چې نوموړی په سیمه کې د ټي‌ټي‌پي له یوه ځايي کمپ څخه د وتو پر مهال هدف ګرځول شوی او وسله‌وال له برید وروسته له سیمې څخه پر تېښتې بریالي شوي دي.

سرچینې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره د ټي‌ټي‌پي د یاد قوماندان د مړي یو انځور هم شریک کړی دی.

په تېره اونۍ کې د ټي‌ټي‌پي یوه بل غړی په کندهار کې د ناڅرګندو وسله‌والو موټرسایکل سپرو له لوري په ډزو وژل شوی وو، خو طالبانو تر اوسه د دغو دواړو پېښو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

پاکستان په وار وار افغان طالبان د ټي‌ټي‌پي غړو ته په پر پناه ورکړې تورن کړي، خو طالبانو بیا دغه تور په کله رد کړی او څرګنده کړې یې ده، چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نه‌شته او ټي‌ټي‌پي یې د پاکستان کورنۍ مسئله بللې ده.