عبدالسلام حنفي د څرخي پله له بندیانو سره پر ښه چلند ټینګار وکړ

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یوه پلاوي د شنبې په ورځ د کابل د څرخي پله له زندان څخه لیدنه کړې او له بندیانو سره یې پر ښه چلند ټینګار کړی دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یوه پلاوي د شنبې په ورځ د کابل د څرخي پله له زندان څخه لیدنه کړې او له بندیانو سره یې پر ښه چلند ټینګار کړی دی.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن شنبه، د جنګاښ پر ۱۳مه په خپل اېکس کې لیکلي، عبدالسلام حنفي په دغه لیدنه کې څرخي پله د زندان د بېلابېلو بلاکونو وضعیت، روغتیایي خدمتونه، د درملو شتون، د خوړو کیفیت او وېش، د اوسېدو ځایونه او د بندیانو د شرعي حقونو د رعایتولو څرنګوالي ارزونه کړې ده.
د طالبانو ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د زندان له مسوولینو غوښتي چې د بندیانو د شرعي حقونو په رعایتولو، له هغوی سره په ښه چلند او د هغوی د اساسي اړتیاوو په پوره کولو کې جدي هڅې وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې په زندان کې شته نیمګړتیاوې باید له منځه یوړل شي او خدمات لا ښه شي.
دغه لوړپوړي طالب چارواکي پرداسې مهال د څرخي پله له زندان څخه لیدنه کړې، چې د بشري حقونو نړۍوالو سازمانو، د ملګرو ملتونو اړوند ادارو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي طالبان له بندیانو سره پر ناوړه چلند، شکنجې، وهلو او ډبولو تورون کړي دي.