• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امیر خان متقي د ایران د سفر پر مهال د بنګله‌دېش د پارلمان له ریس سره لیدلي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، ایران ته د سفر په څنډه کې، په تهران کې د بنګله‌دېش د پارلمان له ریس حافظ‌الدین احمد سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او اقتصادي همکاریو په اړه یې خبرې کړي.

 د د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په ځانګړې توګه د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د ودې پر لارو چارو خبرې شوې دي.

دخبرپاڼې له مخې، متقي د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګرۍ موجود ظرفیتونه مهم بللي او ټینګار یې کړی چې باید له دې فرصتونو څخه د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټه واخیستل شي.

بلخوا، د بنګله‌دېش د پارلمان ریس د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي بللې او ویلي یې دي چې د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې ترڅنګ د سوداګریزو اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو لپاره مهم او ګټور فرصت دی.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۳

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۴

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په غزني کې د ټي‌ټي‌پي یو قوماندان وژلی دی

۵

له پاکستان نه ستېدونکي افغان کډوال د هویت اسنادو نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي

•
•
•

نور کیسې

یونیسف ننګرهار روغتونونو ته د ۶۱۵ زره ډالرو په ارزښت درمل سپارلي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۱
یونیسف ننګرهار روغتونونو ته د ۶۱۵ زره ډالرو په ارزښت درمل سپارلي
100%

ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د ننګرهار د سیمه‌ییز او ولسوالیو روغتونونو لپاره د درېیمې ربعې په موخه د ۶۱۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت درمل سپارلي دي.

د ننګرهار د طالبانو عامې روغتیا ریاست په وینا، په دې مرسته کې د سیمه‌ییز روغتون لپاره ۶۴ قلمه او د ولسوالیو روغتیايي مرکزونو لپاره ۶۲ قلمه درمل شامل دي.

چارواکي وایي، دغه درمل به د ناروغانو په درملنه کې وکارول شي او د یونیسف ادارې ژمنه کړې چې پاتې درمل به هم ژر ننګرهار ته ولېږدول شي.

د ننګرهار د طالبانو دعامې روغتیا رییس، مولوي امین‌الله شریف، د دغه مرستې هرکلی کړی او مسولینو ته یې لارښوونه کړې چې درمل بې له ځنډه اړوندو روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.

خو د دې مرستې سربېره، یو شمېر ناروغان او د هغوی کورنۍ وایي، په دولتي روغتونونو کې لا هم ډېری وخت ډاکټران ناروغان اړ باسي چې د اړتیا وړ درمل له خصوصي درملتونونو وپېري.

د دوی په وینا، د درملو کمښت او د روغتیايي امکاناتو محدودیتونه لا هم د ناروغانو پر وړاندې مهمې ستونزې دي.

بلخوا، بېکاري، بېوزلي او د مناسبو خوړو نشتوالی د دې لامل شوی چې د خلکو ډېره برخه د درملنې لپاره دولتي روغتونونو ته مخه کړي، چې ورسره په دغو روغتیايي مرکزونو کې د ناروغانو ګڼه‌ګوڼه هم زیاته شوې ده.

په داسې حال کې چې چارواکي د درملو د نوې مرستې خبر ورکوي، ناروغان ټینګار کوي چې د روغتیايي خدماتو د ښه کېدو لپاره یوازې د مرستو اعلان بسنه نه کوي، بلکې د درملو دوامداره موجودیت، د روغتیايي خدمتونو څارنه او د ناروغانو اړتیاوو ته عملي رسېدنه هم اړینه ده.

د محدودیتونو او سانسور تر سیوري؛ طالبانو بغلان کې له خبریالانو سره د همغږۍ غونډه کړې

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۲۴ GMT+۱
د محدودیتونو او سانسور تر سیوري؛ طالبانو بغلان کې له خبریالانو سره د همغږۍ غونډه کړې
100%

سره له دې چې افغانستان کې د طالبانو له لوري د بیان پر ازادۍ سخت محدودیتونه، پر رسنیو بندیزونه، سانسور او د طالبانو له لوري د خبریالانو نیول دوام لري، د دغې ډلې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې په بغلان کې یې د خبریالانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړې ده.

د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بغلان ګې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس له یادو رسنیزو کارکوونکو سره د همغږۍ د پیاوړتیا او د معلوماتو د رسولو د بهیر د ښه والي په موخه دغه غونډه ترسره کړې ده.

د اعلامیې له مخې، د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رسنیو ملاتړ اعلان کړی او له مسولینو یې غوښتنه کړې چې د پېښو معلومات پر وخت له رسنیو سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه او سانسور لا هم دوام لري، او هېڅ رسنۍ نه شي کولای چې د طالبانو له خوښې پرته کومه منځپانګه تولید یا خپره کړي.

همدارنګه د طالبانو له واکمنۍ راهیسې لسګونه خبریالان نیول شوي، او اوس هم یو شمېر رسنیز فعالان او خبریالان د هغوی په بند کې دي.

تازه څو ورځې وړاندې دغې ډلې پر تمدن ټلوېزیون چاپه وهلې، نشرات یې بند کړي او د دغه ټلوېزیون مسول اوس هم د دوی په بند کې دی.

د رسنیو پر وړاندې د بندیزونو او خنډونو په اړه نړیوالو بنسټونو په وار وار نیوکې کړې دي او په افغانستان کې یې د رسنیو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده، خو طالبان بیا د بیان ازادۍ د تامین او د رسنیو د ښه وضعیت ادعا کوي.

اصف دراني: طالبان د ترهګرو ډلو ته په پناه ورکولو د سپټمبر ۱۱ سناریو له خطر سره مخ دي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۳ GMT+۱
اصف دراني: طالبان د ترهګرو ډلو ته په پناه ورکولو د سپټمبر ۱۱ سناریو له خطر سره مخ دي
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف درانی وایي چې طالبان د ترهګرو ډلو د پناه ورکولو له امله د نړیوال مشروعیت له کمښت سره مخ دي او که دا وضعیت دوام وکړي، سیمه به له جدي امنیتي خطرونو سره مخ شي.

اصف دراني په خپل ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې طالبان د تحریک طالبان پاکستان، بلوچ لېبریشن ارمي، د اسلامي دولت خراسان څانګه، ترکستان اسلامي تحریک، اسلامي حرکت ازبکستان او له دوه درجنو څخه زیاتو نورو ډلو ته د پناه په ورکولو سره د ۱۱ سپتمبر له پېښو وړاندې د وضعیت د بیا تکرار له خطر سره مخ دي.

هغه ویلي: «طالبان باید درک کړي چې دوی محدود نړیوال مشروعیت لري. د ترهګرو ډلو ته د پناه ورکولو له امله دوی د ۹/۱۱ له وړاندې خطرناک سناریو د بیا تکرار له ګواښ سره مخ دي، چې پایلې به یې د ټولې سیمې لپاره نه اټکل کېدونکې وي.»

اصف دراني همدارنګه د هند له لوري د ځینو وسله‌والو ډلو د مالي ملاتړ ادعا کړې او ویلي یې دي چې دا وضعیت د سیمې د امنیت لپاره نور هم خطرناک شوی دی.

هغه ټینګار کړی چې که دا تګلارې دوام وکړي، نو هم کابل او هم د نوي ډیلي سیاسي مشران به له خطرناک وضعیت سره مخ شي، ځکه د هغه په وینا د نیابتي جګړو پالنه په پای کې د هماغو ملاتړکوونکو لپاره هم جدي زیانونه رامنځته کوي.

په همدې حال کې، په سیمه کې د ترهګرو ډلو د ملاتړ او شتون په اړه بېلابېل متضاد تورونه هم مطرح دي. هند پر پاکستان تور پورې کوي چې د ځینو وسله‌والې ډلو ملاتړ کوي، طالبان بیا ادعا کوي چې پاکستان د داعش خراسان ډلې غړو ته پناه ځایونه ورکړي، او په پاکستان کې ځینې سیاسي او قومي تحریکونه هم ادعا کوي چې اسلام‌اباد ځینې وسله‌والې ډلې روزي او ملاتړ یې کوي.

دغه ټولې ادعاوې تر اوسه د بېلابېلو اړخونو له لوري رد یا تایید شوې نه دي او د سیمې د اوږدمهاله سیاسي او امنیتي اختلافاتو برخه ګڼل کېږي.

شنونکي وایي چې د دې ډول تورونو او ضد ادعاوو دوام د سیمه‌ییزو اړیکو د لا خرابېدو او د باور د کمزورۍ لامل کېږي، په داسې حال کې چې د ترهګرۍ پر ضد همغږي لا هم د سیمې له لویو ننګونو څخه ګڼل کېږي.

طالبان: د صنعت او کانونو نندارتون درېیمه ورځ زیتون او لرګین تولیدات نندارې ته وړاندې شوي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۲ GMT+۱
طالبان: د صنعت او کانونو نندارتون درېیمه ورځ زیتون او لرګین تولیدات نندارې ته وړاندې شوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د دولتي شرکتونو لوی ریاست وایي چې د صنعت او کانونو پنځم ملي نندارتون په درېیمه ورځ کې د ننګرهار د وادي کرنیز شرکت د زیتونو تولیدات او د نجارۍ لرګین توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

د یاد ریاست په وینا، په دې ملي او نړیوال  نندارتون کې ټولې ۳۶۵ غرفې د هېواد د بېلابېلو اقتصادي او صنعتي سکټورونو کورني تولیدات او صنعتي محصولات نندارې ته وړاندې کوي، څو د کورني تولید د پېژندنې او بازارموندنې لپاره زمینه برابره شي.

د یاد ریاست په خبره، دا نندارتون د کابل ښار په حضوري چمن کې د روانې میاشتې په لسمه نېټه پیل شوی او تر شپاړسمې نېټې پورې به دوام وکړي.

طالبان وایي چې دغه نندارتون ته یو شمېر بهرني پانګوال هم ورغلي دي.

تر دې وړاندې په کابل کې د ایران سفارت ویلي وو چې د دغه هېواد پلاوي، چې دوه ښځې هم په کې شاملې وې، د همدې نندارتون د لیدو او ګډون لپاره افغانستان ته راغلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو لخوا د ښځو د ګډون موضوع د نندارتونونو کې محدوده شوې ده.

بې‌اسناده راستانه شوي افغانان د تذکرو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۵ GMT+۱
بې‌اسناده راستانه شوي افغانان د تذکرو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي
100%

له پاکستان او ایرانه افغانستان ته راستانه شوي زرګونه افغانان د هویت د رسمي اسنادو د نشتوالي له امله د کار، زده‌کړو، دولتي خدمتونو او نورو اساسي اړتیاوو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له پاکستان او ایرانه افغانستان ته د راستنو شویو ۶،۱ میلیونه افغانانو له ډلې څه باندې ۸۶ سلنه بې‌اسناده ثبت شوي دي.

تورخم کې افغان چارواکي او مرستندویه ادارې د راستنېدونکو کسانو د هویت د تثبیت او نوم‌لیکنې چارې پر مخ وړي، خو ډېری راستانه شوي کسان وایي نه پوهېږي چې تذکره څنګه او له کوم ځایه ترلاسه کړي.

۱۷ کلن عبدالرحمن سدیس، چې په پاکستان کې زېږېدلی، فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي: «نه پوهېږم تذکره څنګه او له کوم ځایه واخلم، اوس به لاړ شم او پوښتنه به وکړم.»

۴۱ کلن سردار خان هم ویلي، د ده کورنۍ هېڅکله مخکې افغانستان ته نه وه راغلې او د اسنادو د ترلاسه کولو په اړه معلومات نه لري.

هغه ویلي: «موږ نه پوهېږو څه وکړو، افغانستان ته مو لومړی ځل دی چې راځو، اوس به د تذکرې په اهمیت پوه شو.»

د راپور له مخې، تذکره په افغانستان کې د کار، زده‌کړو، د ځمکو او کورونو د ملکیت د تثبیت، میراث، دولتي مرستو او د هېواد دننه د سفر لپاره اړینه ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان سیمه‌ییز همغږي کوونکي زیاد صالح ویلي، د هویت اسناد د راستانه شویو افغانانو د عادي ژوند د بېرته پیل لپاره ډېر مهم دي او د اسنادو نشتوالی هغوی د اداري او ټولنیز محرومیت له خطر سره مخ کوي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو د روان کال په جون میاشت کې یو درې کلن پروګرام پیل کړی چې له مخې به یې ۱،۵ میلیونه افغانانو ته د هویت اسناد برابر شي.

د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي، د هویت د اسنادو نشتوالی د راستانه شویو افغانانو د ژوند د بېرته جوړېدو پر وړاندې یو جدي خنډ دی، په داسې حال کې چې هېواد له اقتصادي ستونزو او د نړیوالو مرستو له کمښت سره هم مخ دی.